د هېټي لومړي وزیر د اړو دوړ او ناکراریو له کبله استعفا اعلان کړه

د خپرېدو وخت

د هېټي لومړي‌ وزیر اریل هېنري دې ته غاړه ایښې چې د کارایب سمندر په دغه بې‌وزله هېواد کې له څو اوونیو تاوتریخوالي او پر نوموړي د ډېرېدونکو فشارونو پایله کې استعفا وکړي.‌

د سیمې هېوادونو مشران دوشنبه د دې لپاره په جمایکا کې سره راټول شوي وو چې په هېټي‌ کې د سیاسي‌ واک د انتقال پر لارو چارو بحث وکړي.‌

ښاغلی هېنري‌ دمګړی په پورتو ریکو کې ایسار پاتې دی او وسله والې ډلې اجازه نه ورکوي چې بېرته خپل هېواد ته ستون شي.‌

هغه په یوه ویډیويي‌ پيغام کې د استعفا د اعلان ترڅنګ د هېټي له خلکو غوښتي چې ارامتیا وساتي.‌

نوموړی په دغه پیغام کې وایي "هغه حکومت به چې زه یې مشري کوم د [انتقالي] شورا له جوړېدو سملاسي‌ وروسته استعفا وکړي."

هغه زیاتوي "زه د هېټي‌ د خلکو مننه کوم چې ما ته یې موکه راکړه. له ټولو غواړم چې ارام واوسي او هره هڅه وکړي‌ چې سوله او ثبات بېرته ژر راشي."

اریل هېنري د ۲۰۲۱ کال په جولای کې د مخکیني ولسمشر ژونل موییس له وژل کېدو وروسته لنډمهاله مشر وټاکل شو.

خو نوموړی په دې موده کې له دې کبله په وار وار ټاکنې ځنډولې چې لومړی باید د نوموړي په وینا امنیت تامین شي.

د هېټي ډېرو خلکو دومره اوږده موده له منتخب ولسمشر پرته د نوموړي پر حکومتوالۍ نیوکه کوله.‌

دمګړۍ پر وسله سمبالو ډلو د پلازمېنې پروتو پرېنس واټونه نیولي‌ او تېره اوونۍ یې مرکزي زندان مات کړ چې زرګونه بندیان ورسره وتښتېدل.

وسله والو ډلو د لومړي وزیر د استعفا غوښتنه کوله.

پورتو پرېنس او شاوخوا سیمه کې یې له یوې میاشتې راهیسې بېړنی حالت اعلان شوی او ګرځبندیز لګیدلی دی.

د اریل هېنري د ګوښه کېدو د پلان خبر لومړی د هېټي‌ د ټاکنو مخکیني وزیر 'ماتیاس پیرې' د بي‌بي‌سي له نیوز ټوډی پروګرام سره خبرو کې ورکړ.

هغه د خپل هېواد اوسنی وضعیت "ډېر ترینګلی" وباله.

ښاغلي پېري وویل "د پولیسو ځواک کمزوری دی او تر ۴۰ ډېرې حوزې یې ویجاړې شوې. پوځ ډېر محدود شمېر او غیر تجهیز دی؛ د بانډونو غړو د [پورتو پرېنس] ښار ډېرې مرکزي برخې او ځینې دولتي تاسیسات نیولي دي."

هغه زیاته کړه "ډېر ژر به د خلکو خواړه،‌ درمل او ... روغتیايي ملاتړ خلاص شي."

ښاغلی پیرې وايي، وسله وال بانډونه غواړي چې د واک د شراکت په نوې هوکړه کې برخه ولري او دا چې دا ډول سیاسي هوکړه د نړیوالو ځواکونو له ملاتړ پرته ممکنه نه ده.

د هېټې لومړی وزیر د دې لپاره کېنیا ته تللی و چې د وسله والو ډلو د بریدو پر وړاندې مقابله کې مرستې لپاره د نړیوالو امنیتي‌ ځواکونو د ورتګ د ماموریت هوکړه لاسلیک کړي.‌

خو بېرته خپل هېواد ته د هغه لېږدونکې الوتکه د هېټې پر نړیوال هوايي ډګر د دوامداره بریدونو له کبله کېنناستی شوه.

له تېرو څو ورځو راهیسې دا تمه وه چې ښاغلی هېنري به ښايي بالاخره استعفا وکړي.

د کارابین هېوادونو 'کاریکام' ټولنې خپل دریځ‌ روښانه کړی و او هغه دا چې دوی نوموړی ته په هېټي کې د ثبات د ټینګښت پر وړاندې د خنډ په سترګه ګوري، باید ګوښه شي او واک یوې انتقالي ‌شورا ته وسپاري.

سپینې ماڼۍ په پیل کې غوښتل چې ښاغلی هېنري بېرته هېټي ته وګرځي او د واک د انتقال پروسه وڅاري، خو په وروستیو ورځو کې د جګړې شدت په واشنګټن کې هم لیدلوری بدل کړی دی.‌

دا روښانه وه چې که د متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزارت او یا خپل ګاونډي ورسره ملاتړ ونه کړي، ښاغلی هېنري له ګوښه کېدو پرته بله لار نه لري.‌

د امریکا د حکومت یوه جګپوړي چارواکي ویلي، ښاغلي هېنري د ګوښه کېدو پرېکړه د تېرې جمعې پر ورځ کړې وه خو رسمي اعلان یې د خبرو لپاره ځنډولی و.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت هېټې ته د ملګرو ملتونو په ملاتړ او د کینیا په مشرۍ له استول کېدونکو امنیتي ځواکونو سره د سل میلیون اضافي ډالرو مرستې ژمنه کړې.‌

دمګړۍ د زر تنو سرتېرو د استول کېدو پرېکړه شوې.

امریکا د دې اضافي مرستې له ژمنې مخکې ویلي وو چې دغو ځواکونو ته ۲۰۰ میلیون ډالر او همدا راز هېټي کې بشري مرستو لپاره ۳۳ میلیون ډالرو ورکوي.‌