افغانستان کې له زدکړو محرومې نجونې څرنګه د کمو پیسو بدل کې په سختو کارونو بوختې دي؟

    • Author, محجوبه نوروزي
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

په لاس اوبدل شوې نازکې او ښایسته غالۍ په ښکلو رنګونو داسې ډيزاین شوې، چې نه یوازې په افغانستان بلکې بهر یې هم د ډېرو پېريدونکو پام جلب کړی. دا یوازې غالۍ نه دي بلکې هره غوټه کې یې یو بېل راز نغښتی دی.

پر دا ډ‌ول غالیو هغه کمکي لاسونه کار کوي، چې د کتاب پاڼې اړولو پر ځای یې اوس خپل راتلونکی د غالیو پر اوبدلو پورې تړلی دی. هر اوبدېدونکي تار د خاموش رنځ شاهدي ورکوله، هر ډيزاین د هغوی د هیلو انعکاس و چې اوس یې قسمت د تارونو منځ کې اېسار دی.

په ډېرې لېوالتیا د دې غالۍ په اوبدونکو پسې شوم او بالاخره د غالیو اوبدونکو په لټه د کابل لویدیځ دشت برچي سیمې ورسېدم، داسې ځای چې د ډېرو د ژوند څرخ په تار او خوارۍ چلېږي.

د ژمي په یوه سړه ورځ په داسې حال کې چې د کابل واټونه سپینو وارو پوښلي وو، یوې وړې کار خونې ته ننوتم.

دلته درې خویندې په یوه داسې کرایه شوې کور کې چې له ورایه ویجاړ ښکاریده، له خپلو عمر خوړلو مور او پلار او درې وروڼو سره اوسېدې. د کور یوه خونه د غالۍ اوبدلو پر مسلکي ځای بدله شوې، داسې ځای چې د جګړې او محرومیت تر منځ یې اوسېدونکو ته په سرپناه او هیلو بدل شوی.

له زدکړو د محرومیت درنه بیه

۲۲ کلنه شکیلا چې د وروڼو او خویندو مشره خور ده او په ښکاره د کلکې ارادې څښتنه ښکارېده، زموږ هر کلي ته راغله. نوموړې د لوړو زدکړو خوب درلود، خو اوس یې برخلیک دا دی چې د غالیو اوبدلو له لارې د خپلې کورنۍ ورځني خرڅ پوره کولو کې مرسته کوي.

شکیلې په ټيټ غږ د خپلو خاطرو او تجربو په اړه له موږ سره د زړه خواله شروع کړل.

"کله چې لس کلنه وم، غالۍ اوبدل مې زده کړل." نوموړې زیاته کړه "پلار مې په یوه پېښه کې ټپي شوی و او په داسې حال کې چې پر کور و، ماته یې دا هنر را زده کړ."

د دې نجلۍ په څېره کې چې په لس کلنۍ کې یې د خپلې کورنۍ لپاره د روزۍ ګټلو په پار د غالیو اوبدل زده کړل، پر ځان د باور څپې له ورایه ښکارېدې. "له غالیو اوبدلو پرته مو بل کار نه شوای کولای. بل کار هم نه پيدا کېده، او نه کومه دنده وه."

نوموړې چې د کابل په یخ ژمي کې د بخارۍ تر څنګ ناسته وه، له موږ سره د خپل ژوند خوږې ترخې شریکولې. "د ځینو ښځو چې مېړونو یې روږدي وو، د شتمنو کورونه پاکوي او مزدوري کوي خو ما مې مور ته اجازه ور نه کړه چې دا کار وکړي."

شکیلې هیله لرله یوه وکیله شي او ۱۸ کلنې خور ېې سمیرا بیا تمه لرله خبریاله شي، درېيمه خور یې چې مریم نومېږي او ۱۳ کلنه ده، له تحصیله ګرځول شوې او له نورو خویندو سره پر کور ناسته ده.

له دې سره دا درې خویندي په هغه څه کې چې له مجبوریته یې کوي، د استادۍ تر کچې مهارت ته رسېدلې دي.

کله چې د طالبانو حکومت پر نجونو او ښځو د کار او زدکړو په ګډون ګڼ بندیزونه ولګول، دغو دریو خویندو له غالیو اوبدلو پرته بله هېڅ لار نه لرله، داسې هنر چې اوس د دغې اته کسیزې کورنۍ د ژوند د پایښت پر مسلک بدل شوی.

دغو دریو خویندو د کور یوه کوټه پر وړې کار خونې بدله کړې ده، دلته د سهار په شپږو بجو کار پیلېږي او د شپې تر اتو بجو دوام کوي.

د غالیو هره اوبدېدونکې غوټه دوی ته یوه هیله ورکوي، خو له ډېرو قربانیو او فشار وروسته یې دغه سخت کار ته غاړه اېښې ده.

د شکیلا او خویندو له خوا اوبدل شوې یوه ۱۳ متره غالۍ هغه وخت ډېره مشهوره شوه، چې د قزاقستان په یوه نندارتون کې په ۱۸۰۰۰ ډالر وپلورل شوه.

"کله چې موږ ته زنګ راغی او له دې خبر شوو چې زموږ اوبدل شوې غالۍ د ډېرو خلکو پام خپل کړی او په ښه نرخ پلورل شوې، له زړه خوشحاله شوو."

خو شکیلا وايی، له دې ویاړ پرته د غالۍ لوړ نرخ د دوی په ګټه وټه څه اغېز نه دی کړی. ځکه په افغانستان کې څوک د داسې غالیو اخیستلو وس نه لري.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ مخکې شکیلا او خویندو یې په کابل کې د سیدالشهدا لیسه کې زدکړې کولې.

خو د ۲۰۲۱ کال مې کې د دوی پر ښوونځي له مرګوني برید وروسته، د دوی ژوند د تل لپاره بدل شو، درې پرلپسې چاودنو دلته ۹۰ کسان چې ډېری یې زده کوونکې نجونې وې، ووژلې او نږدې ۳۰۰ نورې ټپيانې شوې.

پلار یې چې له ورته پېښو یې اندېښنه لرله، خپلې لوڼې له ښوونځي ووايستلې.

سمیرا چې له هغې خونړۍ پېښې روغه وتلې وه، وايي اوس هم "د چاودنې یا ځانمرګي کلمې له اورېدو سره ډارېږي"

له دې پېښې وروسته د نوموړې ژبه بندېږي او سم تمرکز نه شي کولی.

دوی هیله لرله چې هېواد کې د امنیت له ټينګښت سره بېرته خپلو زدکړو ته دوام ورکړي.

سمیرې په ارماني بڼه موږ ته وویل، "ډېره هیله مې لرله چې خپل درسونه ووایم خو داسې ونشو، ما یوازې له اووم ټولګي پورې درس ووایه او وروسته مو په ښوونځي برید وشو."

سمیرا زیاتوي، "اوس چې امنیت ښه شوی، بمي چاودنې او انتحاري بریدونه کم شوې، خو ښوونځي لا هم بند دي او درس نه شو ویلی، همدې مجبوره کړې یوو چې له کوره کار وکړو."

د زدکړو مرکزونو بندېدل او دغالیو صنعت غوړیدا

د کابل په لوېدیځ کې د غالیو اوبدلو دوو کارخونو ته له تګ وروسته راته مالومه شوه چې څومره پېغلې او د کم عمر نجونې په غالیو اوبدلو بوختې دي.

د المک په نوم یوه کار خونه کې شاوخوا ۳۰۰ ښځو او نجونو په تنګه او تیاره فضا کې کار کاوه.

د دوی تر منځ داسې نجونې هم وې چې عمر یې ۱۴ یا ۱۵ کاله و، داسې نجونې چې مجبورې شوې خپل راتلونکی په درس او ټولګي کې نه بلکې غالیو اوبدلو او سختو کارونو کې وویني.

په یوه بله کارخونه کې ۱۲۶ پېغلې نجونې په رنګارنګ ۲۳ غالیو اوبدلو بوختې وې.

"د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې تړلې دي، موږ نجونې نور د درس ویلو حق نه لرو."

۱۹ کلنه صالحه حسیني وايي "موږ نجونې نور د زدکړو حق نه لرو اوسني شرایط موږ ته اجازه نه راکوي چې درس ووایو، همدا دلیل دی چې کار ته مو مخه کړې او غالۍ اوبدو."

نوموړې تر یوولسم ټولګي زدکړې کړې، درې میاشتې یې د مسلکي خبریالۍ کورس ویلی خو وروسته پرې د زدکړو مرکزونه تړل شوې.

په داسې حال کې چې افغان غالۍ په نړیوالو بازارونو کې ښه نوم او ښه نرخ لري خو خپله غالۍ اوبدونکو افغان نجونو او ښځو ته د دې لوړ نرخ کمه ګټه رسېږي.

غالۍ اوبدونکې وايي هره ورځ لس ساعته کار کوي او د هر متر مربع غالۍ اوبدلو بدل کې له ۲۷ تر ۳۰ ډالر (۲۱۰۰ افغانۍ) تر لاسه کوي.

خو د کار خونو یو شمېر څښتنان دا نرخ ردوي او وايي، کارګر اته ساعته کار کوي او د هر متر مربع غالۍ اوبدلو بدل کې ۴۷ ډالر (۳۳۰۰ افغانانۍ) مزدوري ورکول کېږي.

د المبک غالیو اوبدلو شرکت مشر نصیر احمد حسیني وايي، د طالبانوحکومت له راتګ وروسته یې پرېکړه وکړه چې د افغان نجونو او ښځو سالمې بوختیا لپاره، چې له زدکړو ګرځول شوې، درې کارخونې جوړې کړي.

نوموړی زیاتوي "زموږ په درېیو کارخونو کې شاوخوا ۶۰۰ ښځې او نجونې په کار بوختې دي."

ښاغلی حسیني وايي، د دوی "د شرکت ۹۰ سلنه کارګر داسې نجونې او ښځې دي چې له زدکړو محرومې شوې او اوس دلته په کار بوختې دي."

نصیر احمد حسیني دا هم وايي چې "له ۵۰ تر۶۰ سلنو دا غالۍ پاکستان ته صادریږي او نورې یې چین، امریکا، ترکیې، فرانسې، روسیې او نورو هېوادونو کې د مشتریانو غوښتنې پوره کوي."

ژمنتیا او هیلې

له ټولو ناخوالو سره سره، د دې نجونو ارادې، لکه د غالیو د همدې تارونو په څېر کلکې او نه ماتېدونکې ښکاري.

یوه شېبه مې، داسې یو ځای چې هرې خوا ته دوړې او د غالیو اوبدلو غږونه وو، ترې لرې شوم، داسې فکر مې وکړ چې د هغو نجونو منځ کې یم چې له ټولو سختیو سره سره بیا هم مسکا کوي.

په داسې حال کې چې شکیلا، سمیرا او مریم له زدکړو پاتې شوې دي، صالحه چې هیڅ خنډ يې مخه نه ده نیولې وايي، درې کاله یې انګریزي لوستې ده.

هغه وايي "که ښوونځي او پوهنتونونه تړلي هم وي، موږ به خپلې زدکړې روانې ساتو.‌غواړم یو وخت په افغانستان کې تر ټولو غوره روغتون جوړ کړم، او د نړۍ تر ټولو غوره ډاکټره شم."