تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغان مېرمنو د لاسي صنایعو انلاین بازار په غوړېدو دی؛ ډېر پېرېدونکي یې بهر مېشتي افغانان دي
د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د ښځو د لاسي صنایعو انلاین خرڅلاو مخ په زیاتېدو دی.
د دې خونې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې څه باندې څلوېښت سلنه ښځينه سوداګرې اوس خپل محصولات په انلاین بڼه پلوري.
په ۲۰۲۰ کال کې د کورونا ویروس له خپرېدو راوروسته په ټوله نړۍ کې ډېر خدمات، پېر او پلور او ان لویې راکړې ورکړې په انلاین ډول ترسره کېږي. په افغانستان کې که څه هم دا کاروبار نوی دی، خو وده یې هیله بښونکې ګڼل کېږي.
دانش د افغانستان د پکتیا اوسېدونکی دی چې اوس په جرمني کې اوسي.
دی وايي، د اخترونو، نوي کال او نورو دودیزو مراسمو لپاره یې د افغانستان د لاسي غاړې کالي په کار و، خو په جرمني کې یې د خوښې وړ نه شول موندلی.
هغه بيبيسي ته وویل، یوه ورځ یې دغسې کالي په کابل کې د یوې افغانې مېرمنې په انلاین پلورنځي کې وموندل او ویې پېرل:
"هغه افغاني لباسونه چې ما له افغانستان څخه انلاین راغوښتي وو، ډېره ښه کوالټي لري، ډېر بهترین جوړ شوي، په لاس لاندې. دلته چې کله عید یا نور مراسم وي، زه یې اچوم [اغوندم]."
بانکي محدودیتونه او نورې ننګونې
هیله مایار چې پخوا یې په کابل کې د افغان کالیو هټۍ لرله، وايي، اوس خپل توکي د انلاین او خواله رسنیو له لارې پلوري.
اغلې مایار وايي، ډېر تولیدات یې اغوستوکي لکه افغان دودیز کالي، په ځانګړي ډول لاسي غاړې او د ښځو چورمه یي کمېسونه دي، چې په کورونو کې یې نورې افغان مېرمنې ورته جوړوي او دا یې پلوري.
"په فزیکي توګه موږ نه شو کولای خپل تجارت اوس فعلآ مخته یوسو. زموږ لومړی ستونزه د دوکانونو د کرایې ده. [محصولاتو ته مو] د بازار نشتوالی دی، یعنی فعلآ دومره مشتریان نه لرو چې خپل تولیدات په ښه توګه او پر خپل وخت ور ورسوو."
اغلې مایار وايي، پخوا یې پېرودونکي په افغانستان کې دننه وو، خو په وروستیو کې یې په پرتلیز ډول بهرني مشتریان ډېر شوي دي.
"زما خپل ډېر تولیدات بهرنیو هېوادونو ته ځي. یعنې ډېر مشتریان مې په بهرنیو هېوادونو کې دي. امریکا ده، کاناډا ده، اسټرالیا ده، جرمني دی، ایران او پاکستان دي، همداسې هند او انګلستان دغو ټولو هېوادونو ته زما تولیدات ځي."
خو د نورو ستونزو تر څنګ په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت بانکي محدودیتونه هغه څه دي چې د افغان مېرمنو انلاین سوداګري یې اغېزمنه کړې ده.
دغو خنډونو سوداګرې مېرمنې اړې کړې، چې له خپلو بهرنیو مشتریانو د پیسو تر لاسه کولو نورې لارې چارې ولټوي.
دا لارې هغسې اسانه او بې کړاوه نه دي چې د انلاین سوداګرۍ له نامه سره ښايي.
خو افغانې سوداګرې اړې دي، چې د خپل کاروبار ژوندي ساتلو او د ګڼو کارکوونکو مېرمنو د ژوند څرخ څرخولو لپاره ورته مخه کړي.
یو شمېر افغان سوداګرو مېرمنو بيبيسي ته وویل، دوی له خپلو بهر مېشتو مشتریانو د حوالو او یا د خپلو بهر مېشتو خپلوانو او دوستانو د بانکي حسابونو له لارې پیسې تر لاسه کوي او په ځینو مواردو کې خو داسې هم شوي چې افغانستان مېشتو انلاین پلورونکو مېرمنو د خپلې هټۍ د مالي چارو مدیریت بهر مېشتي خپلوان ته سپارلی دی.
عادله مایار بیا په جرمني کې اوسي او هملته د افغانستان د دودیزو جامو انلاین کاروبار کوي.
نوموړې وايي د افغانستان جامې اوس په اروپايي هېوادونو، امریکا او نوره نړۍ کې ډېر ښه بازار لري او افغانان یې په ټولو محفلونو کې په ډېر ویاړ اغوندي.
د هغې په وینا کله چې د نورو هېوادونو خلک هم د افغانانو جامې وګوري، ډېرې یې خوښوي.
عادله وايي د افغان جامو په ګنډلو کې ښه وړتیا او تجربه لري، د هغو پلورلو لپاره یې انلاین پاڼه هم جوړه کړې، خو له دې کبله چې یوازې ده نو کاروبار یې "دومره ښه نه چلېږي."
د نوموړې په وینا، سوداګرو مېرمنو ته یې مشوره دا ده چې که دوه یا درې تنه سره یو ځای شي، نو انلاین کاروبار به یې ښه وده وکړي.
انلاین بازارونو ته لاسرسی
په هرته توګه د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، هېواد کې د ښځو انلاین سوداګري او کاروبار په غوړېدو دي.
د دې خونې مرستیالې فریبا نوري بيبيسي ته وویل: "له څلوېښتو تر پنځه څلویښت سلنه افغان سوداګرې مېرمنې انلاین بازارونو ته لاسرسی لري چې پر ویب پاڼو او د انسټګرام، فېسبوک او ټېک ټاک په څېر په ټولنیزو شبکو پر مخ وړل کېږي. د دوی انلاین سوداګرۍ په کوردننه او بهر ښه بازار موندلی دی."
د یادونې ده چې کورونا وبا په ټوله نړۍ کې د پېر او پلور د دودیزې بڼې او د اړتیا وړ توکو پسې بازار او هټیو ته د تګ په اړه د خلکو نظر بدل کړی دی.
د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د شمېرو له مخې دا مهال څه باندې لس زره ښځې د سوداګرو مېرمنو په توګه له دوی سره ثبتې دي.
د سرچینې په وینا د هغو مېرمنو شمېر هم لسګونو زرو ته رسېږي چې کوچني کاروبارونه کوي، خو له دوی سره ثبتې نه دي.