د هغې افغانې مور کیسه چې څلور کلن ماشوم یې له ترکیې افغانستان ته شړل شوی

    • Author, محجوبه نوروزي
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

کله چې ۲۵ کلنه عزیزه اکبریان خپل مېړه سره له افغانستانه د ترکیې په تکل روانه شوه، انګېرنه یې دا وه چې ژوندانه کې یې شته ټول محدودیتونه او خنډونه لرې او هوسا به شي. خو به دې نه پوهېده چې برخلیک به یې څه راز یوه سخت حالت سره مخ کړي.

عزیزه چې د خپلو اوښکو مخه نشي‌ نیولی وايي،‌ د ۲۰۲۴ میلادي کال په مې کې "یوه ورځ‌ کور ته راغلم، و مې کتل چې زوی او مېړه مې دواړه په کور کې نشته. ټیلیفون مې ورته وکړ خو بند و. د کډوالو له ادارې او پولیسو سره مې تماس ونیوه خو هېچا ته یې مالومات نه وو."

د عزیزې مېړه یو میاشت وروسته، نیمروز کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې ورته زنګ وواهه او ویې ویل چې د ترکیې پولیسو دی او د دوی څلور کلن زوی د ایران له لارې افغانستان ته استولی.

عزیزه اکبریان له هغو سلګونو ښځینه هنروالو، سندرغاړو او فعالانو یوه ده چې وایي د افغانستان سخته دودیزه او مذهبي ټولنه کې له "ډېرېدونکي‌ ګواښ" سره مخ وه او د ۲۰۲۱ کال په اګست کې چې بیا ځلې واک ته د طالبانو رسېدو په تړاو اندېښنې ډېرې وې، له افغانستانه ووته.

عزیزې او مېړه یې دواړو ترکیه کې د اوسېدو یو کلن سند (کیملیک) ترلاسه کړی و او اړ و چې هر کال یې باید نوی کړي.

د ترکیې په قیصري ښار کې یې زوی پیدا شو او هلته يې نوي‌ ملګري‌ وموندل.‌

عزیزې د نورو کډوالو ترڅنګ ترکي او انګریزي یادوله، د موسیقۍ د زده کړې ټولګیو ته هم تلله.

له ۴ کلن ماشوم د مور بېلتون

"د یوې کوچنۍ کورنۍ په توګه مو خوشحاله ژوند درلود. هر ورځ‌ به مې آرمین جان د باندې بوته. لوبې به مو سره کولې. اوونۍ کې یو ځل،‌ کله چې به یې پلار له کاره را ستون شو، رستورانت به تللو. زما یوازینۍ خوښی آرمین او پلار یې و."

خو دا خوښي په یوه شېبه کې ترې واخیستل شوه.‌ د نورو زرګونو افغان کډوالو په څېر دوی هم ترکیه کې له یوه ښاره بل ته د سفر اجازه نه لرله. دوی اړ و هره میاشت د کډوالو ادارې ته ورشي خو سره له دې ټولو وايي له خپل "ژوند راضي و."

عزیزه خپلې اوښکې پاکوي‌ او وايي، "لږ تر لږه زه لویه یم او ښايي په دې وتوانېږم چې ‌د خپل زوی لرېتوب وزغمم.‌ خو زما ۴ کلن زوی یې نشي زغملی. هغه ته رواني ستونزه پیدا شوې،‌ هره ښځه چې ګوري داسې انګېري چې مور یې ده."

اوس دا ځوانه مېرمن چې ځان، خپلې کورنۍ او زوی لپاره یې ډېرې هیلې لرلې، یوازې ژوند کوي او په خپله هم "له رواني ستونزو" کړېږي.

افغانستان ته د ۴ کلن ماشوم او پلار ستنول

ترکیې په ۲۰۲۴ کال کې د ناقانونو کډوالو د شړلو عملیات ګړندي‌ کړل او ان ځینو هغو افغانانو هم د پولیسو له ناوړه چلنده سر ټکاوه چې دغه هېواد کې د اوسېدو اسناد یې لرل. ځینې دغه کډوال ادعا کوي‌ چې د "داوطلبانه ستنېدو" هوکړې لاسلیک کولو ته اړ او بېرته افغانستان ته شړل شوي.

پر هغه ورځ‌ چې پولیسو د عزیزې مېړه ونیوه، د کډوالۍ خپل سند یې کور کې پرېښی و. پولیسو دی او د ده زوی د سلګونو نورو افغان کډوالو په څېر د ایران له لارې افغانستان ته واستول.

عزیزه وايي‌ د کډوالو ادارې ورته وویل چې "دوی هره اوونۍ سلګونه کډوال بېرته ستنوي نو د ځانګړو مواردو په تړاو ځواب ویونکي‌ نه دي."

د ترکیې حکومت له پناه غوښتونکو سره د پولیسو د ناوړه چلند په تړاو د بي‌ بي‌ سي‌ پوښتنې ځواب نه کړې. همدا رانګه یې د عزیزې د ماشوم زوی د ستنولو په اړه هم زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت یوه چارواکي‌ بي‌ بي‌ سي‌ ته تائید کړه چې تېرو شپږو میاشتو کې ترکیې لږ تر لږه ۱۲ زره افغان کډوال یوازې هوا له لارې بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

‌د دغو کډوالو لویه برخه اروپايي‌ هېوادونو ته تلل او یا هم ترکیې د کار لپاره تللي وو.

" پلار مې په لومړیو کې د موسیقۍ په ډله کې زما د غړیتوت ملاتړ کاوه"

عزیزه د صلصال په نامه د بامیانیو نجونو د لومړنۍ موسیقي ډلې غړې وه.

له اتو نجونو د موسیقۍ جوړې دغې ډلې، د بامیانو په کچه او آن له افغانستان بهر سیمه ییزې او هغه سندرې ویلې چې هېرې شوې وې.‌ د دغو سندریزو نندارو پر مهال به د نجونو دودیزې هزارګۍ جامې پر تن وې.‌

عزیزه وايي "په لومړیو کې مې پلار ملاتړ کاوه، خو وروسته له هغه چې زموږ د کور پر وره ولیکل شول چې د نڅاګرې کور ته ښه راغلاست، د پلار سوچ مې بدل شو او زه یې له کوره وشړلم."

د موسیقۍ دا ډله، مشهور دنبوره غږونکي‌ ناصر سروش وروسته له هغه جوړه کړه چې بامیان ۲۰۱۵ کال کې د سوېلۍ اسیا د سیمه ییزو همکاریو د ټولنې (سارک) لومړنۍ فرهنګي‌ پلازمېنه اعلان شوه.

هغه د نجونو د دغې موسیقۍ ډلې نوم صلصال کېښود چې د بامیان په زړه کې د بودا له دوو مجسمو د یوې نوم دی.

د صلصال او شهمامه په نومونو د بودا دوه مجسمې چې د درېیې او اوومې میلادي پیړیو ترمنځ د غره په زړه کې توږل شوې وې،‌ خو۲۰۰۱ کال کې طالبانو په چاودېدونکو توکو او د ټانک په ډزو ونړولې.

افغانستان ته د یوې سندرغاړې بېرته ستنېدل "لوی خطر" دی

په بامیانو او بیا په ټول هېواد کې د دغې موسیقۍ ډلې د شهرت له ډېرېدو سره یې غړو ته "ګواښونه" هم ډېر شول.

که څه هم دغې نوې او اماتورې ډلې "ډېر هڅونکي لرل"،‌ خو مشر یې ناصر سروش او د ډلې نور غړي "پرلپسې د خواله رسنیو له لارې ګواښل کېدل."

عزیزه وايي،‌ "کله چې به موږ پر دریځ‌ سندرې ویلې،‌ پر موږ به یې د ډبرو ګوزارونه کول."

که څه هم د کمکي آرمین لرېتوب دې ځوانې مور لپاره ډېره سخته ده، خو وايي‌ افغانستان ته بېرته ستنېدل ورته ناشوني‌ دي.

هغه زیاتوي، "افغانستان ته د یوې سندرغاړې بېرته ستنېدل راته ستر خطر دی،‌ نشم کولای ځان خطر ته ورکړم. پوهېږم زوی مې را نه لېرې دی،‌ لږ تر لږه زه خو ژوندۍ یم."

د دغې جلا کړل شوې کورنۍ یوازېنۍ هیله اوس د وېډیو له لارې خبرې کول دي،‌ هغه هم هغه مهال چې افغانستان کې د برېښنا پرچاوۍ او کمزوری انټرنټ‌ یې فرصت ورکړي.