انځوریز رپوټ: غزه کې د جګړې یو کال پوره شو

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اومه، د فلسطین د حماس غورځنګ پر اسرائیلو پراخ ناڅاپي بریدونه وکړل.‌

د حماس برید کې نژدې ۱۲۰۰ تنه ووژل شول او ۲۵۰ نور اسرائیلیان یرغمل شول او غزې تړانګې ته ولېږدول شول.

اسرائیلو یې په غبرګون کې پر هماغه ورځ پر غزه پراخ بریدونه وکړل، دا دی د جګړې ټیک یو کال پوره کېږي.

په دې یوه کلنه جګړه کې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو په کور د ننه او بهر له لاریونونو سره مخامخ دی چې ولې له حماس سره د یرغمل شویو د تبادلې لپاره معامله نه کوي،‌ لاریونیان دی له واکه لیرې کېدل او له وخت مخکې د ټاکنو ترسره کېدل هم غواړي.

د ۲۰۲۴ کال جولای کې اسرائیلو د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه وواژه،‌ نوموړی تهران ته په یوه سفر تللی و چې په نښه شو. دا یوازې پر حماس برید نه، بلکې پر ایران هم برید ګڼل شوی.

د یوه کال په جریان کې د اسرائیلو بریدونو غزه تړانګه ټوټې ټوټې کړه او دې سیمې ته په ټول تاریخ کې دومره ویجاړي نه وه اوښتې.

د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت په وینا، پر غزه د اسرائیلو د بریدونو له پیل راهیسې نژدې ۴۲،۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

حماس د لنډ وخت لپاره یحیی سنوار د اسماعیل هنیه ځایناستی وټاکه، چې د څارونکو په اند دا د دغه غورځنګ د ټینګ هوډ او ځواک نښه ګڼل کېږي.

د غزې تړانګې له کابو ۲،۳ میلیون وګړو تقریبا ټول یې بې‌کوره شوي او ځینې یې څو ځله له خپلو مېنو او مېشت‌ځایونو بې‌ځایه شوي دي.