انځوریز رپوټ: غزه کې د جګړې یو کال پوره شو

د عکس سرچینه، EPA
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اومه، د فلسطین د حماس غورځنګ پر اسرائیلو پراخ ناڅاپي بریدونه وکړل.

د عکس سرچینه، AP
د حماس برید کې نژدې ۱۲۰۰ تنه ووژل شول او ۲۵۰ نور اسرائیلیان یرغمل شول او غزې تړانګې ته ولېږدول شول.

د عکس سرچینه، Reuters
اسرائیلو یې په غبرګون کې پر هماغه ورځ پر غزه پراخ بریدونه وکړل، دا دی د جګړې ټیک یو کال پوره کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په دې یوه کلنه جګړه کې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو په کور د ننه او بهر له لاریونونو سره مخامخ دی چې ولې له حماس سره د یرغمل شویو د تبادلې لپاره معامله نه کوي، لاریونیان دی له واکه لیرې کېدل او له وخت مخکې د ټاکنو ترسره کېدل هم غواړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۲۴ کال جولای کې اسرائیلو د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه وواژه، نوموړی تهران ته په یوه سفر تللی و چې په نښه شو. دا یوازې پر حماس برید نه، بلکې پر ایران هم برید ګڼل شوی.

د عکس سرچینه، AFP
د یوه کال په جریان کې د اسرائیلو بریدونو غزه تړانګه ټوټې ټوټې کړه او دې سیمې ته په ټول تاریخ کې دومره ویجاړي نه وه اوښتې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت په وینا، پر غزه د اسرائیلو د بریدونو له پیل راهیسې نژدې ۴۲،۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
حماس د لنډ وخت لپاره یحیی سنوار د اسماعیل هنیه ځایناستی وټاکه، چې د څارونکو په اند دا د دغه غورځنګ د ټینګ هوډ او ځواک نښه ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، AFP
د غزې تړانګې له کابو ۲،۳ میلیون وګړو تقریبا ټول یې بېکوره شوي او ځینې یې څو ځله له خپلو مېنو او مېشتځایونو بېځایه شوي دي.






















