د پاکستان سترې محکمې د ټاکنو ځنډېدو پرېکړه غیر قانوني وبلله

د خپرېدو وخت

د پاکستان سترې محکمې پنجاب او خیبرپښتونخوا کې د ټاکنو ځنډولو پرېکړه غیر قانوني وبلله.

د قاضي القضات عمر عطا بندیال په مشرۍ د قاضیانو درې کسیز بورډ حکم کړی چې پنجاب کې دې ټاکنې د اکتوبر د اتمې پر ځای د را روانې 'می' میاشتې پر ۱۴مه وشي.

خو محکمې دمګړۍ خیبرپښتونخوا کې د ټاکنو ځنډېدل نه دي لغوه کړي او ویلي یې دي‌ چې په دې اړه به په مناسب وخت کې پرېکړه کېږي.

پنجاب او خیبرپښتونخوا کې د ټاکنو ځنډېدو پرېکړه د پاکستان د ټاکنو کمېسیون کړې او د دغه هېواد حکومت یې هم ملاتړ کړی و.

واکمن اېتلاف کې شاملو ګوندنو ویلي و چې په ټول هېواد کې باید په یوه ورځ ټاکنې وشي.

خو د مخکیني لومړي وزیر عمران خان تحریک انصاف ګوند بیا د دې پرېکړې مخالفت او په دې اړه محکمې ته شکایت کړی و.‌

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د روانې اوونۍ پیل کې دا ګواښ هم وکړ چې که ټاکنې په ۹۰ ورځو کې دننه دننه ونه شي، نو د ګوند غړي‌ او پلویان به یې په پراخو احتجاجونو لاس پورې کړي.

د پاکستان قاضي القضات په مشرۍ دغه بورډ‌ ویلي چې د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو د ځنډولو پرېکړې سره له خپلو صلاحیتونو تېری کړی.‌

د تحریک انصاف ګوند یوه مشر فواد چودري د محکمې دغه حکم د قانون بریا بللې او خلکو ته یې مبارکي ویلې ده.

هغه د ټویټ یوه پوست کې لیکلي 'د سترې محکمې پرېکړه د هر پاکستاني وګړي د حقونو پرېکړه ده.'

د پاکستان سترې محکمې حکومت ته حکم کړی چې د روانې اپرېل میاشتې تر ۱۰ مې ټاکنو لپاره ۲۰ میلیارد کلدارې ځانګړې کړي او د ټاکنو کمیسیون ته یې ویلي چې د اپریل تر ‍۱۱مې د بودېجې څرنګوالي په اړه رپوټ ور وسپاري.‌

د قاضیانو دغه بورډ‌ همدا راز ویلي که دغه بودیجه برابره نه شي، نو محکمه به نور ځانګړي احکامات صادر کړي.‌

محکمې پر دې سربېره پنجاب کې ټاکنو لپاره د امنیتي چمتووالي لارښونه هم کړې او ویلي یې دي‌ چې امنیتي پلان دې د اپریل تر ۱۷ مې د ټاکنو کمېسیون ته وسپارل شي.‌

د یادونې ده چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او واکمن اېتلافي حکومت کې نورو شاملو ګوندونو ویلي چې د سترې محکمې پر دغه درې کسیز بورډ بې باوره دي.

شهباز شریف پرون (دوشنبه) قامی اسمبلۍ ته ویلي و چې د قاضیانو د دغه بورډ‌ پرېکړه له قانون سره ټکر کې ده.

هغه وويل،‌ ښه به دا وي چې ښاغلي بنډیال په دې اړه د سترې محکمې د قاضیانو عمومي ناسته کې پرېکړه وکړي.

دغه بورډ‌ کې لومړی د سترې محکمې ۵ قاضیان شامل وو خو قاضي امین الدین او قاضي جمال خان مندوخیل ترې وروسته لار جلا کړه.‌