د پاکستان سترې محکمې د ټاکنو ځنډېدو پرېکړه غیر قانوني وبلله

د پاکستان سترې محکمې پنجاب او خیبرپښتونخوا کې د ټاکنو ځنډولو پرېکړه غیر قانوني وبلله.
د قاضي القضات عمر عطا بندیال په مشرۍ د قاضیانو درې کسیز بورډ حکم کړی چې پنجاب کې دې ټاکنې د اکتوبر د اتمې پر ځای د را روانې 'می' میاشتې پر ۱۴مه وشي.
خو محکمې دمګړۍ خیبرپښتونخوا کې د ټاکنو ځنډېدل نه دي لغوه کړي او ویلي یې دي چې په دې اړه به په مناسب وخت کې پرېکړه کېږي.
پنجاب او خیبرپښتونخوا کې د ټاکنو ځنډېدو پرېکړه د پاکستان د ټاکنو کمېسیون کړې او د دغه هېواد حکومت یې هم ملاتړ کړی و.
واکمن اېتلاف کې شاملو ګوندنو ویلي و چې په ټول هېواد کې باید په یوه ورځ ټاکنې وشي.
خو د مخکیني لومړي وزیر عمران خان تحریک انصاف ګوند بیا د دې پرېکړې مخالفت او په دې اړه محکمې ته شکایت کړی و.
د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د روانې اوونۍ پیل کې دا ګواښ هم وکړ چې که ټاکنې په ۹۰ ورځو کې دننه دننه ونه شي، نو د ګوند غړي او پلویان به یې په پراخو احتجاجونو لاس پورې کړي.
د پاکستان قاضي القضات په مشرۍ دغه بورډ ویلي چې د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو د ځنډولو پرېکړې سره له خپلو صلاحیتونو تېری کړی.
د تحریک انصاف ګوند یوه مشر فواد چودري د محکمې دغه حکم د قانون بریا بللې او خلکو ته یې مبارکي ویلې ده.
هغه د ټویټ یوه پوست کې لیکلي 'د سترې محکمې پرېکړه د هر پاکستاني وګړي د حقونو پرېکړه ده.'
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د پاکستان سترې محکمې حکومت ته حکم کړی چې د روانې اپرېل میاشتې تر ۱۰ مې ټاکنو لپاره ۲۰ میلیارد کلدارې ځانګړې کړي او د ټاکنو کمیسیون ته یې ویلي چې د اپریل تر ۱۱مې د بودېجې څرنګوالي په اړه رپوټ ور وسپاري.
د قاضیانو دغه بورډ همدا راز ویلي که دغه بودیجه برابره نه شي، نو محکمه به نور ځانګړي احکامات صادر کړي.
محکمې پر دې سربېره پنجاب کې ټاکنو لپاره د امنیتي چمتووالي لارښونه هم کړې او ویلي یې دي چې امنیتي پلان دې د اپریل تر ۱۷ مې د ټاکنو کمېسیون ته وسپارل شي.

د عکس سرچینه، SUPREME COURT OF PAKISTAN
د یادونې ده چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او واکمن اېتلافي حکومت کې نورو شاملو ګوندونو ویلي چې د سترې محکمې پر دغه درې کسیز بورډ بې باوره دي.
شهباز شریف پرون (دوشنبه) قامی اسمبلۍ ته ویلي و چې د قاضیانو د دغه بورډ پرېکړه له قانون سره ټکر کې ده.
هغه وويل، ښه به دا وي چې ښاغلي بنډیال په دې اړه د سترې محکمې د قاضیانو عمومي ناسته کې پرېکړه وکړي.
دغه بورډ کې لومړی د سترې محکمې ۵ قاضیان شامل وو خو قاضي امین الدین او قاضي جمال خان مندوخیل ترې وروسته لار جلا کړه.






















