پاکستان کې د ټاکنو په تړاو د سترې محکمې پرېکړه سبا ته وځنډېده؛ شهباز شریف یې مخالفت کړی

جج

د عکس سرچینه، Supreme Court of Pakistan

د خپرېدو وخت

د پاکستان سترې محکمې په خیبرپښتونخوا او پنجاب کې د ټاکنو ځنډولو خلاف د تحریک انصاف ګوند د شکایت په اړه پرېکړه سبا ته ځنډولې ده.

په دې اړه پرېکړه د پاکستان د قاضي القضات عمر عطا بنډیال په مشرۍ د قاضیانو یو درې کسیز بورډ کوي.‌

دوی له قاضي امین الدین او قاضي جمال خان مندوخیل سره له پنځه کسیز بورډه را جلا شوي‌.‌

بلخوا د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یو ځل بیا د ټاکنو ځنډېدو په اړه د قاضیانو د دغه درې کسیز پلاوي پر هلو ځلو بې باوري ښودلې.

هغه ویلي د دغه بورډ پرېکړه له قانون سره سل پر سله ټکر کې ده.‌

شهباز شریف دوشنبه د قامي اسمبلې غونډې ته وويل،‌ ښه به دا وای چې ښاغلي بنډیال په دې اړه د سترې محکمې د قاضیانو عمومي ناسته کې پرېکړه کړې وی.

عمران خان

د عکس سرچینه، PTI

د عکس تشریح، عمران خان خبرداري ورکړی چې که ټاکنې ونه شي، د ګوند غړي او پلویان به یې واټونو ته راووځي

د یادونې ده چې د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان اوسني واکمن اېتلاف کې شاملو ګوندونو روانه اوونۍ په یوه ګډه غونډې کې پرېکړه وکړه، چې ټول هېواد کې باید ټاکنې پر یوه ورځ وشي.

دغو ګوندونو دا هم ویلي وو چې نور د سترې محکمې پر درې کسیز بورډ باور نه لري.

خو تحریک انصاف ګوند بیا پنجاب او خیبرپښتونخوا کې د ټاکنو له ځنډېدو سره موافق نه دی.‌

د دغه ګوند مشر عمران خان خبرداری ورکړی چې که ۹۰ ورځو کې دننه دننه ټاکنې ونه شي، نو د ګوند غړي‌ او پلویان به یې په پراخو احتجاجونو لاس پورې کړي.

هغه ان پر دې هم شک ښودلی چې اوسنی حکومت دې په اکتوبر کې ټولټاکنې وکړي.