د هند یوه ایالت کې له دې وروسته زړې ونې هم تقاعد ترلاسه کوي

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

تاسې به ډېر ځله اورېدلې وي، چې زړو خلکو ته د حکومت له خوا تقاعد ورکول کېږي، خو آیا داسې مو هم کله اورېدلي چې زړې ونې دې هم تقاعد ترلاسه کړي؟

ښايي د دې رپوټ په لوستلو حیران شئ، خو اوس د هند د پنجاب په ګاونډ کې د هریانا ایالتي حکومت هغه ونو ته چې عمر یې له ۷۵ کلونو لوړ وي د تقاعد ترلاسه کولو یوه طرحه جوړه کړې.

د دې طرحې نوم ( Pran Vayu Devata Yojana) دی، چې موخه یې "د زړو ونو ساتنه ده."

د هریانا ایالت د ځنګلونو د ادارې یوه لوړ پوړي چارواکي جي کومار ویلي، دا طرحه د هغو ونو په اړه عملي کېږي چې لږ تر لږه ۷۵ کاله عمر ولري.

هغه ویلي دغو ونو ته به په میاشت کې ۲۷۵۰ روپۍ تقاعد ورکول کېږي.

کومې ونې به تقاعد ترلاسه کوي؟

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

په هریانا کې د دې ونو د شمېر مالومولو لپاره یوه سروې شوې.

د دې تر څنګ له هغو کسانو هم غوښتنلیکونه غوښتل شوي، چې په خپلو ځمکو کې دا ډول ونې لري او ساتنه یې کوي.

د جي کومار په وینا: "په ایالت کې د ۳۸۱۰ دا ډول ونو لپاره د تقاعد ورکړې غوښتنلیکونه را استول شوي، چې له دې ډلې ۱۱۲ یې د تقاعد لپاره غوره شوي دي."

په دغو ونو کې هغه ونې هم شاملې دي چې هند کې له مذهبې پلوه ارزښت لري.

جي کومار همدا راز ویلي: "د دې کار یوه ګټه دا ده چې اړوند خلک به له حکومته د یو څه مالي مرستې له ترلاسه کولو سره وکولی شي د دې ونو ښه ساتنه وکړي."

د ونو د عمر مالومول

هند

د عکس سرچینه، KAMAL SAINI

د هریانا ایالت د ځنګولو اداره وايي، د ونو د عمر د مالومولو لپاره یې د کلي د مشرانو او شوراګانو یوه کمېټه جوړه کړې او تر څنګ یې د ځنګلونو د ساتنې له ادارې هم مرسته اخیستل شوې.

جي کومار وايي: "دا ونې زمونږ لپاره زمونږ د مشرانو په څېر دي. زمونږ په کلي کې یوه ونه د هند او پاکستان له جلا کېدو مخکې په عمر ده."

نوموړي وویل: "پخوا به مو اورېدل چې نورو هېوادونو کې ۵۰۰ کلنې ونې شته، اوس به مونږ هم دا ویلی شو چې په خپل هېواد کې دا ډول زړې ونې لرو. دا زړې ونې باید وژغورل شي. زمونږ ویاړ دی."

کله چې د کلي شوراګانې له دې دولتي طرحې خبرې شوې، د دغو ونو د ساتنې مسولیت یې پر غاړه واخیست.

د دغه شورا یوه غړي ویلي، کلی کې یې پنځه داسې ونې شته چې په دې طرحه کې شاملې دي.

"د تقاعد اندازه باید لوړه شي"

د کلي شورا ګانې وايي، حکومت باید ونو ته د تقاعد ورکړې اندازه لوړه کړي.

د رامبا د کلي د شورا غړی ګرپرېت سېنګ وايي، د خپلواکۍ اخیستو وروسته یې کلي کې یوه ونه نال شوې او کلیوال د دې ونې ډېر درناوی کوي.

نوموړي ویلي:"کله چې کوم جشن وي کلیوال څراغونه روښانه کوي او د دې ونو عبادت کوي."

د ځنګلونو د ساتنې ادارې چارواکي جی کومار ویلي، زړې ونې د ګډ میراث برخه او د ژوند لپاره د اکسیجن اصلي سرچینه ده.

"دا ډول ونې د انسان د ژوند او چاپیریال لپاره ډېرې مهمې دي باید ساتنه یې وشي."