د هغه پلار کیسه چې زوی یې له ډوبېدو وژغوره خو خپله په سیند لاهو شو

د عکس سرچینه، KATIE MACDONALD
د انګلستان د وېسټ مېرسي سمندرغاړې ته په چکر تللي یوه پلار خپل درې کلن زوی په سیند کې له ډوبېدو وژغوره خو خپله ژوندی را بهر نه شو.
د ډېوېډ کول په نوم د دغه دېرش کلن سړي ملګرې کېټي مکډونلډ اوس د ویر پر ټغر ناسته ده.
اغلې کېټي وايي، د جون پر یوولسمه نېټه یې ملګری او درې کلن زوی د سمندر په څپو کې ایسار شوي وو.
دغه پلار هڅه کوله چې خپل زوی له ډوبېدو وژغوري او د هغه سر یې له اوبو بهر نیولی و خو په خپل ځان یې لوبې وکړې او بېرته د ساه اخیستلو فرصت ورته برابر نه شو.

د عکس سرچینه، KATIE MACDONALD
اوس یې ملګرې د لایف بوټ یا د آر.اېن.ایل.آی په نوم د هغه بنسټ لپاره د چندې راټول پیل کړي چې د داسې پېښو پر مهال خلک له ډوبېدو ژغوري.
کېټي له دې ادارې مننه کړې او ویلي یې دي چې هڅې یې د ستایلو دي.
"سخته وي چې د زړه ټوټې دې ډوبېږي خو ته بې وسه وې"

د عکس سرچینه، STUART HOWELLS/BBC
د بریتانیا هرټ فورډ شایر اوسېدونکې دغه کېټي مکډونلډ وايي چې د دې پېښې پر مهال ځان ډېر بې وسه ورته ښکاره شو.
دا زیاتوي، "هر څه ډېر بوږنوونکي وو، دا ډېره سخته ده چې په تا ګران کسان په ستونزه کې وي خو ته مرسته نه شې ورسره کولای. د بې وسۍ هغه شېبې ډېرې سختې وې"
کېټي وايي، "د لایف بوټ عملې زما د ملګري د ژغورلو او زما د درې کلن زوی د رایستنې په برخه کې ډېره هڅه او مرسته وکړه. که د دوی کمک نه وای ښايي زما زوی هم په سیند لاهو او مړ شوی وای"

د عکس سرچینه، STUART HOWELLS/BBC
دې د خپل ملګري ښېګڼې بیان کړې او ویې ویل، "ډېوېډ ډېر ښه انسان و، د اولادونو لپاره تر ټولو ښه پلار و. له خپلو وړو سره به وړوکی شو او د هغوی د خوشالو او ساعتېری لپاره به یې هره هڅه کوله"
کېټي همدا راز د هغه د خوارۍ مزدورۍ یادونه هم وکړه او په وینا یې، "هغه په خپل کار کې ډېر محنت کاوه او هڅه یې کوله چې موږ د هېڅ شي کمی احساس نه کړو، د ژوند هره اړتیا یې پر ځای کوله. هغه داسې قهرمان دی چې د زوی د ژغورلو لپاره یې پخپل ځان لوبې وکړې"
د لایف بوټ خیریه بنسټ له دې کورنۍ مننه کړې چې چنده ورته راټولوي.
د کېټي او ډېوېډ کورنۍ د پیسو راټولو لپاره یوه ژوندۍ پاڼه رامنځ ته کړې چې په یوازې شپږو ورځو کې یې شاوخوا درې نیم زره پاونډه راټول کړي دي.






















