افغان محمد سید په نیو مکسیکو کې د کمین په بڼه په ډزو محکوم شو

د عکس سرچینه، POLICE HANDOUT
یو افغان کډوال دوه کاله وړاندې د امریکا په نیو مکسیکو ایالت کې پر مسلمانانو د ډزو له درېیو د کمین په بڼه وژونکو بریدونو په یوه کې د قتل په تور محکوم شوی دی.
۵۳ کلن محمد سید د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۲۶ مه د ۴۱ کلن افتاب حسین د وژلو په جرم په عمري بند له محکومېدو سره مخامخ دی. هغه لا هم د دوو نورو وژنو په تور محاکمه کېږي.
درې قربانیان هر یو د څو اونیو په اوږدو کې په البوکرک کې په ډزو ویشتل شوي موندل شوي.
دغو وژنو د ښار په مسلمانانو کې پراخه وېره خپره کړه. پولیس وايي، مشکوک سید څو کاله مخکې له افغانستان نه امریکا ته تللی دی.
په محاکمه کې واورېدل شوه چې سید کلاشنیکوف درلود کله چې هغه د ځینو بوټو تر شا پر ښاغلي حسین ډزې وکړې.
د البوکرک ژورنال راپور ورکو چې څارنوالانو وویل، د قرباني بدن د ۱۱ ننوتلو ټپونو په مټ "ویجاړ شوی" دی.
په محاکمه کې د ګرځنده تیلېفون ډیټا ولیدل شوه چې سید د ډزو پرمهال په سیمه کې و.
د بالستیک ماهر شاهدي ورکړه چې د پېښې ځای کې پوښ او مرمۍ د سید د بسترې لاندې له موندل شوې وسلې سره سمون لري.
مدافع وکیلانو استدلال وکړ داسې کوم ثبوت نشته چې سید دې واقعا د وسلې ماشه کش کړې وي. دوی وویل چې له دوو نورو محاکمو وروسته به استیناف غوښتنه وکړي.
سید شاهدي نه ده ورکړې او دفاع ته یې هېڅ شاهد نه نه دی رابلل شوی.

د عکس سرچینه، REUTERS
څارنوالانو د محاکمې په پای کې ومنله چې د سید انګېزه لا څرګنده نه ده.
هېڅ داسې شواهد نه دي وړاندې شوي چې هغه دې د ډزو دمخه له افتاب حسین سره اړیکه نیولې وي.
د ولسوالۍ مرستیال څارنوال ډیویډ وایمیر د دوشنبې په ورځ له محکمې بهر وویل: "لکه څنګه چې موږ کولی شو په ښه توګه ووایو، دا کېدای شي د ځنځیرهيي وژونکي قضیه وي چېرې چې یو انګیزه یوازې دوی ته معلومه ده او نه هغه څه چې موږ پرې پوهېدلی شو."
سید په دې هم تورن دی چې ۲۷ کلن محمد افضل حسین یې د ۲۰۲۲ کال د اګست په لومړۍ نېټه موټر کې په ډزو وژلی.
هغه به د ۲۵ کلن نعیم حسین د وژنې په تور هم محاکمه شي، چې د اګست په ۵ مه په خپل موټر کې دننه په ډزو وژل شوی و.
ښاغلى حسين په دې وروستيو کې د امريکا تبعه شوى و او د ډزو د دوو نورو قربانيانو په جنازه کې يې گډون کړى و، مخکې له دې چې دی خپله قرباني وګرځي.
دوه ورځې وروسته له هغه چې پولیسو د سید د موټر عکس خپور کړ، د اګست په نهمه نوموړی ونیول شو.





















