امریکا د عراق او سوریې پر پوله د ایراني تېلو پر لېږدوونکو موټرو د برید رپوټونه رد کړل

Iran

د عکس سرچینه، IRNA

د خپرېدو وخت

د امریکا پوځ هغه رپوټونه رد کړل چې وايي بې پیلوټه الوتکو یې د عراق او سوریې پر پوله د ایران د تېلو پر لېږدوونکو موټرو بریدونه کړي.

خو دوی دا منلې چې په دې سیمه کې چاودنې شوې.

د دغو بریدونو ادعا عراق کې د ایران له ملاتړه برخمنو ملېشو ته ځینو نږدې سرچینو کړې وه.‌

دوی چارشنبې سهار وختې د عراق او سوریې سرحدي سیمه کې د دغو چاودنو څو تصویرونه هم خپاره او ویلي چې بې پیلوټه الوتکو د ایران د تېلو پر هغو لېږدوونکو موټرو برید کړی چې لبنان ته پر لاره وو.‌

خو د امریکا د حکومت یوه جګپوړي چارواکي په دې اړه د بي بي سي د پوښتنې ځواب کې ویلي د سوریې او عراق پر پوله ابوکمال – القایم سیمه کې دا هوايي بریدونه امریکايي ځواکونو نه دي کړي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ 'سنټکام' هم ویلي چې سیمه کې پر دغو چاودنو خبر او په اړه یې پر څېړنو بوخت دي.

له دې سره د ایران دولتي خبري اژانس 'ایرنا' هم چارشنبه سهار وختي د 'صابرین نیوز' ټېلګرام چینل په حواله لیکلي چې "د عراق د سرحدي تراړې قایم سیمه کې لږ تر لږه څلور چاودنې شوې او دې سیمه کې جنګي جټ الوتکې او چورلکې هم د الوت حالت کې کتل شوې."

عراق - سوریه

صابرین نیوز ادعا کړې چې دغو بریدونو کې په نښه شویو موټرو لبنان ته ایراني تېل وړل.‌

د ټېلګرام دې چینل دغو بریدونو کې د ۲۵ کسانو د وژل کېدو خبر هم ورکړی.

خو د ایران او عراق دولتي سرچینو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د حشد شعبي په ګډون د ایران له ملاتړه برخمنې ملېشه ډلې د عراق پولې ته څېرمه د سوریې ختیځ کې حضور لري.‌