تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ګرجستان غلا شوي ماشومان: د زیږون پر مهال پلورل شوي، د ټیک ټاک ویډیوګانو له لارې سره یو ځای شول
امي او انو په اصل کې غبرګونې دي، خو له زیږون وروسته دوی د مور څخه بېلې شوې او په بېلو کورنیو پلورل شوې دي.
کلونه وروسته، دوی یو بل په تصادفي ډول وموندل، چې له دې کبله د تلویزیون د استعدادونو پروګرام او د ټیک ټاک ویډیو د مننې وړ دي.
لکه څنګه چې دوی خپل تیرو ته ځير شول، دوی پوه شول، چې د ګرجستان د هغو زرګونو ماشومانو په منځ کې دي، چې له روغتونونو څخه غلا شوي او پلورل شوي، ځینې یې ان په دې وروستیو کې په ۲۰۰۵ کال کې پېښ شوي دي.
اوس دوی غواړي دا هر څه معلوم کړي.
امي په لیپزګ کې د هوټل په خونه کې سرګردانه پورته او ښکته ځي.
نوموړې وايي: "زه ویریدم، واقعاً ویریدم"
هغه په غوسې سره وویل: "ما ټوله اوونۍ خوب نه دی کړی. دا زما لپاره یو چانس دی، چې بالاخره د هغه څه په اړه ځواب ترلاسه کړم چې زموږ سره څه پیښ شوي و؟"
د هغې غبرګونې انو په څوکۍ کې ناسته ده، په خپل تلیفون کې د ټیک ټیک ټاک ویډیوګانې ګوري.
"دا کیدای شي هغه ښځه وي، چې موږ یې پلورلي وو" له دې خبرې سره هغې سترګې پټې کړې.
انو دا مني چې هغه هم ورخطا ده، خو یوازې دا چې نه پوهېږي، څنګه غبرګون به وښيي او یا وبه کړی شي خپله غوسه کنترول کړي.
دا د یوه اوږد سفر پای دی.
دوی له ګرجستان څخه آلمان ته د دې هیلې په لټه کې دي، چې د معما ورکه شوې برخه ومومي.
دوی په پای کې وکولی شو چې خپل هغه مور سره وګوري چې دوی یې زیږولې وې.
له تیرو دوو کلونو راهیسې دوی د هغه څه انځور جوړوي چې ورپیښ شوي دي.
له دې سره چې دوی حقیقت رابرسیره کړ، دوی پوه شول، چې په ګرجستان کې په لسګونه زره نور خلک هم شتون لري، چې په تېرو لسیزو کې له روغتونونو څخه غلا شوي او پلورل شوي دي.
سره له دې چې د پېښې رسمي څېړل پیل شوي خو د دې پېښ مسولین لا نه دي پيدا شوي.
دا کیسه چې څنګه امي او انو یو بل سره پیدا کړل هغه مهال پیل شوه چې دوی ۱۲ کلنې وې.
امي خویتیا تور سمندر ته نږدې د خپلې مور(هغه مور چې دا یې ستره کړې) په کور کې وه او د خپلې خوښې تلویزیوني پروګرام (د ګرجستان د استدانو پروګرام) یې لیده.
دې پروګرام کې یې یوه نجلۍ ولیده چې کټ مټ د دې په شان ښکاره کېدله اصلا ګټ مټ لکه دا داسې وه.
نوموړې دا خبره له خپلې کورنۍ سره شریکه کړه خو هغوی ورته شاه کړه او درته وویل چې هر څوک خپل هم څېره انسان لري.
د دې مور وايي:"هر چا به ما ته زنګ واهه او پوښتنه یې کوله چې امي ولې په بل نوم نڅا کوي؟"
اووه کاله وروسته، د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې امي خپله یوه ویډیو به ټیک ټاک خپره کړه، چې ویښتان یې په کې نیلي رنګ کړي وو.
دوه سوه میله (۳۲۰ کیلومتره) لرې په تبلیسي کې یوې بلې ۱۹ کلنې انو سارتانیا ته د یوه ملګري لخوا دا ویډیو واستول شوه.
نوموړې ته دا ډېره ښه ښکاره شوه نړۍ یو بل څوک هم شته چې د دې په شان ښکاري.
انو هڅه وکړه، چې دا نجلۍ په انلاین ډول وڅاري خو هغه یې پیدا نه کړه بیا یې دا ویډیو د خپل پوهنتون په وتس اپ ګروپ کې شریکه کړه چې بل څوک ورسره مرسته وکړي.
یو بل کس چې امي یې پیژندله دا پیغام یې ولید او په فیسبوک کې یې دوی سره مخامخ کړې.
امي سمدلاسه پوهه شوه، انو هغه نجلۍ ده، چې تېر کلونه یې د ګرجستان استادادونو پروګرام کې لیدلې وه.
"زه له ډیرې مودې راهیسې ستا په لټه کې یم!"
انو هم ځواب کې ورته ولیکل:"زه هم"
په راتلونکو څو ورځو کې دوی خپل ټول مشترکات سره پیدا کړل خو دا هر څه کافي نه وه.
دوی دواړه په لویدیځ ګرجستان کې د کرتسخي زیږون په روغتون کې زیږیدلې وې چې اوس هغه روغتون بیخي نه شته دی.
خو د دوی د زیږون سند دا ښودله چې د زیږون ورځو کې یې څو اوونۍ توپیر دی نو له دې کبله دوی دوه غبرګونې خویندې نه شي کېدلی.
خو دوی ډېر زیات ورته عادتونه درلودل .
دوی ورته موسیقي خوښوله، دوی دواړو نڅا خوښوله او ان ورته ویښتان یې درلودل.
دوی وموندله، چې ورته جنیټیکي ناروغي لري. د هډوکي ناروغي، چې د ډیسپلاسیا په نوم یادیږي.
داسې ښکاریده چې دوی په ګډه یو راز را بربنډه وي.
امي وايي:"هر څومره به چې ما د انو په اړه نوي معلومات ترلاسه کول حالات به لا راته عجیب ښکاریدل."
دوی د یوبل لیدل تنظیم کړل او له دې سره امي پورته یاد شوي حالت ته نژدې کېدله.
اخیر د لومړي ځل لپاره دوی دوی د تبلیسي ښار کې رستاویلي تمځای کې یو بل مخامخ سره ولیدل.
"دا داسې و لکه په آئینه کې چې ګورې. ورته مخونه او ورته غږ"
امي وایی زه هغه یم او هغه زه یم دا پوهېدله چې دوی غبرګونې دي
انو وايي: "زما غیږه نه خوښیږي، خو ما هغه غیږه کې ونیوله."
دوی په دې وتوانیدل، دا معلومه کړي چې غبرګونې دي او خپله هغه مور یې هم پیدا کړه چې دوی یې زیږولې وې.
دوی پریکړه وکړه چې له خپلو کورنیو سره مخامخ خبرې وکړي او دا لومړی ځل وه چې دوی په حقیقت پوه شول.
دوی د څو اوونیو په توپیر سره په ۲۰۰۲ کال کې په لورولۍ نیول شوې وې.
دې غبرګونو وموندله، چې د دوی د زیږون رسمي سندونو کې د دوی د زیږون ورځې په ګډون لیکل شوي معلومات ناسم دي.
د امي مور (هغه مېرمن چې امي یې لویه کړې) وايي، یو دوست یې ورته وویل، روغتون کې یوه ماشومه ده، چې څوک یې نه غواړي.
دا اړه وه، چې ډاکټر ته یو څه پیسې ورکړي خو ماشومه باید د خپل اولاد په څېر لویه کړي او پالنه یې وکړي.
د انو مور (هغه مېرمن چې امي یې لویه کړې) ته هم ورته خبره شوې وه.
دوی وايي، چې نه پوهېدل دا هر څه ناقانونه دي.
امي غوښتل هغه مور پیدا کړي چې دا یې زیږولې ده.
دې په فیس بوک کې یو ګروپ پیدا کړ او دې ګروپ د هغو کورنیو کیسې خپرولې چې ګمان یې کاوه د زیږیون پر مهال یې ماشومان ورک شوي او یا په ناقانونه توګه نورو کورنیو ته ورکړل شوي دي.
امي او انو هم خپله کیسه په دې ګروپ کې شر کړه.
له جرمني یوې ځوانې مېرمنې په ځواب کې ورته ولیکل، چې مور یې عزا په ۲۰۰۲ کال کې د کرتسخي زیږنتون کې دوه جوړه نجونې زیږولې وې او ورته ویل شوي و، چې مړې شوې دي، خو اوس یو څه شک لري.
د دي ان اې DNAازموینو څرګنده کړه، چې فیسبوک کې ځواب ورکوونکې نجلۍ یې خور ده او جرمني کې د دوی له هغې مور سره ژوند کوي چې زیږولې یې دي.
دا هر څه د ژورنالیستې تمونا موسیریډز لخوا په ۲۰۲۱ کال کې رامنځته شو کله چې وموندله په لورولي نیول شوې ده.
هغې د سلګونو کورنیو سره په یوځای کولو کې مرسته کړې، خو تر اوسه یې خپله کورنۍ نه ده پیدا کړې.
تمونا له هغه توربازار څخه پرده پورته کړه چې په ګرجستان کې له ۱۹۵۰ کال څخه تر ۲۰۰۵ کال پورې ښه ګرم چلیده.
نوموړې په دې باور ده چې دا هر څه په منظم ډول د یوې جنایتکارې ډلې لخوا په مخ وړل کېږي چې د ټکسي له چلوونکي نیولې ان تر حکومتي چارواکو پورې په کې ښکېل دي.
فاسدو چارواکو د اړینو اسنادو په جوړولو کې ورسره مرسته کوله.
نوموړې وايي: "شمېر یې له ګمان څخه هم لوړ دی، تر ۱۰۰،۰۰۰ پورې ماشومان غلا شوي دي. دا په سیستماتیک [منظم ] ډول شویدي."
امي او انو د خپلې مور عزا لیدو لپاره د لېپزګ په یوه هوټل کې چمتوالی نیوه.
عزا په بله خونه کې په ډېرې بې صبرۍ سره د خپلو لورانو انتظار کاوه.
امي د خونې دروازه پرانیستله انو هم ورپسې وه او خپله خور یې ټېلوهله چې خونې ته دننه شي.
عزا ورته غېږ پرانیسته او دواړه یې غبرګې په غېږ ونیولې او د یوې دقیقې لپاره هیچا خبرې نه کولې.
د امي له سترګو د اوښکو باران روان وه.
درې واړه سره کښېناستې چې خپلو کې خواله سره وکړي.
دا غبرګونې وايي، چې مور یې ورته کیسه وکړه او وویل، چې د زیږون پر مهال ناروغه وه او کوما ته تللې وه.
خو کله چې په هوښ راغله نو د روغتون مسولینو ورته وویل ، چې ماشومان یې له زیږیدو وروسته په لنډ مهال کې مړه شول.
عزا وايي، د امي او انو له لیدو وروسته ژوند یې نوې معنی خپله کړې. دوی یو ځای ژوند نه کوي خو له یو بل سره اړیکه لري.
په ۲۰۲۲ کال کې د ګرجستان حکومت د ماشومانو د ورکېدو په اړه څېړنې پیل کړې.
خبریاله تمونا وايي، چې له حکومت سره یې معلومات شریک کړي خو دا یې ورته نه دي ویلي چې کله به بشپړ رسمي راپور خپروي.
بي بي سي د ګرجستان له کورنیو چارو وزارت سره اړیکه ونیوله چې لا زیات معلومات تر لاسه کړي خو ورته وویل شول، چې د معلوماتو خوندیتابه لپاره زیات معلومات نه شي ورکولی.
تمونا اوس د بشري حقونو له وکیل لیا مخاشاوریا سره یوځای هڅه کوي چې د قربانیانو د یوې ډلې قضیې د ګرجستان تر محکمو ورسوي.
دوی د خپل زیږون اسنادو ته د لاسرسي حق غواړي - هغه څه چې اوس مهال د ګرجستان د قانون له مخې امکان نلري.
انو وايي: "ما به تل یو خوب لیده چې د تورو جامو یوه نجلۍ را پسې وي او زما د ورځې پوښتنه کوي."
خو کله یې چې امي وموندله دا حس یې ورک شو.