امریکا د جمال خاشقجي مېرمنې ته سیاسي پناه ورکړه

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
استانبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې د وژل شوي سعودي خبریال جمال خاشقجي مېرمنې ته په امریکا کې سیاسي پناه ورکړل شوې ده.
جمال خاشقجي د ۲۰۱۸ ام کال په اکتوبر میاشت کې ووژل شو. او د امریکا استخبارات وايي، دوی باور لري، چې سعودي عربستان د دې وژنې تر شا لاس درلود.
د جمال خاشقجي مېرمن حنان ایلاتر د خپل خوندیتوب په اړه وېره درلوده او د ۲۰۲۰ کال په اګست میاشت کې د پناه غوښتنې لپاره متحده ایالاتو ته لاړله.
بي بي سي هغه اسناد ارزولي، چې ښيي د نومبر په ۲۸مه نوموړې ته د نامعلومې مودې لپاره سیاسي پناه ورکړل شوې ده.
حنان ایلاتر بي بي سي ته وویل: "موږ وګټله. هو، دوی د جمال ژوند واخیست او زما ژوند یې خراب کړ، خو موږ وګټله."

د عکس سرچینه، EPA
نوموړې اوس دنده او یو اپارتمان لري، خو له دې ټولو سره سره، هغه د خپلو موخو د پوره کولو لپاره مبارزه کوي.
خو د حنان ایلاتر وکیله رندا فهمي وايي، دا یوه اوږده مبارزه ده چې روانه ده.
حنان ایلاتر د ولسمشر جو بایډن او د هغه له ادارې مننه وکړه او ویې ویل: "دوی د خپل هېواد دروازې ماته پرانستلې. او د آرامۍ احساس را کوي. "
له دریو کلونو څخه زیات وخت کېږي، چې مېرمن ایلاتر متحده ایالاتو ته تللې او د سیاسي پناه غوښتنه یې کړه ده.
ښاغلی خاشقجي، چې پر سعودي حکومت یې نیوکې کولې، د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر پر دویمه ترکیه کې د سعودي کونسګلرۍ ودانۍ ته له ننوتو وروسته بیا چا ژوندی لیدلی نه دی.
خاشقجي له اصله سعودی و او امریکایي رسنیو ته یې لیکنې کولې او د سعودي عربستان پر حکومت نیوکې کولې.
همدارنګه د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په ۲۶مه رپوټونه خپاره شول، چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په غوښتنه، د وژل شوي سعودي خبریال جمال خاشقجي مشر زوی صلاح خاشقجي واشنګټن ته رسېدلی دی.
خو صلاح د امریکا او سعودي عربستان دوه ګونی تابعیت لري.





















