نیویارک کې د ملګرو ملتونو سرمشریزه: فرانسې په رسمي ډول فلسطين په رسميت وپېژانده

د عکس سرچینه، EPA
فرانسې په رسمي ډول د فلسطین دولت په رسمیت وپېژانده، او له دې سره د بریتانيا، کاناډا، اسټراليا، اسپانيا، پورتګال او بلجیم تر څنګ وروستی هېواد شو چې د فلسطین دولت په رسمیت پېژني.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د دوشنبې په ورځ (۲۲ سپټمبر) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سرمشريزې ته د وينا پر مهال وویل، "د سولې وخت راغلی ... هېڅ شی په غزه کې روانه جګړه نشي توجیه کولی."
فرانسې او سعودي عرب د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د یوې ورځنۍ غونډې کوربه توب کاوه چې د دوه دولتونو حل لارې باندې راټوله وه.
د جرمني، ایټالیا او امریکا په ګډون اوو هېوادونو په دې غونډه کې ګډون نه درلود.
ښاغلي مکرون په غونډه کې دا هم تائید کړه چې بلجیم، لوګزامبورګ، مالټا، اندورا او سان مارینو به هم د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.
د ملګرو ملتونو سرمشریزې دې ځانګړې ناسته کې د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندنې او د دوه دولتونو حل لارې په تړاو د نړۍ مشرانو خبرې وکړې.
د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون پیلیزه وینا کې اعلان وکړ چې فلسطین په رسمي ډول د دولت په توګه پېژني. هغه د غزې لپاره د نړیوال امنیتي حضور د احتمال خبره راپورته کړه. مکرون د غزې لپاره د یوه انتقالي ادارې غوښتنه کړې چې د فلسطین واکمن اداره پکې شامله وي، او دا اداره به د حماس د لهمنځه وړلو د څارنې مسؤلیت ولري.
مکرون وویل، فرانسه چمتو ده چې د غزې د "ثبات ماموریت" برخه شي، چې دا د نړیوال امنیتي حضور امکان زیاتوي.
هغه دا هم وویل چې فرانسه به یوازې هغه وخت د فلسطین دولت ته سفارت پرانیزي، کله چې ټول یرغمل شوي کسان د حماس له خوا خوشې شي او پر اوربند هوکړه وشي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر، فیصل بن فرحان ال سعود، د ملګرو ملتونو غونډې ته د ولیعهد محمد بن سلمان په استازیتوب وینا وکړه.
هغه له اېمانوېل مکرون مننه وکړه چې د فلسطین دولت یې په رسمیت پېژندلی، او بیا یې ټینګار وکړ چې د دوو دولتونو حل یوازینی لاره ده چې په سیمه کې عادلانه او دوامداره سوله رامنځته کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتېرش خپله پرانیستې وینا کې وویل خواشینی دی چې د فلسطینۍ ادارې چارواکو ته اجازه ورنه کړل شوه چې په بشپړ ډول دې غونډه کې خپلو خلکو استازولي وکړي..
هغه وویل د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ شخړه له نسلونو راهیسې نه ده حل شوې، خبرې اترې کمزورې شوې دي، پرېکړې له پامه غورځول شوې، نړیوال قانون نقض شوی، او د لسیزو ډیپلوماسي ناکامه شوې ده.
ګوتېرش ټینګار وکړ چې وضعیت د زغملو وړ نه دی او هر ساعت خرابېږي، او یو ځل بیا یې د اوربند غوښتنه کړې ده.
ګوتېرش وویل چې لوېدیځه غاړه کې د مېشت ځایونو بېوقفې پراخېدل هېڅ توجیه نه لري. هغه خبرداری ورکړی چې دا باید پای ومومي، همداراز د "تدریجي الحاق ګواښ" او "د مېشتو کسانو تاوتریخوالي زیاتوالی" هم باید بند شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي خپلو خبرو کې وویل یوازینۍ حل لاره دا ده چې دوه خپلواک او حاکم دولتونه یو بل په رسمیت وپېژني او په بشپړ ډول د نړیوالې ټولنې برخه شي.
هغه ټینګار وکړ چې د فلسطینیانو دولت درلوده "یو حق دی، نه جایزه"، او زیاته یې کړه"له دولتدارۍ انکار کول به افراطپالو ته هرچېرې چې وي یوه ډالۍ وي."
محمود عباس: حماس بايد د غزې په راتلونکي کې هېڅ رول ونلري او باید خپلې وسلې د فلسطین حکومت ته وسپاري

د عکس سرچینه، Getty Images
د فلسطین ولسمشر محمود عباس پر لیکه له لرې یې خبرې وکړې ځکه هغه ته د نیویارک غونډې ته تګ لپاره وېزه ورنه کړل شوه.
عباس د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې باید د ملګرو ملتونو او انروا له لارې بشري مرستو ته لاسرسی ډاډمن شي. هغه همداراز غوښتنه وکړه چې د غزې او لوېدیځې غاړې د بیا رغونې کارونه باید "بې له ځنډه" پیل شي.
عباس وویل چې حماس به د غزې په اداره کې هېڅ رول ونه لري، او له دې ډلې یې وغوښتل چې "خپل وسلې د فلسطین واکمنې ادارې ته وسپاري".
هغه وویل: "موږ یو متحد، بې وسلې دولت غواړو."
عباس وویل چې د جګړې له پای درې میاشتې وروسته به یو لنډمهالی اساسي قانون جوړ شي، چې د واک د سم لېږد تضمین وشي. ورپسې به د نړیوالو څارونکو تر نظارت لاندې ټاکنې ترسره شي او د قانون حاکمیت پر بنسټ د دولت جوړېدو هیله یې څرګنده کړه.
عباس د هغو ۱۴۹ هېوادونو ستاینه وکړه چې د فلسطین دولت یې په رسمیت پېژندلی، او له هغو هېوادونو یې وغوښتل چې لا یې دا کار نه دی کړی، باید همداسې وکړي.
هغه همداراز خپل چمتووالي څرګند کړ چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، سعودي عربستان، او نورو شریکانو سره کار وکړي، تر څو د ملګرو ملتونو په غونډه کې تصویب شوې هره سولهییزه طرحه پلې شي.

له غونډې لږ وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویاندې، کارولین لیویټ، د سپینې ماڼۍ په مطبوعاتي غونډه کې وویل: "ولسمشر ډېر روښانه دریځ لري، ولسمشر له دې پرېکړې سره همغږی نه دی. "
لیویټ زیاته کړه: "هغه باور لري چې دا اقدام د یرغمل شوو کسانو د ازادېدو لپاره هېڅ نه شي کولی. "
هغې وویل " دا د شخړې پای ته رسولو لپاره هېڅ ډول څه نشي کولی، او رښتیا هم، هغه(ټرمپ) باور لري چې دا د حماس لپاره یوه جایزه او انعام دی."
د ولسمشر ټرمپ ویاندې وویل، دا تشې خبرې دي او په عمل کې د دوی ملاتړو هېوادونو ډېر څه نه دي کړي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې دغه څرګندونې داسې مهال کولې چې نیویارک کې د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو سرمشریزې ته ټول شوي او فلسطین د خبرو مهم ټکی دی.
بریتانیا، کاناډا، اسټرالیا، فرانسې او ګڼو نورو هېوادونو فلسطین د دولت په توګه په همغږي ډول په رسمیت وپېژانده.






















