له پاکستان وروسته د ایران مليسرود ته د طالب استازي نه درېدو نیوکې راپورته کړې

د عکس سرچینه، IRIB
د ایران بهرنیو چارو وزارت له هغې وروسته تهران کې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغان سفارت سرپرست احضار کړی، چې د طالبانو یو استازی تهران کې په یوه کنفرانس کې د ایران ملي سرود د غږېدو پر مهال ونه درېد.
د طالبانو حکومت د حج او اوقافو وزارت مرستیال عزیزالرحمن منصور د وږي/سنبلې پر ۲۹مه د اسلامي یووالي کنفرانس کې ګډون لپاره تهران ته تللی و.
هغه وروسته په یوه ویډیويي کلپ کې د ایران له خلکو د دې بښنه وغوښته، د ملي سرود د غږېدو پر مهال یې نه و درېدلی.
ایراني رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت کې د سویلي اسیا د دویمې ادارې رئیس "د دیپلوماتیک عرف خلاف دغه اقدام د غندلو ترڅنګ په دې تړاو د ایران اسلامي جمهوریت سخت اعتراض اعلان کړی دی".
د مهر خبري اژانس رپوټ کې راغلي چې د افغانستان سفارت سرپرست "د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل هېواد پر ځانګړي درناوي په ټینګار سره، دا یو شخصي عمل بللی چې په هېڅ ډول یې د هېواد نظر نه منعکسوي. "
د یادونې ده چې افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي د طالبانو حکومت د حج او اوقافو وزارت د مرستیال پر دغه چلند توندې نیوکې کړې او پر ټولنیزو رسنیو یې هم پراخ غبرګونونه راپارولي وو.
هغه تېره ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې، چې تقریب اژانس خپور کړی، ویلي:
"زموږ په هېواد کې چې کله ترانه ویل کېږي موږ ورته ناست یو. ما د خپل هېواد له دود سره سم عمل وکړ... ایران زمونږ دوست دی. که خلک یې خپه شوي وي، زه بخښنه غواړم. ایران زموږ دوست هېواد دی."
د اسلامي یووالي ۳۸م نړیوال کنفرانس د پنجشنبې پر ورځ په تهران کې د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان په ګډون ترسره شو.
د دغه کنفرانس په خپرو شویو تصویرنو کې لیدل کېږي، چې د طالبانو دوه استازي د نورو ټولو ګډونوالو پر خلاف د ایران ملي سرود د غږېدو پر مهال ناست دي.
تر دې دوه ورځې ورمخکې پېښور کې هم د طالبانو تر ادارې لاندې افغان سرکونسل په ورته ډول یوه غونډه کې د کوربه پاکستان د مليسرود د غږېدو پر مهال نه و درېدلی، چې هغې هم پراخ غبرګونونه راپارولي وو.
دا اقدام د دې لامل شوی و چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اسلام اباد کې د طالبانو حکومت سفیر احضار کړي.
وروسته پېښور کې د افغان کونسلګرۍ له خوا په یوه خپاره شوي بيان کې وويل شول، چې موخه چا ته "سپکاوی" نه و، "خو دا چې د ملي سرود د خپرېدو پر مهال موسیقي وه، نو جنرال قونسل نه و درېدلی."
په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر موسیقۍ بندیز لګولی دی.

د عکس سرچینه، SOCIAL/MEDIA
د پاکستان او ایران دواړو ملي سرودونه په پارسي ژبه دي.
د یادونې ده چې طالبانو په افغانستان کې واک ته له را ستنېدو وروسته په رسمي او سیاسي ناستو کې د مليسرود په غږېدو بندیز لګولی دی.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ایران، پاکستان، چین، روسیې، قزاقستان، قطر او متحدو عربي اماراتو په ګډون یې بېلابېلو هېوادونه ته لسګونه دېپلوماتان استولي دي.
دا لومړی ځل دی چې د دوی له استازو او دیپلوماتانو بهرنیو ناستو کې د هېوادونو مليسرود ته په درناوي د نه درېدلو رپوټونه ورکول کېږي.






















