د کرېکټ بريا، ملي بيرغ او ملي سرود ته د غني، پښتين او نورو غبرګونونه

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې دوشنبه د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه کې سکاټلنډ ته په ۱۳۰ منډو لویه ماتې ورکړه.

دا بریا طبعاً چې د افغان کرېکټ مینه والو لپاره د خوشحالۍ خبره وه، خو په لوبه کې یوې بلې صحنې تر بریا هم ډېر د افغانانو احساسات را وپارول.

د لوبې په پیل کې افغان لوبډله د افغانستان درې رنګ ملي بیرغ سره میدان ته دننه شوه.

ورپسې د افغانستان ملي سرود (دا وطن افغانستان دی) وغږول شو، او د همدې سرود غږېدو پر مهال د افغان لوبډلې کپتان محمد نبي سترګو کې اوښکې راغلې.

له دې صحنې سره سم پر افغان خواله رسنیو د افغانستان د ملي سرود، ملي بیرغ او ان ملي هویت په اړه لیکنې او پوسټونه پیل شول.

ياده دې وي چې افغان طالبانو تېره اګست مياشت کې پر افغانستان له واکمنېدو راهيسې په خپلو رسمي ناستو، غونډو، دولتي ادارو او رسمي اعلاميو کې د افغانستان ملي دری رنګه بيرغ کارول بند کړي.

همدا راز د طالبانو له واکمنېدو راهيسې په غونډو کې د افغانستان ملي سرود هم نه غږول کېږي.

خو د يادونې ده چې طالبانو د ملي بيرغ بدلولو په اړه تراوسه کوم رسمي اعلان نه دی کړی او د دې ډلې ویاند ذبيح الله مجاهد ويلي وو چې په دې اړه سلا مشورې کېږي.

پر خواله رسنيو غبرګونونه

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د لوبې پر مهال او د افغانستان له بريا وروسته د افغان لوبډلې ګڼ شمېر مینه والو د محمد نبي هغه عکس شریک کړی چې دی په کې له خپلو سترګو اوښکې پاکوي.

ګڼو مینه والو لیکلي، دا د یو ملت لپاره د یو کپتان اوښکې دي او 'د محمد نبي احساس د ټول افغانستان احساس دی'.

خو خبره یوازې د کرېکټ د عامو مینه والو نه وه، بلکې د افغانستان او پښتونخوا یو شمېر سیاستوال او پخواني چارواکي هم پر دې بحث ورګډ شول.

پرځول شوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر فېسبوک پاڼه افغان ولس ته په شل اوريز نړيوال جام کې د دغه بريا مبارکي ويلې او ليکلي يې دي، "دوی نن د يو ستر غمځپلي ملت په شونډو موسکا راوسته او د ټولو په زړونو کې يې نوې هيلې وټوکولې چې دا ملت ژوندی دی او هېڅوک يې نه شي يرغمل کولی".

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح پر ټوېټر پاڼه د افغان لوبډلې د بريا مبارکي ورکړې او ليکلي يې دي، "زموږ د کرېکټ اتلانو زړورتيا او زموږ ملي ارزښتونو ته د دوی د ژمنتيا له امله سلام کوم".

د طالبانو وياند او د دغې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد هم په نړيوال شل اوريز جام کې د افغان لوبډلې د بريا له امله ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړې او په راتلونکي کې يې ترې د نورو برياوو هيله څرګنده کړې ده.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم پر ټوټېر پاڼه افغان لوبډلې ته د دغه بريا مبارکي ويلي ده.

په افغانستان کې د پاکستان سفير منصور احمد خان، سکاټلنډ ته په ماتې ورکولو سره افغانستان ته مبارکي ورکړې او په دې سياليو کې يې ورته د راتلونکو لوبو لپاره ښې هيلې څرګندې کړې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين هيله څرګنده کړې چې تل دې افغان لوبغاړي د افغانانو د خوشالۍ سبب وګرځي.

د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي او د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن دوړ پر ټوېټر پاڼه ليکلي، "د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له خوا د افغانستان بيرغ چې په افغانستان کې منع دی، د افغان لوبډلې له خوا رپول شوی. دا د هغه ملت بريا ده چې د ترهګرو له خوا يرغمل شوی". نوموړي افغان لوبغاړو ته د لا نورې بريا هيله هم کړې ده.

راشد خان هم ټولو ته د دې بريا مبارکي ورکړي او په نړيوال جام کې يې دغه بريا د ښه پيل په توګه ياده کړې ده.