سلیم درانی 'کابلي والا': هغه کرېکټر چې د نندارچیانو په غوښتنه به یې شپږیزې وهلې

سلیم درانی

د عکس سرچینه، DD NEWS

د عکس تشریح، سلیم درانی کابل کې زېږېدلی و
د خپرېدو وخت

د هند کرېکټ ملي لوبډله کې د خپل وخت تر ټولو مشهور الراونډر "سلیم درانی" له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۸۸ کلونو په عمر مړ شو.‌

هندي رسنۍ وایي ښاغلی درانی پر سرطان ناورغۍ اخته و او د دغه هېواد د لویدیځ ګجرات ایالت 'جام نګر' کې یې له نړۍ سترګې پټې کړې.‌

د هغه د مړینې خبر لومړی د هند د یوه بل پخواني مشهور کرېکټر 'دلیپ سردیسايي' زوی، ژورنالیست راجدیپ سردیسايي ورکړ.‌

ښاغلي راجدیپ پر خپل ټویټر لیکلي "د هند د کرېکټ‌ یوازنی شهزاده سلیم --- د ۱۹۷۱ کال له تاریخي دورې د ژوند تر وروستیو زما د محروم پلار 'رومي'، هغه چې په خوښه یې شپږېزې وهلی او جادوګره توپ اچونه هم کولې شوه، سلیم درانی – زما سلیم کاکا وفات شوی."

هغه د ټویټ یوه بل پیغام کې لیکلي چې "ایا له سلیم درواني نه هم بل ښکلی کرېکټر راغلی؟ - د ای پي اېل اوسني پېر کې خو به یې خلک [د لوبې] لیوني وای."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

د سلیم دراني له لوبې سره د خلکو مینه له دې ښه جوتېدای شي چې کله یې په ۱۹۷۳ کال د انګلنډ‌ د دورې پر مهال له یوې ټسټ لوبې د کېنولو پرېکړه وشوه، نو ټول ښار کې داسې پوسترونو تر سترګو کېدل چې پرې لیکل شوي وو 'له دراني پرته ټېسټ‌ هېڅ دی'.‌

هغه هند لپاره په ۲۹ ټېسټ لوبو کې د یوې سلیزې او ۷ پنځوسیزو په مټ‌ ۱۲۰۲ منډې کړې وې.‌

نوموړي همدا راز د ۲۵ منډو په اوسط ۷۵ لوبغاړي هم سوځولي وو.‌

سلیم درانی پر دومره جذاب شخصیت اوښتی و چې کرېکټ‌ سره تر خدای پامانۍ وروسته د فلمونو صنعت کې هم راڅرګند شو او د خپل وخت تر ټولو ښکلې فلمي لوبغاړې "پروین بابي" سره یې ‏'چرتر' فلم کې رول ولوباوه.‌

سلیم درانی د ۱۹۳۴ کال د ډسمبر پر ۱۱مه د افغانستان پلازمېنه کې زېږېدلی و.‌

هغه لا د ۸ میاشتو و چې کورنۍ یې د هند کراچۍ ښار ته (چې اوس د پاکستان برخه ده) ولېږدېده.

کله چې په ۱۹۴۷ کال کې هند وویشل شو او پاکستان منځ ته راغلی، د سلیم دراني کورنۍ هند ته وکوچېده.

سلیم درانی

د عکس سرچینه، SALIM DURRANI

د عکس تشریح، سلیم درانی په ۱۹۷۱ کال د وېسټ‌انډیز دوره کې د هند ملي لوبډلې سره و

هغه اوس هم د هند د کرېکټ تاریخ کې د مخکښو الرونډارو له ډلې ګڼل کېږي. نوموړي لومړۍ ټېسټ‌ لوبه په ۱۹۶۰ کال ممبی کې د اسټرالیا خلاف وکړه.‌

سلیم درانی د خپلې چټکې لوبې او لوړو شپږیزو له کبله د ژبو په سر و.‌

هغه دنګه ونه، شنې سترګې او جذاب شخصیت درلود او هر چېرته چې به راښکاره شو،‌ خلک به ترې راتاو وو.‌

د سلیم دراني په اړه دا مشهوره ده چې د مینوالو په فرمایش به یې شپږیزې وهلې.‌

ویل کېږي هغه به دا شپږیزې د لوبغالي همغه خوا وهلې چې ډېره غوښتنه به یې ترې کېدله.‌

د سلیم دراني اهمیت او محبوبیت له دې هم ښه مالومېدای شي چې هغه د هند لومړنی کرېکټر دی چې دغه هېواد کې د سپورت برخې تر ټولو ستر "ارجن اېوارډ" ورکړ شوی.‌

ځانګړې شپږیزه

سلیم درانی

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

سلیم دراني په ۱۹۷۳ کال خپله وروستۍ ټېسټ لوبه کې د انګلنډ خلاف ۷۳ او ۳۷ منډې وکړې او دواړو پاڼیو کې سوکه توپ اچوونکي 'پیټ پوکاک' وسوځاوه‌.‌

خو تر دې وړاندې یوه جالبه کېسه تېره شوې وه او هغه دا چې ویل کېږي پوکاک یوې مېلمستا کې په ډېر ویاړ د خپلې ښې توپ اچوونکې یادونه کوله.‌

خو سلیم دراني‌ د هغه خبرې اورېدلې او نوموړي ته په خپل بې باکه انداز ویلي وو چې راتلونکې لوبه کې به یې پر لومړي توپ د ډکر ختیځه خوا شپږیزه وهي.

کله چې راتلونکې لوبه کې د انګلنډ‌ لوبډلمشر مایک ډېنس پوکاک ته د توپ وهنې وویل نو هغه ورته د دراني‌ د تېرې ورځې خبره وریاده کړه.

ډېنس ورته ویلي و چې د مېلمستان خبره مېلمستیا کې پاتې – دا ټېسټ لوبه ده – وېرېږه مه - اف خوا بال واچاوه زه به پر مېډ وېکټ یو ډګر ساتونکی درته ودروم.

پوکاک توپ وغورځاوه او سلیم دراني هم له کړې ژمنې سره سم پرې د ډګر همغه خوا شپږیزه ووهله.

د سلیم دراني پر مړینه خواشیني

سلیم

د عکس سرچینه، SALIM DURANI

د عکس تشریح، سلیم درانی (ښی خوا) له ګواسکر سره

هند کې تازه د کرېکټ غوره لیګ (ای پي اېل) سیالۍ پیل شوې او نن (یکشنبه) یې دریمه ورځ وه.

خو د سلیم دراني‌ د مړینې خبر له خپرېدو سره د ممبی اینډینز او رویل چلېنجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ له سیالۍ وړاندې د هغه په درناوي ټول لوبغالي کې څو شیبې چوپتیا خپره وه.‌

همدا راز هند کې له لومړي وزیر نرېندرا مودي را نیولي ګڼو چارواکو، د کرېکټ‌ اوسنیو او پخوانیو لوبغاړو،‌ مېنوالو او عامو خلکو د سلیم دراني پر مړینه خواشني ښودلې.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

د کرېکټ او سلیم دراني یو شمېر مینوالو هغه د دې لوبې د نړۍ یوه افسانه بللې ده.‌

سلیم درانی په ۲۰۱۸ کال کې کابل ته هم تللی و.

هغه مهال ګڼو خلکو له نوموړي سره اخیستي عکسونه پر خواله رسنیو خپرول.‌

ځینو له دغو عکسونو سره لیکلي وو "وګورئ د کرېکټ لوبغالي ته څوک راغلي – هغه پخوانی کابلي والا - سلیم درانی"