څنګه یوه پاکستاني 'د یوې ماشومې د قتل په تور، تورن پټ کړي وو'؟

د عکس سرچینه، Surrey Police
یوه سړي چې کلاشینکوف ورسره و، موږ ته یې په کوڅه کې اشاره وکړه. موږ د پاکستان په یوه کوچني کلي کې له یوه سړي سره د یو چا لیدو ته راغلي یو، که و کولای شي موږ ته ووایي، څنګه د سارا شریف کورنۍ په پاکستان کې څلور اونۍ له پولیسو پټه شوه.
هغه کس چې ټوپک ورسره و، بیا یې خپله ځواب ورکړ، په حقیقت کې هغه، دوی (د سارا کورنۍ) پټ کړي.
له تېرې یوې میاشتې راهیسې، پولیس د سارا شریف د پلار عرفان شریف، میره یې بینش بتول، تره یې فیصل ملک او د سارا د نورو پنځو وروڼو په لټه کې وو.
دا اته کسان د ۲۰۲۳ کال د اګست په نهمه له بریتانیا پاکستان ته ورسېدل. پاکستان ته د دوی له رسېدو یوه ورځ وروسته، پولیسو د انګلستان په ووکینګ کې د عرفان شریف د کور په یوه کوټه کې د لس کلنې سارا شریف شکنجه شوی جسد وموند.
د عرفان، بینش او فیصل د موندلو لپاره د انټرپول لخوا د حکم ترلاسه کولو وروسته، د پاکستان پولیسو په ټول هېواد کې د دغې کورنۍ لټون پیل کړ او د دې کار لپاره څو ټیمونه ګمارل شوي وو.
پولیسو په پیل کې د عرفان شریف پر خپلوان راسخ منیر شک درلود. خو د راسخ پر کور له څو ځلو چاپو سره سره، پوليس ونه توانېدل، مطلوب کسان ونيسي.
پنځه تنه ماشومان چې له بریتانیا څخه له عرفان شریف او بینش سره ورغلي وو وروسته د یوه بل خپلوان په کور کې وموندل شول. راسخ منير بي بي سي ته وويل، په همدې وخت کې عرفان، بينش او فيصل پرېکړه وکړه چې بېرته بریتانيا ته ولاړ شي او بالاخره د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په ۱۳ نېټه ونيول شول.

له هغه وخته چې د سارا د مړینې خبر خپور شو، په پاکستان کې د بي بي سي یوه ډله د دې کیسې اړوند مسایل څېړي.
مخکې تر هغه چې د سارا پلار، تره او مور یې په لندن کې د قتل په تور محاکمه شي او مخکې له دې چې په بریتانیا کې محکمه د سارا شریف د ټپونو دردوونکي جزئیات واوري، لکه د سارا پر بدن د اوتو سوځېدلي داغونه او پر بدن یې د غاښونو لګولو نښې، دوی په پاکستان کې له راسخ منیر سره ولیدل.
راسخ موږ ته وویل، په پیل کې هغه باور درلود چې عرفان بې ګناه دی او خپله کورنۍ یې د خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره پاکستان ته راوستې ده. هغه په دې اړه غیر معمولي توضیحات هم ورکړل، په داسې حال کې چې لسګونه پلټونکي د دوی په لټه کې وو، څنګه یې په شاوخوا سیمه کې چکر واهه، د سیمې له شاوخوا ایس کریم اخیستی او ان سلمانۍ ته هم تللی و.
هغه دا هم وويل چې څنګه يوه شپه، پوليسو د عرفان او د هغه د کورنۍ د لټون لپاره د هغه پر کور چاپه ووهله. دغه کسان د پولیسو له خوا د نیول کېدو د مخنیوي په موخه د جوارو په يوه نژدې کرونده کې پټ شول.
لږ وروسته د عرفان او بینش پنځه ماشومان د یوه خپلوان له کور څخه را وایستل شول. د بي بي سي ټیم په همدې سیمه کې د سارا له نيکه سره خبرې وکړې. راسخ موږ ته وويل له هغه ځايه چې د سارا له نيکه سره مو خبرې کولې، يو څو ګزه وړاندې عرفان، بينش او فيصل د يوه ګاونډي په کور کې پټ وو.
په لندن کې یوې محکمې اوس عرفان او بینش د سارا په وژنه محکوم کړي دي. تره ته یې فیصل ملک که څه هم د قتل له جرمه برائت ورکړل شوی، خو د مرګ د لامل یا اجازې په ورکولو مجرم وپېژندل شو.

د عکس سرچینه، Surrey Police
د بي بي سي ټیم راسخ منیر د پنجاب د سیالکوټ ولسوالۍ په څنډو کې ولید، چې د وریجو په کروندو او جوارو فصلونو پوښلې وه.
د هغه د کور چاپېره اغزن تار تاو شوی و او پورته یوه امنیتي کامره هم لګول شوې وه.
د بي بي سي له ټیم سره له ناستې مخکې راسخ وویل، هغه د عرفان او د هغه د کورنۍ په پټولو کې هېڅ غلط کار نه دی کړی. په داسې حال کې چې دغه کسان د راسخ په کور کې پټ وو. پاکستاني چارواکو له انټرپول څخه د دوی د نیولو لپاره کومه غوښتنه نه وه ترلاسه کړې، خو راسخ باید پوه شوی وي. پولیسو له هغوی (عرفان، بینش او فیصل) غوښتي وو چې خبرې وکړي.
له راسخ سره د مخامخ کېدو په لومړیو څو دقیقو کې هغه موږ ته د هغه کور په ښودلو پیل وکړ، چې عرفان، بینش او فیصل پکې پټ وو.
کله چې مو له هغه سره خبرې کولې، موږ احساس کړه چې راسخ په خپله خونې کې تومانچه لري. کله مو چې د تومانچې په اړه وپوښتل، راته ویې وویل، دا له غلو څخه د ساتنې لپاره ده.
راسخ موږ ته وویل، پولیس د شپې په تیاره کې څو ځله د عرفان او کورنۍ په لټه کې د هغه کور ته راغلل. هغه وويل چې څنګه عرفان او کورنۍ يې د پوليسو د داسې چاپو پر مهال له کوره څو متره ليرې د جوارو په پټي کې پټېدل، هغه هم په سخته تياره او ډېره ګرمه هوا کې.
د راسخ په وینا، داسې نه وه چې عرفان او کورنۍ يې په لومړي ځل دې کور ته ورغلي وو. دوی په تېر کې هم له هغه سره د لیدو لپاره ورغلي وو او کله چې دوی وروستی ځل څو کاله مخکې دې کور ته ورغلل، سارا هم ورسره وه. راسخ وايي، 'هغه ډېره ښه نجلۍ وه.'

د عکس سرچینه، Olga Domin
عرفان او کورنۍ یې څو اونۍ د راسخ په کور کې پټ وو. خو داسې نه وه چې هغه هر وخت له پولیسو پټ و.
راسخ موږ ته وویل، په دې موده کې هغه عرفان او کورنۍ یې څو ځله له سیالکوټ څخه جهلم ته یوړل، چېرې چې د سارا نیکه اوسېده.
د راسخ په خبره، مخکې له دې چې د پوليسو تلاشي ګړندۍ شي، څو څو ځله عرفان او کورنۍ يې د پوليسو له پوستې پرته له کوم خنډه تېره شوې. خو وروسته پولیسو زور زیات کړ.
درې اونۍ وروسته، پولیسو د سارا وروڼه د دوی د نېکه له کوره ونیول. بي بي سي د پولیسو له چاپې څو دقیقې وروسته د سارا له انا سره خبرې وکړې.
د سارا نيکه محمد شريف موږ ته وويل، پوليسو ټول ماشومان نيولي دي. دوی زما سره خوندي وو. هغه زیاتوي عرفان او بینش د چاپې پر مهال د نیکه په کور کې نه وو.
موږ لومړني خبریالان وو چې د پولیسو له برید وروسته د محمد شریف کور ته ورسېدو. اوس دلته په همدې تړاو راسخ منير يوه د نه منلو وړ خبره کوي.
په هغه ورځ موږ د سارا د انا په کور کې وو، عرفان، بینش او فیصل څو متره لیرې د یوه ګاونډي په کور کې پټ وو.
دوی وايي، دا چې پوليسو يوازې د نیکه د کور د تلاشۍ اجازه درلوده، نو دوی ته اجازه نه وه چې نژدې نورو کورونو ته ولاړ شي.
موږ څو ځله له راسخ وپوښتل، ایا فکر یې نه کاوه چې هغه د درېیو کسانو په پټولو سره غلط کار کړی دی او یا دا چې ولې یې قصدا له عرفان او کورنۍ سره مرسته کړې؟
راسخ وايي: "دا قضیه په بریتانیا کې شوې وه، دا له پاکستان سره هېڅ تړاو نه لري." که دا قضیه په پاکستان کې روانه وای، ښايي دومره لوی خطر مې نه وای اخیستی.
"ما له عرفان او د هغه له کوچنيو ماشومانو سره مرسته وکړه. که ما له دوی سره مرسته نه وای کړې، دوی به په بشپړه توګه بې وسه وو. ما له دوی سره د ماشومانو په ساتنه کې مرسته وکړه، ما د هغوی لپاره د خواخوږۍ احساس وکړ."
هغه له موږ وپوښتل دوی زما خلک دي، که زه د دوی تر څنګ ولاړ نه وای او له دوی سره کومه بده پېښه شوې وای، څوک به یې مسؤل و؟'
د سارا نیکه او د کورنۍ نورو غړو په وار وار محکمې ته شکایت کړی چې د دوی د کورنۍ غړي یوازې د دې لپاره نیول کېږي چې د دوی (عرفان او نورو) پته یې ښکاره کړې.





















