پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله؛ غبرګونونه ورته څه دي؟

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

سې‌شنبه د اګست ۱۵ پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو دوه کاله پوره شول.

طالبان د ۲۰۲۱ کال پر همدې ورځ کابل ته ننوتل او د جمهوریت له ړنګېدو سره یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول.

که څه هم د دوی له بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې جنګ جګړه پای ته ورسېده، امنیت تر ډېره ټينګ شوی او ځینې سترې او کوچنۍ پروژې پیل او بشپړې شوې، خو له افغانستان سره بهرنۍ مرستې کمې او د بې‌کارۍ،‌ بې وزلۍ او فقر کچه لوړه شوې ده.

په افغانستان کې د داعش او القاعده په څېر د ترهګرو ډلو د حضور اندېښنه هم په بشپړه توګه لمنځه نه ده تللې.

خو پر طالبانو تر ټولو ستره نیوکه د بنسټیزو بشري حقونو او په ځانګړې توګه د دوی لخوا پر مېرمنو د لګول شويو بندیزونو له اړخه ده.

دوی د خپل واک په تېره دوه کلنه موده کې د ښځو د ورځني ژوندانه پر بېلابېلو برخو تر شلو ډېر محدودیتونه لګولي، لومړی یې له شپږم ټولګي پورته له ښوونځیو، بیا له پوهنتونونو او ورپسې په غېر دولتي‌ ادارو او موسسو کې له کار راوګرځولې.

طالبان همدا راز تر اوسه د یوه داسې ټولګډونه حکومت په رامنځته کولو هم نه دي‌ توانېدلي،‌ چې نړیواله ټولنه او د افغانستان بېلابېل سیاسي اقشار او د پخواني حکومت چارواکي یې له دوی غواړي.‌

ظاهرآ همدا ستونزې،‌ نارضایتۍ او اندېښنې د دې لامل شوې، چې تر اوسه د نړۍ یو هېواد هم پر افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.

دلته مو واک ته د طالبانو د رسېدو د دوو کالو د پوره کېدو په تړاو ځینو غبرګونونو ته پام را اړوو.

مجاهد: ټاکنې د خلکو د تېر ایستلو پروسه ده، مونږ پرې باور نه لرو

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد واک ته د دوی د رسېدو د دوو کلونو د پورته کېدو په مناسب له بي‌بي‌سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې وویل چې‌ پر ټاکنو باور نه لري او دا چې په افغانستان کې د ټاکنو برخه کې تېرو تجربو ته په کتو د دغې پروسې منلو ته چمتو نه دي.

هغه ویلي، حکومت ته یې اوس مهال افغانستان کې ثبات او امنیت لومړیتوب دی خو "کله چې یو باثباته حالت رامنځته شو بیا که خلکو ځان ته هره لاره ټاکله هغسې دې وکړي."

هغه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د لویې جګړې ختمېدل او د یوه واحد مرکزي حکومت رامنځته کېدل د طالبانو درې لویې لاسته راوړنې وبللې.

ښاغلي مجاهد د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا امکان شته چې په راتلونکې کې دې د اوسني حکومت په چوکاټ کې کومه ښځه وزیره هم وي، وویل:"افغانستان اروپا نه ده، دلته دین او شریعت شته. که اسلامي‌ احکام چاته اجازه ورکړي موږ یې مخه نه نیسو خو که اسلامي احکام اجازه ور نه کړي مونږ اسلامي احکام نه شو ترک کولی."

ښاغلي مجاهد په خپلو خبرو کې دا خبره هم په بشپړ ډول رد کړه چې پخوانیو سیاسونو ته به حکومت کې برخه ورکړي او یا به په افغانستان کې ګوندونو او خوځښتونو ته د فعالیت اجازه ورکړي.

د نوموړي په ټکو: "تېرې تجربې باید تکرار نه کړو، موږ اجازه نه ورکوو چې افغانستان بیا په ډلو وویشل شي."

متقي: نړیواله ټولنه دې موږ سره تعامل وکړي

طالبان

د عکس سرچینه، RTA

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي کابل کې د دوی د حکومت لخوا د اګست د ۱۵مه په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته وینا کې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې د افغانستان له اوسني نظام سره دې تعامل وکړي او هېڅ ډول ګډوډۍ او مخالفت ته دې د لمن وهلو هڅه نه کوي.

ښاغلي متقي وویل: "له تحول وروسته د دې نظام د ناکامۍ ډېره هڅه وشوه خو بریالي نه شول."

حنفي: نړۍ سره ښې اړیکې غواړو

Hanfi

د عکس سرچینه، rta

د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستیال دې غونډې ته وویل،‌ زموږ پالیسي دا ده چې له افغانستانه به د هېڅ کوم هېواد یا ګاونډي پر وړاندې زموږ خاوره ونه کارول شي.

ده وویل "البته له نورو هم غواړو چې د دوی خاوره زموږ پر ضد ونه کارول شي، دا بالمثل روابط دي. له نورو هېوادونو سره ښه اړیکي غواړو او له دوی هم دا ډول چلن غواړو. که د نړۍ هېوادونه افغانستان کې دایمي ثبات غواړي او د نشه يي ‌توکو له شره ځان خلاص کړي، باید د لویو انکشافي پروژو د عملي کېدو مانع نه شي او د افغانستان هغه پیسې چې د دوی بانکونو کې دي د بېرته ترلاسه کولو مانع ونه ګرځي."

احمد مسعود: د فغانستان د خلکو پر ځای دې هېوادونه پرېکړه نه کوي

MS

د افغانستان ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو د یوه مخالف لوري مشر احمد مسعود واک ته د طالبانو د بیا رسېدو د دویم کال په مناسب غبرګون کې د سیمې له هېوادونو غوښتي چې د افغانستان د خلکو پر ځای دې دوی پرېکړه نه کوي، طالبانو سره ستراتېژیک اړیکي نه جوړوي... او د افغانستان د خلکو له حق سره دې دده په وینا جفا نه کوي.

هغه دا څرګندونې د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې د زوم له لارې یوې جوړې شوې غونډې ته کړې، چې د افغانستان یو شمېر سیاسي څېرو او تاجکستاني کارپوهانو پکې برخه درلوده.‌

ښاغلي مسعود ټینګار کړی چې "د افغانستان راتلونکې حل‌لاره سیاسي ده" خو طالبان په هېڅ ډول روغې جوړې او خبرو اترو ته نه دي حاضر شوی،‌ په داسې حال کې چې د ده په خبره "بله لار نه لري."

هغه وویل "افغانستان کې رښتینې سوله چې د خلکو او سیمې اړتیا ده، له داسې حکومت سرچینه اخلي، چې د افغانستان د واقعیت استازولي وکړي. "

(د افغانستان ازادۍ جبهه): طالبان له زور پرته بل څه نه مني

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

د افغانستان ازادۍ جبهې په نامه د طالبانو یو بلې مخالفې ډلې د دوی د بیا واکمنېدا دوو کلونو پوره کېدو په درشل کې یوه اعلامیه کې ویلي، واک ته د طالبانو له رسېدو سره دوه کاله داسې وخت کې پوره کېږي چې "د هرې ورځې په تېرېدو زموږ خلک، سیمه او نړۍ د طالبانو د اجیرې ډلې له وجودي واقعیت او وحشته ډک هویت درک کوي".

دغې ډلې ویلي، چې داسې بې نومه او غمجنه ورځ باید د بشر په تاریخ کې تکرار نه شي.

دا ډله چې اوس تر ډېره سره پاشل شوې او خپلمنځي اختلافاتو کمزورې کړې ده، پوښتلي چې له وسله والې جګړې پرته د کومو معیارونو او میکانیزم له مخې د طالبانو واکمني ختمول ممکن دي؟

یاده ډله وايي ددغې جبهې له جوړېدو تر ننه باور دا دی چې طالبان له زور پرته بل هېڅ معیار ته غاړه نه ږدي، "د هغوی له اصلي ملاتړو سره د مخامخ خبرو پرته بله چاره نه شته."

م. م: د طالبانو ۵۰ فرمانونو/حکمونو د ښځو د ژوندانه پر هره برخه اغېز کړی

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

د ملګرو ملتونو (یو اېن ویمن) په یوه تازه بیان کې ویلي، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵مه په افغانستان کې د ښځو لپاره هرڅه بدل شول. لومړی د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار محدودیتونه ولګول شول، بیا عامه ژوندانه کې د ښځو پر ازادۍ او د هغوی پر جامو سخت دریځانه قوانین تحمیل او محدودیتونه ولګېدل.

اعلامیه کې ویل شوي، اوس دوه کاله وروسته طالبانو په څه باندې ۵۰ فرمامونو او حکمونو په لوی لاس په نا انډولیز ډول خپله تګلاره تحمیل کړه چې د ښځې د ژوند پر هره برخه یې اغېز کړی، ان دا چې د ښځې د ناستي، تګ او جامو په اړه هم سپارښتنې پکې شته.

د اعلامیې له مخې، له لومړۍ ورځې د طالبان د زندۍ کولو،‌ ترهولو او ځپلو سیاست پر وړاندې خپل اعتراض او مقاومت بند نه کړ.‌ موږ له اګسټ وروسته دا باور رامنځ ته کړ کله چې بې عدالتي نورم وي، نو چوپه خوله پاتې کېدل توجیه کېدای نه شي.

د "اصلاح شویو" طالبانو مفهوم په ښکاره غلط دی'

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 3

د ملګرو ملتونو تر ۳۰ ډېرو د بشر حقونو خپلواکو کارپوهانو په یوه خبرپاڼه کې واک ته د طالبانو له رسېدو او دوه کلنې واکمنۍ پوره کېدو په مناسبت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانانو ملاتړ ته ژمن پاتې شي.

دوی ویلي، په دې موده (تېرو دوو کلونو) کې د افغانستان اوسنیو واکمنو د ژمنو او عمل ترمنځ واټن پراخه شوی دی، دوی د "اصلاح شوي" طالبانو مفهوم هم رد کړ.

د ملګرو ملتونو اعلامیه کې یادو کارپوهانو ویلي، "پر وګړو د طالبانو تحمیل شوې تګلارې په دوامداه، سیستماتیک او ټکان‌ورکوونکي ډول د زدکړو، کار او د بیان د ازادۍ، غونډې او انجمنونو د حقونو په ګډون ګڼ شمېر بشري حقونه لغوه کړي."

دغو کارپوهانو د اعدامونو او د اجباري تري تم کېدو، په پراخه کچه د خپلسرې نیونې، ربړونې او ناوړه چلن په ګډون ګڼو سرغړونو ته اشاره کړې ده.