محمد زمان مزمل: "ټولې حکومتي چارې یوازې مفتیانو ته مه سپارئ"، نړۍ سره سیالۍ ته وګورئ

د ویډیو تشریح، محمد زمان مزمل: "ټولې حکومتي چارې یوازې مفتیانو ته مه سپارئ"
د خپرېدو وخت

لیکوال او د طالبانو حکومت ملاتړي فرهنګي محمد زمان مزمل په نننۍ غونډه کې د افغانستان له اوسنیو مشرانو وغوښتل چې د خپلې واکمنۍ پر درېيم کال دې په کور دننه او بهر د ښځو د حقونو په ګډون د افغانانو ستونزې حل کړي او حکومتي چارې دې یوازې مفتیانو ته نه سپاري او نه دې هم ځينې مسایل فتواو ته ځنډوي. ښاغلي مزمل دغه خبرې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو د دوه کلنۍ په مناسبت جوړې شوې غونډه کې کولې.