فرانسه کې یو سړی د خپلې مېرمنې او څلورو ماشومانو د وژنې په تور نیول شوی

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK
د فرانسې پولیسو یو ۳۳ کلن سړی د خپلې مېرمنې او څلورو ماشومانو د وژلو په شک نیولی دی. څېړنې وروسته له هغه پیل شوې چې پنځه جسدونه د پاریس شمال ختیځ ته په ۴۰ کیلومترۍ (۲۵ مایله) کې د میوکس په یوه اپارتمان کې وموندل شول.
قربانیان یوه ښځه او د هغې څلور ماشومان دي چې د ماشومانو عمرونه د نهو میاشتو او لسو کلونو ترمنځ دي.
څارنوال ژان بپټیسټ بلیډیر دا د "سخت تاوتریخوالي" یوه صحنه وبلله، وايي کله چې پولیس د پېښې اپارتمان ته ورسېدل، هلته د وینې "ډنډ" و.
هغه د سې شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، کور کې د غلا هېڅ نښه نه ده موندل شوې او د ماشومانو پلار هم موجود نه و.
د پېښې په اړه دا خبر وروسته له هغه ورکړل شو کله چې یوې ګاونډۍ څو ځله یادې کورنۍ ته د رسېدو هڅه وکړه او کله چې هغې ولیدل پردې ښکته دي، هغې داسې وانګېرله چې ګنې کوم وران کار شوی دی.
هغې فرانسوي رسنیو ته وویل چې د دروازې په دستګیر او د دروازې مخې ته یې وینه وموندله او بیا یې پولیسو ته زنګ وواهه.
پولیسو د څار کامرې وکتلې، مشکوک تن یې وموند او بالاخره هغه یې نژدې سېوران کې د خپل پلار په کور کې ونیو.
ښاغلي بلیډیر وویل مشکوک د کورني تاوتریخوالي د یوې پخوانۍ قضیې له امله هم پولیسو ته معرفي شوی و، خو کوم جرمي ریکارډ یې نه درلود.
د څارنوال په وینا، په ۲۰۱۹ کې، د دغې جوړې د درېیم ماشوم له زیږون یوه میاشت مخکې، مشکوک کس په خپل ملګري د چړې برید وکړ.
د ویرسیل قضایي پولیس خدمت د وژنو په اړه تحقیقات کوي. ښاغلي بلیډیر وویل چې مور او د هغې دوه مشرې لوڼې چې عمرونه یې لس او اوه کاله دي "د چړې له لویو ټپونو" کړېدلې دي.
د دوو تر ټولو کوچنیانو ماشومانو؛ چې یو یې څلور کلن هلک او بل نهه میاشتنی ماشوم دی، پر بدنونو هېڅ ښکاره ټپونه نه دي موندل شوي او "زندۍ شوي یا یا احتمالا ډوب کړل شوي" دي. له مرګ وروسته د دوی معاینه به د چهارشنبې په ورځ وشي.
ګاونډیانو وویل چې ۳۵ کلنه مور "ښه ښځه وه او له هرچا سره یې خبرې کولې".
یوې ښځې د پلار په اړه وویل چې هغه ارام و خو "هوسا نه و". هغې وویل چې مېرمنې د خپل مېړه د دندې له لاسه ورکولو وروسته د خپګان خبره کړې وه. ګاونډۍ دا هم وویل چې مشکوک "تر درملنې لاندې" و.
دا فرانسه کې د خپل ډول لومړنۍ پېښه نه ده. په تېره نومبر میاشت کې، یوه ۴۱ کلن سړي د خپلو درېیو لوڼو چې عمرونه یې څلور، لس او ۱۱ کاله وو، په وژلو اعتراف وکړ او ځان یې وسپاره.
دا پېښه د پلازمېنې سوېل ختیځ الفورټوېل ښارګوټي په یوه کور کې شوې وه.
په تېر اکتوبر میاشت کې هم، یو پولیس خپلې درې لوڼې مخکې له دې چې ځان ووژني، د ویلډ اویس په ویمارس کې پخپل کور کې وژلې وې.


















