تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرایین چارواکو د سیل لپاره بهر ته د تللي پارلمان غړي پر ضد جنايي دوسیه قضیه ثبت کړې
- Author, انا نیکولاسي دي کوستا
- دنده, او بي بي سي مانیټورینګ
- د خپرېدو وخت
د اوکرایین چارواکي د دې هېواد پارلمان یوه غړي په هکله له دې کبله پوښتنې، ګروېږنې کوي، چې له کورنۍ سره یې په مالدیپ کې د سېل پر مهال له قانونه سرغړونه کړې او که نه.
د یادونې ده، چې پر اوکراییني حکومتي چارواکو د سیل لپاره له هېواده د بهر سفر بندیز لګېدلی او دغه راز هغه ځوانان د سفر لپاره ځانګړې اجازې ته اړتیا لري، چې عمر یې د جبري عسکري خدمت حد ته رسېدلی وي.
د پارلمان غړي یوري اریستوف په هکله اوس اوکراییني چارواکو د پوښتنو، ګروېږنو یوه جنايي دوسیه پرانیستي چې معلومه کړي ایا مسوولینو ته یې د خپل سفر په هکله ناسم معلومات ورکړي او که نه.
مسوولین وايي، که پر ده ثابته شي چې له قانونه یې سرغړونه کړې، کېدای شي تر دریو کلونو پورې د زندان سزا ورکړل شي.
د ښاغلي اریستوف د سفر په تړاو د معلوماتو یو ځای کولو دا جنايي قضیه د اوکرایین امنیتي ځواکونو او د دې هېواد ملي تحقیقاتي ادارې (اېس، بي، ای) په شریکه پرانیستې ده.
د اېس، بي، ای، مسوولین وايي، د دوی په لومړنیو تحقیقاتو کې معلومه شوې، په داسې حال کې چې د ښاغلي اریستوف نوم د ناروغۍ له کبله د رخصت اخیستونکو په نوملړ کې ثبت شوی و، دی له مېرمن او ماشومانو سره په اتحاپوشي شخصي ټاپو کې لیدل شوی.
نوموړی د تېرې جون میاشتې له پنځمې د جولای تر ۲۲ مې پورې په رخصت تللی و او په لومړي سر کې پولنډ ته د درې ورځني کاروباري سفر لپاره تللی و.
د جولای په نیمايي کې بیا نوموړی لومړی ځل اوکراییني خبریالانو په مالدیپ کې لیدلی و.
پر سې شنبه د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي حکومتي مسوولینو ته په یوه وینا کې خبرداری ورکړ چې له ملي ګټو سره هر ډول ''خیانت'' به ''غوسه وپاروي.''
نوموړي وویل: ''کله چې پرلپسې وینو او محسوسو چې زموږ جنګیالي او زموږ خلک چې د ازادۍ او بري لپاره له هرې شونې او ناشونې لارې روحیه او قوت پیدا کوي، هر ډول داخلي خیانت، هر ډول سمندر غاړې [ساعت تېری] او د اوکرایین ګټو پر ځای شخصي ګټې به تر وروستي بریده غوسه وپاروي.''
بل لور د اوکرایین پارلمان مشر رسلان ستیفانچوک پر فېسبوکپاڼه یوه پیغام کې ویلي، ښاغلي اریستوف خپله استعفا ورسپارلې، چې په وینا یې د پارلمان په راتلونکې ناسته کې به پرې بحث وشي.
سږ کال چې په اوکرایین کې د اداري فساد پر ضد پراخ کمپاین پیل شو او ولسمشر زېلینسکي ګڼ شمېر چارواکي رد او بدل کړل، لوی شمېر لوړپوړو اوکراییني چارواکو استعفاوې وکړې.