د پښتونخوا سندرغاړې سحرش خان غواړي افغان سندرې پښتونخوا کې وړاندې کړي
د خپرېدو وخت
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په موسیقۍ بندیز لګېدلی دی. افغان سندرغاړي او د موسیقي الاتو غږونکي اوس د پخوا غوندې خپل هنر نه شي وړاندې کولی.
په پېښور کې د پښتونخوا سندرغاړې سحرش خان وايي همدې تشې ته په پام سره غواړي چې افغان سندرې په پښتونخوا کې وړاندې کړي.















