د طالبانو دفاع وزیر: "د افغانستان په ناامنیو کې تاجکستاني او پاکستاني وګړي ډېر ښکېل دي"

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان کې د طالبانو دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد ادعا کړې، چې د دوی واکمنۍ له پیل راهیسې افغانستان کې په شویو ټولو بریدونو کې بهرني وګړي په ځانګړي ډول "پاکستاني او تاجکستاني وګړي" ښکېل دي.
نوموړي نن (د یکشنبې پر ورځ) د ډسمبر په ۳۱مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال په کمساري ډول د دغو هېوادونو د نیول شویو وګړو اټکلي شمېرې هم ډاګیزې کړې.
ښاغلي مجاهد چې د امنيتي او تصفيوي چارو کمېسيون په استازولۍ یې خبري غونډې ته وینا کوله وویل "په مساجدو، خانقاوو دیني عالمانو او ولسي وګړو شویو ټولو حملو کې له بهرنیو وګړو په ځانګړي ډول له تاجکستاني وګړو ګټه اخېستل شوي."
هغه وویل په دې موده کې "لسګونه تاجکستاني وګړي د طالبانو په عملیاتو کې وژل شوي او لسګونه نور یې ژوندي نیول شوي دي."
د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکي ادعا وکړه چې "په دویمه درجه کې د افغانستان دننه په تخریبي عملیاتو کې پاکستانیان ډېر ښکیل وو."
د نوموړي په ټکو "ځواکونو یې له شلو زیات پاکستاني وګړي په عملیاتو کې وژلي او سلګونه نور یې ژوندي نیول شوي دي."
په افغانستان کې د ډېرو امنیتي پېښو مسولیت اسلامي دولت ډلې (داعش) اخیستی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي مجاهد دا کسان افغانستان کې ناامنیو کې ښکیل وبلل، خو له دې نږدې میاشت مخکې د طالبانو کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې په لومړي ځل د ۱۴۰ پاکستاني طالبانو د نیولو پخلی هم کړی و.
د دغو شمېرو له بیان وروسته مولوي محمد یعقوب مجاهد په هېوادونو د همکارۍ غږ وکړ او په وینا یې "مونږ له ټولو هېوادونو چې شریر عناصر یې له لارې افغانستان ته داخلیږي په کلکه غواړو، چې خپل ځمکني او هوايي پولې جدي کنترول کړي."
طالبان داسې مهال له تاجکستان او پاکستانه شکایت کوي، چې دغو دواړو هېوادونو په پرلپسې ډول له افغان خاورې دوی ته په ورپېښو ګواښونو غږ پورته کړی.
پاکستان بیا په ښکاره وايي، چې پاکستاني طالبان افغانستان کې خوندي ځایونه لري او دغه هېواد کې په شویو ډيرو بریدونو کې هم افغانان ښکېل وو.
د طالبانو دفاع وزیر او د امنیتي او تصفیوي کمیسیون دغه مشر ټینګار وکړ، چې چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې ناوړه ګټه واخلي.
هغه له دې څرګندونو سره په ډاډ وویل، رسمي او نارسمی پولې د امنیتي ننګونو پر وړاندې فعالې او دا پولې تر ډېره بریده له ټولو وقایوي تدبیرونو سره خوندي دي.
"ملګري ملتونه او امنیت شورا د ناسمو اطلاعاتو ښکار شوې"

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت چې لا ورسره نړۍ رسمي تعامل نه لري اوسنی وخت حساس بولي او وايي، سیمه کې له افغانستانه د اندېښنو د راپورته کولو منظمې هڅې روانې دي چې باید نړۍ ورته پام وکړي.
مولوي محمد یعقوب مجاهد وايي "له بده مرغه ملګري ملتونه او امنیت شورا هم د داسې کاذبو اطالاعاتو ښکار شوې چې د شریرو کړیو لخوا خپریږي."
هغه ویلي افغانستان کې د ورانکاره ډلو فعالیتونه د تېر کال پرتله ۹۰ سلنه کم شوي.
ښاغلي مجاهد دا و نه ویل چې له ورانکاره ډلو یې موخه څوک دي، خو ظاهرا داسې ښکاري چې موخه یې د طالبانو مخالفې ډلې دي چې د حکومت په مخالفت یې غونډې جوړې کړي او بهر کې فعالیت کوي.
داسې حال کې چې د مقاومت په نوم جبهه وخت نا وخته پر طالبانو د بریدونو رپوټونه خپروي، ښاغلي مجاهد وویل ټول هېواد کې به دچاته د هیڅ تحرک اجازه ورنکړي او په وینا یې "د دوی اسلامي نظام خلاف هر ډول نظامي حرکت بغاوت ګڼل کېږي ."

د عکس سرچینه، Getty Images
په همدې مهال د مقاومت په نوم جبهې د تېرو شپږو میاشتو رپوټ خپور کړی او په طالبانو یې د ۹۰ بریدونو ادعا کړې.
دغې ډلې ویلي چې پخپلو بریدونو کې یې د طالبانو ۹۰ غړي وژلي او ۱۱۰ نور ژوبل کړي دي.
د کلني روپوټ خپرولو پر مهال د طالبانو دفاع وزیر په ځينو نورو موضوعاتو هم وغږېد او ادعا یې وکړه چې د حکومت لاسته راوړنې او ښه امنیت یې له هیچا نه دی پټ.
نوموړي د نړۍ له دوه ګوني چلند څخه د شکایت تر څنګ ټينګار وکړ چې په کورني او بهرني سیاست کې یې دوستي او دوښمني د اسلامي شریعت د لارښوونو پر بنسټ فعاله ده.



















