تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"زموږ د ګوتو نښه ممکن پر یوه کس پورې ځانګړې نه وي"
- Author, زويي کلاینمن
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
ډېری پر دې باور دي چې د یوه انسان د هرې ګوتې نښه په بشپړه توګه تر هغه پورې منحصره ده، خو دا باور اوس د کولمبیا پوهنتون کې د څېړنې له لارې ننګول شوی دی.
په امریکایي پوهنتون کې یوې ډلې د ۶۰۰۰ ګوتو د نښو مشخصولو په اړه مصنوعي ځیرکتیا ددې لپاره ازمویلې ده چې مشخصه کړي ایا د ګوتو نښه رښتیا هم پر یوه کس پورې تړاو لري.
څېړونکي ادعا کوي چې دا ټیکنالوجي ښايي له ۷۵ تر ۹۰ سلنې دقت پورې مشخصه کړای شي چې ایا د ګوتې نښه رښتیا پر یوه کس پورې محدوده ده او که نه.
مګر دوی سم نه پوهېږي چې دا څنګه کار کوي.
پروفیسور هاډ لیپسن - چې په پوهنتون کې روباتیک متخصص او د یادې څېړنې څارونکی و، مني چې "دقیقاً نه پوهېږو مصنوعي ځیرکتیا څنګه کار کوي".
قانوني علوم
دا څېړونکي فکر کوي چې د دغو نښو د مصنوعي ځیرکتیا هغه طریقه چې دوی یې تحلیلوي له دودیزې کړنلارې سره توپیر لري – په دې معنا ددې پرځای چې مهمې نښې یا ترې دوه ډوله شوې نوعې په پام کې ونیسي، د ګوتې منځ کې پر راوتلې برخه تمرکز کوي.
پروفیسر لیپسن وايي: "روښانه ده چې دا د قانوني ساینس هغه دودیز میتودونه نه کاروي چې څو لسیزې زاړه دي. داسې برېښي چې دا ممکن د ګوتې په منځ کې له کوږوالي او د اړولو له زاویې ګټه اخلي."
هغه وايي د دې څېړنې پایلې د هغه او کارپوهونې د پړاو له محصل ګیب ګونو دواړو لپاره د حیرانتیا وه. دی زیاتوي "موږ دواړه مشکوک وو.. دوه ځله او درې ځله مو وارزوله".
خو دا خبر ممکن په دې برخه کې د نورو کارپوهانو لپاره نوی نه وي.
د هال پوهنتون د قانوني علومو پروفیسور ګرېهم وېلیمز وايي، د یوازې یوه کس لپاره د ګوتو د اشارې ځانګړې کېدو نظر هېڅکله ثابت شوی نه دی.
د هغه په وینا، "موږ نه پوهېږو چې د ګوتو نښه واقعاً ځانګړې ده. یوازېنی شی چې موږ یې ویلای شو هغه دا دي څومره چې موږ پوهېږو، تر اوسه هېڅ دوو کسانو د ګوتې ورته نښه نه ده لرلې".
د جرم صحنه
د کولمبیا پوهنتون د څېړنې پایلې کولی شي د بایومیټریک او قانوني علومو لپاره احتمالي پایلې ولري – هغه هم د یوې وسیلې د قلف ماتولو یا معلوماتو وړاندې کولو لپاره د یوې مشخصې ګوتې کارولو په مټ.
که د بېګې په توګه، د (الف) جرم په صحنه کې د ناپېژاندې ګوتې نښه وموندل شوه او د (ب) جرم په صحنه کې د بلې ناپېژاندې ګوتې نښه وموندل شوه، اوسمهال په قانوني علومو کې له یوه شخص سره د دواړو تړاو ورکولو لپاره هېڅ لار نه شته- خو د مصنوعي ځیرکتیا دا وسیله ښايي دا ډول تړاو تشخیص کړای شي.
د کولمبیا پوهنتون څېړونکي چې په قانوني علومو کې هېڅ تخصص نه لري دا مني چې نورې څېړنې باید وشي.
د مصنوعي ځیرکتیا وسیلې ډېر کله له ډېرې ډېټا په ګټه اخیستو شننه ترسره کوي او د دې ټیکنالوجۍ د لا پراختیا لپاره د ګوتې خورا ډېرې نښې پکار دي.
سربېره پردې، ټول هغه کارونه چې د دې مصنوعي ځیرکتیا د روزلو لپاره کارول شوي بشپړ او لوړ کیفیت درلود، حال دا چې په واقعي نړۍ کې معمولا موندل شوې نښې نیمګړې او بېکیفیته دي.
د ښاغلي ګونو په وینا، "زموږ وسیلې په محکمه کې د وړاندې کېدونکو ثبوتونو په باره کې په درد نه خوري.، خو دا د قانوني څېړنو موندلو کې د ثبوت رامنځ ته کولو لپاره کارول کېدای شي."
خو د سټفورډشایر پوهنتون کې د حقوقي علومو مرستیاله استاده ډاکټره سارا فېلډهاوس دا لیرې ګڼي چې ګڼي دا څېړنه دې په اوسني وخت کې پر جنايي قضیو (د پام وړ اغېز) وکړي.
هغه وايي چې دا روښانه نه ده چې څنګه پوټکی له یوې سطحې سره په لګېدو د مصنوعي ځیرکتیا پر نښو اغېز کولی شي، یا دا چې نښې په ټول عمر کې یو شان پاتې کېږي او که نه، حال دا چې دودیزې نښې نه بدلېږي.
مګر د دې پوښتنو ځواب اسانه کار نه دی؛ څېړونکي ډاډمن نه دي چې مصنوعي ځیرکتیا دقیقا څه کار کوي، دا هغه ستونزه ده چې مصنوعي ځیرکتیا ورسره لاس او ګرېوان ده.
د کولمبیا د پوهنتون څېړنه درېمګړې ډلې ته سپارل شوې او پایلې به یې د علمي پرمختګ په ژورنال کې خپرې شي.
د بریتانیا چشر کې دوه غبرګوني اوسېږي. نیا یې بي بي سي ته وویل، دوه لمسیان یې د یو او بل د ایفون پاسورډ پخپلو ګوتو پرانیستلی شي.
هغې وويل: "د کرېسمس په ورځ دوی ما ته وښوده. د زیږون پر مهال موږ ته ویل شوي وو چې دوی یو شان دي، خو هرڅومره چې لویان شول، توپیر یې ما ته په ډاګه شو."
هغه دا ادعا هم کوي چې لمسیان یې د ټیلیفون د مخ پېژندلو سیستم هم تېر ایستلی شي.
د ګوتو نښې له زیږون دمخه جوړېږي. تېر کال یوه خپره شوې څېړنه کې په ډاګه شوه چې ددغو نښو تر شا ژنتیکي بهیر شاید د وحشي خرو او پړانګانو پر جسم له نښو سره ورته وي: هغه نظریه چې الان تورینګ لومړی ځل په ۱۹۵۰ لسیزه کې مطرح کړې وه.