تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د یوې کورنۍ ټول غړي د ګوتو نښان نه لري
- Author, میر صابر
- دنده, بي بي سي بنګالي، ډاکه
- د خپرېدو وخت
اپو سرکار له بنګله دېشه د خپل لاس ارغوی ماته د ویډیو له لارې راښکاره کړ. په لومړي سر کې ما ته په کې هېڅ شی غیر معمول ښکاره نه شو، خو چې ورته ځیر شوم د ګوتو ښویو څوکو ته مې پام واوښت.
اپو چې ۲۲ کلن دی په شمالي راجشاهي ولسوالۍ کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي. تر وروستیو کې یې د طبي مرستیال دنده ترسره کوله. پلار او نیکه یې بزګران ول.
د اپو په کورنۍ کې داسې ښکاري چې یوه غیرعادي نښه په ارث ورپاتې شوې چې په نړۍ کې ډېرې لږې کورنۍ یې لري: ګوتې یې نښې نه لري او ښوی-پی دي.
اپو وايي، د نیکه په وخت کې مې فکر نه کوم چې دا دې کومه ستونزه وه، خو په وروستیو لسیزو کې چې زموږ د ګوتو پر څوکو تاو-را-تاو شوې لیکې چې په علمي اصطلاح یې دېرماتېګلېفس بولي، په نړۍ کې د بایومېترېک اسنادو له پاره کارېږي او خورا مهمې دي. موږ یې د هوايي ډګر سرحدي پولیسو له دستګاه نیولې بیا تر رایه ورکولو او آن موبایل پرانیستلو کاروو.
په ۲۰۰۸ کال کې چې اپو لا هلک و، بنګله دېش کې د برېښنايي تذکرو وېش پیل شو او په سیستم کې باید د پېژندپاڼې د څښتن د ګوتو چاپ اخیستل شوی وای. د تذکرو ویشونکي کارکوونکي حیران پاتې ول چې د اپو پلار، امل سرکار ته څنګه پېژندپاڼه ورکړي. بالاخره یې ورکړه، خو پرې لیکلي ول چې: د ګوتو نښان نشته.
په ۲۰۱۰کال کې د ګوتو چاپ د پاسپورټ او موټرچلولو لایسنس کې جبرې شول. امل ډېره هڅه وکړه چې د روغتیايي پاڼو په وړاندې کولو پاسپورټ واخلي او آخر یې ورکړ. خو چې کله یې لایسنس اخیسته ور یې نه کړ. امل وايي له دې ستونزې سخت کړېږي او په ډېرو هغو ځایونو کې چې د ګوتو چاپ غوښتنه ترې کېږي او دی یې نه شي برابرولی شرمېږي.
په ۲۰۱۶ کال کې دولت جبري کړه چې د موبایل سېم کارت اخیستلو له پاره دې هم د ګوتو چاپ واخیستل شي او له دولتي سیستم سره دې سرورکړل شي.
اپو وايي، زه چې ورغلم چې سیم کارت واخلم هر ځل به ماشین جام شو. اوس د دوی د کورنۍ ټول غړي داسې سیم کارتونه لري چې د مور په نامه یې اخیستل شوي.
لومړی ځل د ادېرماتېګلېفیا ستونزه هغه مهال وپېژندل شوه چې سویسی جلدي ډاکتر پیتر یتېن سره یوې ښځې تماس ونیوه چې په ۲۰۰۷ کال کې یې امریکا ته د ننوتو پرمهال ستونزه درلوده او پر پاسپورټ یې عکس دې ته ورته و خو د ګمرک چارواکو یې د ګوتې چاپ اخیستلی نه شوای. ځکه هېڅ یې نه درلودل.
تر معاینې وروسته پروفیسر یتېن وموندله چې دا ښځه او د کورنۍ اته غړي یې همدا ستونزه لري. ده بي بي سي ته وویل چې دا ستونزه ډېره کمسارې ده او د ګوتو په شمار کورنۍ تراوسه ثبت شوي.
څېړنو ښودلې چې له لاسو پرته دا ستونزه د بدن پر بل ځای منفي اغېز نه لري.
کله چې پروفیسر یتېن دغه ناروغي وموندله او نوم يې ادېرماتېګلېفیا کېښود، یو بل نوم یې هم ورته وکاراوه. داسې نوم چې له لومړنۍ کس سره چې امریکا ته د ننوتو پرمهال ستونزې سره مخ شوې وه تړاو درلود، "سرحدي پولیسو سره د ځنډ ناروغي ".
سرحدي پولیسو سره د ځنډ ناروغي د یوې کورنۍ څو نسله اغېزمن کولی شي. د اپو تره ګوپېش چې له ډاکې ۳۵۰ کیلومتره لېرې په دېنجپور کې ژوند کوي، دوه کاله منتظر و چې د پاسپورټ منظوري یې راغله.
ګوپېش وايي، ما څلور پنځه ځلې سفر کړی چې ورشم او چارواکي قانع کړم چې داسې یوه ستونزه لرم.
کله چې د ګوپیش په دفتر کې نوی سیستم فعال شو چې حاضري به د ګوتو چاپ په برېښنايي ماشین ثبتېده، ګوپېش اړ و پر خپلو مشرانو ومني چې دی پرېږدي د پخوا په شان پر کاغذ خپله حاضري لاسلیک کړي.
سره له دې چې اوس د ځینو اسنادو په اخیستو کې بنګله دېش د بایومېترېک له نورو طریقو لکه د مخ پېژندل او د سترګو له عکسه هم کار اخلي چې د اپو دوی کورنۍ ته یې تر یوه بریده کار آسانه کړی، خو بیا هم د موټر چلولو لایسنس نه شي اخیستی او سیم کارت به د بل چا په نامه اخلي.
عکسونه: د سرکار کورنۍ دي.