تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"یعقوبۍ او حقانۍ لونګۍ"، کندهارۍ خولۍ او تور حجابونه؛ د طالبانو حکومت د افغانانو پر لباس څه اغېز کړی؟
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
"د کابل ځوانانو باندې لونګۍ خرڅه کړو او دوکان کې یې ور وتړو، خو چې کور ته لاړ شي ترې خرابه شوې وي نو بېرته راشي چې لږه یې بیا راوتړئ"
دا د کابل نوي ښار د یوه لونګۍ پلورونکي عبدالبصیر معصوم خبرې دي چې وايي، د کابل مېشتو ځينو ځوانانو له پټکي سره "لېوالتیا" ډېره شوې خو لا یې د تړلو چل سم نه دی زده.
د لونګۍ له تړلو سره دا نابلدتیا ښايي د هغو ځوانانو وي چې د طالبانو تر حکومت مخکې یې د ورځې موډ کالي اغوستل او کله یې پګړۍ نه ده تړلې. خو دا چې اوس د "لېوالتیا" او که د "وخت تقاضا" ته په کتو پټکی تړي، جلا بحث دی مګر ځينې سوداګر وايي چې د لونګیو، کندهارۍ خولیو، څادرونو او حجابونو بازار پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره غوړېدلی دی.
ځکه خو د کندهار اوسېدونکي ښاغلي معصوم په څېر ځينو سوداګرو تر ولایتونو وروسته، اوس په کابل او نورو لویو ښارونو کې هم د لونګیو، پاجونو، څادرو، کندهارۍ خولیو او عطرو دوکانونه کړي دي.
کومې لونګۍ ډېر مینه وال لري؟
ځینو تجارانو آن د يو شمېر طالب چارواکو په نوم "حقانۍ" او "یعقوبۍ" لونګۍ رایستلې دي چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب په نوم مسما دي او عکسونه یې هم پرې لګېدلي دي.
عبدالبصیر معصوم وايي، "یو ډول لونګۍ هله د یعقوبۍ په نوم مشهورې شوې چې یو ځل ملا یعقوب صاحب تړلې وه نو د خلکو ډېره خوښه شوې وه ځکه چې هغه پر ګران دی. نو له هماغه راهیسې یې نوم یعقوبۍ لونګۍ شو. خلک یې خوښوي او ښه خرڅېږي"
ښاغلی معصوم وايي چې دا لونګۍ په اصل کې د پاکستان له سېند او پنجاب ایالتونو افغانستان ته صادرېږي او په وینا یې، بیې یې له اتو سوو بیا د ښه کېفیت ورېښمينې هغه یې تر څلورنیم زرو افغانیو دي.
دی زیاتوي، "په کندهاریو خولیو کې هم یعقوبۍ خولۍ شته خو هغه تر امارته (د طالبانو حکومت) مخکې هم رواج وې او جمالۍ خولۍ هم خلک ډېرې خوښوي"
ښاغلی معصوم همدا راز وايي چې پاجونه هم خلک اخلي، "خو مخکې ګران او متر یې په ۵۰۰افغانۍ و، خو اوس بېرته په متر کې ۲۰۰ افغانۍ راټيټ شوي" چې تر ډېره له چینه کندهار او بیا د افغانستان نورو سیمو ته ځي.
عبدالبصیر معصوم له تېرو شاوخوا ۱۳ کلونو راهیسې همدغه کاروبار کوي او وايي، په وروستیو دوو کلونو کې یې سوداګري تر بل هر وخت ښه شوې ده.
"نن سبا کندهارۍ خولۍ سیاست کوي"
د افغانستان بېلابېلې سیمې ځانګړی لباس لري او د مختلفو قومونو تر منځ ډول ډول کالي دود دي خو په وروستیو کې د لباس اړوند ځينې توکي د یو شمېر مشخصو کسانو یا سیاسي شخصیتونو سبمول هم ګرځېدلي دي. لکه پکول.
پکول چې په کورمه او یا په کوزه پښتونخوا کې یې "چترالۍ خولۍ" هم بولي او خلک یې پرسروي، په پکتیا، خوست، کونړ، پنجشېر او ځينو نورو سیمو کې هم د پښتنو او غیر پښتونو تر منځ دود دی. خو په افغانستان کې له کورنیو جګړو راهیسې پخواني جهادي قومندان او د طالبانو مخالف احمد شاه مسعود او ډلې ته یې منسوب بلل کېږي.
ښايي همدا لامل وي چې کله مې د کابل پل خشتي جومات ته څېرمه د کندهارۍ خولیو، پاجونو او څادرونو یو پلورونکی وپوښت چې څنګه يې اوس کندهارۍ خولۍ ډېرې ايښې دي، خو مخکې به یې پکولونه امبار کړي وو؟ نو د ده ځواب و چې، "نن سبا کندهارۍ خولۍ سیاست کوي او ډېرې خرڅېږي خو د پکول وخت اوس تېر دی"
د یادولو ده چې د طالبانو په حکومت کې د ادارو له کارکوونکو هم غوښتل شوي چې کالي او ظاهري بڼه یې باید له "اسلامي شریعت او سنتو" سره برابره وي چې تر ډېره ترې هدف د ږیرې پرېښودل، لونګۍ وهل او د پتلون او درېشۍ پر ځای د کمیس او پرتوګ اغوستل وي.
ښايي د همدې له کبله هم ځينې دې جامې ته زړه ښه کوي او یو بل لامل دا هم کېدای شي چې ځینې فکر کوي که خولۍ او یا لونګۍ یې پر سر وي، ښايي د طالب چارواکو چلند ورسره "ښه" وي.
ښاغلی معصوم هم وايي، ځینې کسان چې کوم ریاست یا ادارې ته په څه کار پسې ځي، نو لومړۍ دوی ته ورځي، لونګۍ ترې اخلي او ترې غواړي چې ور ویې هم تړي.
"ښځې اوس د فېشني پر ځای ساده تور حجابونه خوښوي"
که څه هم د افغانستان د بېلابېلو ځایونو نجونې او ښځې د خپلې سیمې له دود او دستور سره سم حجاب کوي. څوک ټېکري او لوپټې پر سروي، چېرې برقې یا چادرۍ رواج دي، چېرې لنډ دسمالونه پر سر کېږي او چیرې بیا تور حجاب کارېږي.
خو چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول، پر ښځو د بېلابېلو بندیزونو په ترڅ کې یې پر هغوی په عام محضر کې "حجاب" جبري کړ. داسې حجاب چې "له سره تر پښو پکې پټه وي."
که څه هم دې کار ځينې ښځې او د دوی د حقونو کورني او بهرني فعالان وقهرول خو د حجابونو کاروبار یې وغوړاوه.
محمد تواب په مزار شریف کې د حجابونو دوکان لري وايي، "د جمهوریت پر تله خلک اوس ډېره د حجاب پوښتنه کوي او اخلي یې"
خو عنایت الله کابلی چې د کابل په پروان مېنه کې پلورنځی لري وايي، "مخکې د حجاب کاروبار ښه و، ښځو به اخیسته چې وظیفې ته به تلې او یا پوهنتون ته او ځینو د سټایل لپاره هم کاراوه خو اوس یې یوازې د کور ښځې ډېر اخلي او یا یې هم د اختر، نوروز او خوښيو مراسمو پر مهال بازار ګرم شي، نور نه وي"
ښاغلی کابلی وايي که څه هم "ساده، یالان، درې لمنه، مرۍ داره، کریسټالي، غمي لرونکي او خامک شوي حجابونه لري" خو د ده په وینا، "د جمهوریت وخت کې خلکو قیمتي حجابونه هم اخیستل چې پنځه شپږ زره افغانۍ کېدل خو اوس هغه هر څوک نه شي اخیستلی" او په وینا یې، "ښځې د نن سبا له شرايطو سره سم ارزانه، ساده او تور حجابونه اوس ډېر اخلي"
له دې هر څه ښکاري چې د لباس په برخه کې ښځو او نارینهو ته د طالبانو حکومت سپارښتنو د دوی د جامې پر ډول او ظاهري بڼې اغېز کړی دی خو لا هم د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په ځينو لویو ښارونو کې لیدل کېږي چې ګڼ نارینه او ښځينه د جمهوریت د مهال غوندې د خپلې خوښې کالي اغوندي او له کوم "مزاحمت" سره نه مخ کېږي.