جولیان اسانج د یوه ازاد شخص په توګه استرالیا ته ورسېد

د عکس سرچینه، EPA
جولیان اسانج دوه ورځې وروسته له هغه، چې په بریتانیا کې له زندان څخه خوشې شو او ۱۴ کاله وروسته له هغه چې قانوني قضیه یې پیل شوې وه، نن چارشنبه خپل ټاټوبي استرالیا ته ورسېد.
د جولیان اسانج الوتکه، چې استرالیا کې ښکته شوه، مېرمن او پلار یې هرکلي لپاره مخې ته ورغلل.
د اسانج مېرمنې سټېلا په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې خاوند یې یو څه وخت ته اړتیا لري ترڅو له ازادۍ سره په بشپړ ډول عادت شي او حاضر شي عام محضر کې خبرې وکړي.
سټیلا خپل اېکس باندې له هغو ملاتړو کوونکو مننه کړې چې کلونه کلونه یې د دوی ملاتړ کړی او دې ځای ته ورسېد. د ویکي لیکس ۵۲ کلن بنسټګر اسانج له محکمې د یوه ازاد شخص په توګه بهر شو.
د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز د خپل هېواد خلکو ته د نوموړي د خوشي کېدو مبارکي ورکړه.
د استرالیا حکومت د ښاغلي اسانج د ۱۴ کلنې قضیې د پای ته رسېدو هرکلی کړی دی.
د استرالیا حکومت د جوبایډن له حکومت سره د ښاغلي اسانج د خلاصون په موخه خبرې پیل کړې وې.
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن تېر پسرلی اعلان وکړ، چې د اسانج د محاکمې پای ته رسولو لپاره د استرالیا په غوښتنه غور کوي.

د عکس سرچینه، Reuters
پر اسانج تور و، چې د امریکا ملي دفاع رازونه یې ترلاسه کړي او افشا کړي دي.
امریکا تر کلونو ویل، چې د ویکي لیکس اسناد چې د افغانستان او عراق جګړو په هکله معلومات پکې یو ځای شوي وو، د ځینو کسانو ژوند له خطر سره مخامخوي.
په امریکا کې د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس په خپل رپوټ کې ویلي، اوس به ښاغلی اسانج ته په امریکا کې د زندان سزا نه ورکول کېږي او هغه موده به ورته حسابېږي، چې په بریتانوي زندان کې یې تېره کړې.
نوموړي د بریتانیا په زندان کې پنځه کاله تېر کړل. ښاغلي اسانج دې موده کې امریکا متحده ایالاتو ته د ده د سپارلو موضوع پر وړاندې کلکه مبارزه وکړه.
بلخوا د متحده ایالاتو عدلیې وزارت اعلان کړی و، چې اسانج امریکا ته له ځانګړې اجازې اخیستو پرته دننه کېدی نه شي په دې اړه د نوموړي کورنۍ وايي، چې دوی به د ولسمشر لخوا بخښنې لپاره کمپاین وکړي.
ښاغلي اسانج او وکیلانو یې تل پر دې ټینګار کړی، چې د نوموړي او د همکارانو پر ضد یې قضیه سیاسي انګېزه لري.





















