د ایران په زاهدان کې د عدلیې پر ودانۍ برید کې لږترلږه ''اته کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي''

ځايي چارواکي وايي، برید له ځايي وخت سره سم ګهیځ اته نیمې بجې پیل شو.
د عکس تشریح، ځايي چارواکي وايي، برید له ځايي وخت سره سم ګهیځ اته نیمې بجې پیل شو.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په ایران کې د عدلیې چارواکي وايي، د سیستان او بلوچستان په زاهدان کې د عدلیې پر ځايي ودانۍ یوه برید کې لږ تر لږه ''اته کسان وژل شوی او ۱۳ ټپيان دي.''

د جېش العدل نومې ډلې اړوند عدل میډیا ټیلیګرام پاڼې له لارې دغې ډلې د یاد برید مسوولیت منلی دی.

په ورته مهال د سپاه پاسداران انقلاب ځمکنیو ځواکونو قدس مرکز وايي، په دې پېښه کې ''درې تنه بریدګر هم وژل شوي دي.''

د ایران قضائیه قوې رسنیز مرکز له لوري ویل شوي، چې د مرګژوبلې دا شمېرې د لومړنیو رپوټونو له مخې خپرې شوې دي.

بل لور د سیستان او بلوچستان ولایت منتظم ځایناستی علي رضا دلیري وايي، دا برید اوس پای ته رسېدلی دی.

د سیستان او بلوچستان انتظامي ځایناستی زیاتوي، بریدګرو د ''مامورینو په جامه کې ګهیځ اته نیمې بجې'' پر دې ودانۍ برید وکړ.

جېش العدل ډلې بیا د دې برید په هکله چې دوی یې ''د عدالت څانګې'' بللې په دوو پړاونو کې کړی.

له دې مخکې د فارس خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي وو، چې د پېښې په ځای کې د ډزو له غږونو سره د چاودنې غږ هم اورېدل شوی.

د صدا او سیما خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې یو برید د ودانۍ کې دننه وژل شوی او دوه نور بیا له امنیتي ځواکونو د تېښتې او تعقیب په حال کې وژل شوي دي.

تسنیم خبري اژانس د یوه ''عیني شاهد'' له لوري یو ویډیويي کلیپ خپور کړی، چې پکې یوه ښځه غږیږي او وايي: ''درې وسله وال کسان وو، چې نژدې شل کلن وو، کوچن‍ي بریدونه یې پر شا کړي وو او ډزې یې پيل کړې.''

جېش العدل یوه اسلامپاله وسله واله ډله ده، چې ځای د ''عدالت او برابري ځواک'' بولي.

ایران دا ډله د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامله کړې.

جېش العدل ډله څوک دي؟

د جېش العدل سازمان د ايران دولت مخالفه سني اسلامپالې ډله ده چې په ځانګړي ډول په سيستان او بلوچستان ايالت کې ځان د سنيانو د حقونو مدافع ګڼي.

دغې ‌ډلې په تېرو کلونو کې د ايران له امنيتي ځواکونو سره ګڼې خونړۍ نښتې کړې دي او د ايران په سویل ختيځو سرحدي سیمو کې يې د څو وسله والو بريدونو مسووليت پر غاړه اخيستی دی.

په سيستان او بلوچستان ولايت کې د سرحدي او امنيتي ځواکونو ترور او يرغمل نور هغه فعاليتونو دي چې د جېش العدل اړوند وسله والو ترسره کړي دي.

جيش العدل چې د بلوڅو سني وسله والو ډله ده په ۱۳۸۹ کې د جندالله ډلې د مشر عبدالمالک رېګي له اعدامولو وروسته رامنځ ته شوه.

عبدالمالک رېګي تورن و چې د وسله وال فعاليت له لارې يې د ايران د ملي امنيت ضد کړنې کړې دي.