"د جیش العدل مشر له پاکستاني ځواکونو سره نښته کې ووژل شو"

ایران
د خپرېدو وخت

د پاکستان بلوچستان صوبې په تربت ولسوالۍ کې له پولیسو سره نښته کې درې ایرانیان وژل شوي، چې یو پکې ډېر غوښتی یا مطلوب کس او د جیش العدل ډلې مشر دی.

د ایران سپاه پاسدارن ته نږدې فارس خبري اژانس هم وايي، دې درې کسانو کې یو د جیش العدل ډلې مشر په عمر شاهوزي مشهور ملا عمر او دوه یې مشران زامن دي.

د تربت پولیسو د دې پېښې پخلي سره بي بي سي ته وویل، درې واړه کسان له پولیسو سره ډزو کې ووژل شول.

د چارواکو په خبره، وژل شویو کې ملا عمر او د ده دوه زامن حسن او حسین دي.

د چارواکو په خبره، درې واړه کسان ګاډي کې روان وو چې پولیسو یې سټلایټ ټاون کې د درولو هڅه وکړه.

پاکستان کې خبري سرچینې دا هم وايي، چې دې نښته کې څو پولیس هم وژل شوي دي.

د ایران خبري اژانسونو په وینو د لړلو مړیو انځورونه خپاره کړي او وايي، د جیش العدل د ډلې د مشر او زامنو یې دي.

د رپوټونو له مخې، نښته تېره شپه د بلوچستان تربت کې شوې ده.

ایرانۍ رسنۍ وايي، د نښتې سیمه پاکستاني ځواکونو کلابند کړې او د جیش العدل د نورو غړو د نیولو هڅې روانې دي.

تربت له ایران سره نښلېدلي ضلعه یا ولسوالي ده او مرکز یې کېچ نومېږي.

دا ښار د بلوچستان له مرکز کوټې سوېل لوېدیځ ته نږدې اته سوه کیلومتره لرې پروت دی.

ملا عمر څوک و؟

IRNA

د عکس سرچینه، IRNA

د عکس تشریح، جواد ظریف د پاکستان پوځ درستیز سره هم ولیدل

ملا عمر د ایران د سیستان بلوچستان ولایت اوسېدونکی دی.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د رپوټ له مخې ملا عمر د جیش العدل ډلې مشر دی.

جیش العدل له څو کلونو راهیسې ایران کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو مسئولیت مني.

د ایران سیستان بلوچستان کې جیش العدل ځان سني ډله او د عدالت او برابرۍ پوځ بولي، خو د ایران حکومت يې ترهګره ډله او د سعودي او امریکا استخباراتو پورې تړلې بولي، خو دواړه هېوادونه دا تورونه ردوي.

امریکا تېر کال جیش العدل د ترهګرو ډلو نوملړ ته زیاته کړه.

ملا عمر د ایران حکومت ته په څو خورا مطلوبو یا غوښتو کسانو کې و.

ځینې سرچینې وايي، ملا عمر تر نږدې یوې لسیزې ډېر وخت راهیسې کېچ کې اوسېده.

داسې مالومات هم شته چې څو کاله مخکې ایران له پاکستان سره سرحدي سیمه کې پر ملا عمر د توغندیز برید هڅه کړې وه.

ځینې رپوټونه وايي، د ملا عمر یو ورور ایران کې اعدام شوی او بل ورور یې له ایراني ځواکونو سره جګړه کې وژل شوی دی.

ملا عمر پاکستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر د تېرې اونۍ له سفر وروسته وژل کېږي.

نوموړي د پاکستان د لومړي وزیر، د بهرنیو چارو زویر او د پوځ لوی درستیز سره جلا جلا ولیدل.