رفح کې د جګړې له زیاتېدو سره د اسرائیلو جګړې کابینه کې اختلافات ډېر شوي

د خپرېدو وخت

د شنبې پر ورځ، د اسرائیل د جګړې د کابینې یوه وزیر بیني ګانټز ګواښ وکړ، که لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو په غزه کې له جګړې وروسته پړاو لپاره یو پلان تصویب نه کړي، دی به استعفا وکړي.

ګانټز په یوه تلویزیوني وینا کې وویل: "د جګړې حکومت باید د جون تر اتمې پورې یو د عمل پلان جوړ او تصویب کړي چې د ملي اهمیت شپږ ستراتیژیکو اهدافو ته د رسېدو لامل شي ... (یا) موږ به له حکومته استعفا ته اړ شو."

هغه څرګنده کړه، چې په شپږو اهدافو کې د حماس ختمول، د فلسطین په خاوره کې د اسرائیلو د امنیت کنټرول او د اسرائیلي یرغمل شویو بېرته ستنېدل شامل دي.

هغه زیاته کړه، د اسرائیلو د امنیت د ساتلو ترڅنګ، د امریکا، اروپا، عرب او فلسطیني ادارې جوړول چې د غزې په تړانګه کې د ملکي چارو مدیریت وکړي او له حماس او د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس څخه لیرې د راتلونکي بدیل بنسټ کېږدي.

هغه له سعودي عربستان سره د اړیکو د عادي کولو غوښتنه هم وکړه "د ایران او د هغې د متحدینو په وړاندې د آزادې نړۍ او عربي نړۍ سره د اتحاد د جوړولو لپاره د هر اړخیز اقدام د یوې برخې په توګه. "

نتنیاهو د ګانټز څرګندونې رد کړې، او دا یې "مینځل شوي ټکي" یاد کړل چې معنی یې "د اسرائیلو لپاره ماتې" ده.

نتنیاهو وویل چې د ګانټز غوښتنې به د "جګړې پای ته رسولو، د اسرائیلو د ماتې، د ډېری یرغمل شویو خوشي کولو، د حماس د پاتې کېدو او د فلسطیني دولت د جوړولو لامل شي. "

د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر یایر لاپید د دفاع وزیرانو بیني ګانټز او ګادي ایزنکوټ وهڅول چې له حکومت "ووځي"، او وویل چې د دوی وتل به ښايي د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو استعفا ته لاره هواره کړي.

لاپید وویل: "کافي مطبوعاتي کنفرانسونه، کافي خالي خبرداري، که تاسو په حکومت کې نه وای، نو موږ به د نتنیاهو او بن ګوییر وروسته پړاو کې وای."

جګړه دوام لري

د حماس د غورځنګ پوځي څانګې عزالدین القسام کنډک د ټیلیګرام په خپل چینل کې په یوه بیان کې ویلي، د دوی "جنګیالي وتوانېدل چې په یوه خوندي کور کې پټ شوي ۱۵ اسرائیلي سرتېري ووژني، دوی د غزې په سوېل د رفح ښار په ختیځ د التنور په ګاونډ یو کور چې په هغه کې د پرسونل ضد وسیلې سره سمبال وو."

د القسام لوا همداشان اعلان وکړ، چې د غزې د تړانګې په جنوب کې د رفح لاره کې یې پر اسرائیلي پوځیانو د هاوان مرمیو برید کړی.

لوا زیاتوي، د دوی جنګیالیو "د غزې د تړانګې په شمال د جبالیا په کمپ کې د اپاچي چورلکې پر لور د سام-۷ توغندي وتوغول."

د اسرائیلو رسمي چارواکو د پنځلسو پوځیانو د وژل کېدو په اړه کوم معلومات نه دي خپاره کړي.

بله خوا، د اسرائیلو پوځ ویلي چې د تېرې ورځې په اوږدو کې یې د غزې په تړانګه کې له اویاو زیات هدفونه په نښه کړي او په غزه کې جګړه روانه ده. پوځ زیاته کړې، دغه نښتې د شمال په جبالیا ښار کې تر ټولو سختې وې.

خبرونو کې دا هم راغلي چې هلته د جبالیا د کډوالو لوی کمپ په تنګو کوڅو کې "د کوڅې" وه.

د سیمې اوسېدونکي وايي، اسرائیلي ځواکونو د کورونو او دوکانونو د نړولو لپاره له بلدوزرونو کار اخیستی دی. په رفح ښار کې هم د جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.

اسرائیل ادعا کوي، چې د حماس څو هدفونه او ګودامونه یې ویجاړ کړي او د اسلامي جهاد غورځنګ یو مهم مشر یې وژلی دی.

په همدې حال کې سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان به د شنبې په ورځ سعودي عربستان او بیا د یکشنبې په ورځ اسرائیلو ته سفر وکړي چې د غزې د جګړې په اړه خبرې وکړي.

په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د سعودي عربستان او اسرائیلو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره ډېرې هڅې کوي، د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي چې سلیوان به د شنبې په ورځ د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او د یکشنبې په ورځ د اسرائیلو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره وویني.