ټکزاس کې هوايي ننداره؛ د دویمې نړیوالې جګړې د مهال الوتکې هوا کې ټکر شوې

د خپرېدو وخت

د امریکا ټکزاس ایالت کې د دویمې نړیوالې جګړې د مهال دوه پخوانۍ الوتکې د یوې نندارې پر مهال هوا کې له جنګېدو وروسته را پرېوتې.

ویډیوګانو کې ښکاري چې دا الوتکې په ټیټه ارتفاع الوتنې کوي، تر جنګېدو وروسته یوه په منځ نیمېږي او د اور غونډوسکې په څېر ځمکې ته راپرېوځي.‌

دا ننداره دالاس ښار ته نږدې د پخوانیو سرتېرو په یاد جوړه شوې وه.‌

په جنګېدلو الوتکو کې یوه بوینګ 'بي-۱۷ فلاینګ فورترېس' او بله 'پي-۶۳ کېنګ کوبرا' الوتکه ده.‌

دمګړۍ مالومه نه ده چې په دوغو الوتکو کې څو کسان سپاره وو او ایا څوک ترې روغ هم وتلي که څنګه.

امریکا کې د هوايي چلن فدرال اداره وايي د دې پېښې په تړاو څېړنې کوي.

د پخوانیو سرتېرو ورځ په درناوي جمعه د دې پیل شوې درې ورځنۍ نندارې مسوولان وايي چې دا امریکا کې د دویمې نړیوالې جګړې په یاد لومړنۍ هوايي ننداره ده.‌

ویل کېږي له ۴ تر ۶ زره پورې کسان د دې نندارې لیدو ته ورغلي‌ وو.‌

د دالاس ښاروال اېرک جانسن دا پېښه یوه 'وحشتناکه غمیزه' بللې.

هغه د ټویټ یوه پیغام کې لیکلي د پېښې "ویډیوګانې خواشینوونکې دي. لطفا د هغو کسان ارواګانو ته دعا وکړئ چې زموږ د کورنیو د اګاهۍ او ساعت تېرۍ لپاره یې نن الوتکې الوځولې."

ښاغلي اېرک ویلي تر اوسه د مرګژوبلې شمېر تایید نه دی، خو پر ځمکه چا ته د زیان اوښتلو راپور نشته.

د دې نندارې اړوندې ویب پاڼې لیکلي چې د شنبې پر ورځ د بېلابېلو پخوانیو الوتکو الوتنې پلان شوې وې.‌

بي-۱۷ بم غورځونکو دویمه نړیواله جګړه کې پر جرمني بریا کې ستر رول درلود.‌

'پي-۶۳ کېنګ کوبرا' هم د دویمې نړیوالې جګړې د مهال الوتکې دي.‌ خو دا الوتکې یوازې د شوروي‌ اتحاد هوايي ځواک لخوا کارول کېدې.