ټکزاس کې هوايي ننداره؛ د دویمې نړیوالې جګړې د مهال الوتکې هوا کې ټکر شوې
د امریکا ټکزاس ایالت کې د دویمې نړیوالې جګړې د مهال دوه پخوانۍ الوتکې د یوې نندارې پر مهال هوا کې له جنګېدو وروسته را پرېوتې.
ویډیوګانو کې ښکاري چې دا الوتکې په ټیټه ارتفاع الوتنې کوي، تر جنګېدو وروسته یوه په منځ نیمېږي او د اور غونډوسکې په څېر ځمکې ته راپرېوځي.
دا ننداره دالاس ښار ته نږدې د پخوانیو سرتېرو په یاد جوړه شوې وه.
په جنګېدلو الوتکو کې یوه بوینګ 'بي-۱۷ فلاینګ فورترېس' او بله 'پي-۶۳ کېنګ کوبرا' الوتکه ده.
دمګړۍ مالومه نه ده چې په دوغو الوتکو کې څو کسان سپاره وو او ایا څوک ترې روغ هم وتلي که څنګه.
امریکا کې د هوايي چلن فدرال اداره وايي د دې پېښې په تړاو څېړنې کوي.
د پخوانیو سرتېرو ورځ په درناوي جمعه د دې پیل شوې درې ورځنۍ نندارې مسوولان وايي چې دا امریکا کې د دویمې نړیوالې جګړې په یاد لومړنۍ هوايي ننداره ده.
ویل کېږي له ۴ تر ۶ زره پورې کسان د دې نندارې لیدو ته ورغلي وو.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د دالاس ښاروال اېرک جانسن دا پېښه یوه 'وحشتناکه غمیزه' بللې.
هغه د ټویټ یوه پیغام کې لیکلي د پېښې "ویډیوګانې خواشینوونکې دي. لطفا د هغو کسان ارواګانو ته دعا وکړئ چې زموږ د کورنیو د اګاهۍ او ساعت تېرۍ لپاره یې نن الوتکې الوځولې."
ښاغلي اېرک ویلي تر اوسه د مرګژوبلې شمېر تایید نه دی، خو پر ځمکه چا ته د زیان اوښتلو راپور نشته.
د دې نندارې اړوندې ویب پاڼې لیکلي چې د شنبې پر ورځ د بېلابېلو پخوانیو الوتکو الوتنې پلان شوې وې.
بي-۱۷ بم غورځونکو دویمه نړیواله جګړه کې پر جرمني بریا کې ستر رول درلود.
'پي-۶۳ کېنګ کوبرا' هم د دویمې نړیوالې جګړې د مهال الوتکې دي. خو دا الوتکې یوازې د شوروي اتحاد هوايي ځواک لخوا کارول کېدې.























