د فيليپين هغه "جادوګر ټاپو" چې د درملنې لپاره په کې اوس هم ګوډې کېږي

فیلیپین

د عکس سرچینه، SIMON URWIN

د خپرېدو وخت

د هغه ټاپو په اړه، چې موږ یې نن معلومات در کوو، نه یوازې د خپلې ښکلا له امله بې ساری دی، بلکې د نړۍ له نورو ټاپوګانو څخه یوه بله بېله ځانګړنه هم لري.

نن موږ تاسې د فیلیپین یوه ټاپو ته بیایوو، چې نوم یې "سیکیجور" دی.

په دې ټاپو کې څه شی دي، چې د نړۍ له نورو ټاپوګانو یې بېلوي؟

د فليپين دغه لرې پروت ټاپو کې له لرغونو زمانو راهيسې د کوډو او ځايي بوټو په مرسته د بېلابېلو ناروغيو د درملنې لپاره مرکزونه جوړ شوي او له همدې امله دغه ټاپو په ټوله نړۍ کې شهرت لري.

سیکیجور، د ویسایا په مرکزي سیمه کې موقعیت لري، دې سیمې د ډېرو فیلیپیني سیلانیانو پام ځان ته ور اړولی.

یاد ټاپو ته د ناروغیو او ستونزو د حل لپاره نه یوازې د فیلیپین بلکې د نړۍ له بېلابېلو سیمو څخه خلک ورځي.

د علاج دا ډول د اسپانې له خوا په ۱۶ مه پېړۍ کې ورغلی دی.

په ۱۶مه پېړۍ کې چې د درملنې کوم ډول دود و هغه ډول درملنه اوس هم کېږي (یعنې په بوتل کې د ډول ډول بوټو اچول او د هغوی اوبه را ایستل یا درمل ورنه جوړول)

پدې کې د جادو په مرسته او د بوټو په کارولو سره له بدن او روح د ناوړه اغېزو لرې کول شامل دي.

فیلیپین

د عکس سرچینه، SIMON URWIN

د بي بي سي خبریال سایمن ایروین وايي:

"زما لارښود لویس نتهانیل بورنګن ما ته وویل، لومړی دلیل دا دی چې زموږ شاوخوا یوه پوښلې نړۍ شته او بد روحونه رانه چاپېره دي، دوی هر ځای په آبشارونو، ځنګلونو او بحرونو کې وي. که موږ په دوی برید وکړو یا په هره طریقه دوی ته زیان واړو دوی کولی شي د ناروغۍ، سخت درد او ان د مرګ په بڼه راشي او خپل بدل واخلي.

بورنګن زیاتوي، دویم پړاو د جادوګري پایلې دي او دا هم ډېرې بڼې لري.

هلته د کوډو لپاره د جامو او وړیو ټوټې او بندونه جادو کارول کېږي.

بل د درملنې اسانه ډول دی، چې هرې سیمې ته لاړ شې قدرتي اجزاو په مرسته ستا درملنه کولی شي.

د فیلیپین په دې ټاپو کې د درملنه کوونکو په وړتیاو خورا ډېر باور کېږي.

بورنګن وايي، کله چې تاسې دلته راشئ یوازې موټر چلوونکي ته همدومره ووايئ، چې د کومې ناروغۍ علاج پسې راغلي یاست. نور خپله موټر چلوونکی درته وايي، چې تاسې باید چېرې لاړ شئ.

په دې ټاپو کې درملنه کوونکي باور لري، چې د دوی وړتیاوې د خدای لخوا ډالۍ ده او وايي، چې یوازې د یو څو کسانو لپاره کار نه کوي بلکې د ټولو په خدمت کې دي. هغه کسان چې له بهره راځي او د سیمه ییزو کسانو ترمنځ هېڅ توپېري چلند نه کوي.

اوس په فیلیپین کې دا ټاپو د "کوډو ټاپو" په نوم یادېږي.

هغه ټاپو چې د درملنې کوونکو درناوی په کې کېږي

حزب الله

د عکس سرچینه، SIMON URWIN

په یاد ټاپو کې مېشت ځایي خلک په منظم ډول د یو عادي ډاکټر پرځای ځایي درملنې کوونکي ته ورځي.

بورنګن وايي، "دا درملنه کوونکي اکثرا د ناروغیو په درملنه کې بریالي کېږي.

د دوی د درملنې یوه مهمه برخه په کور جوړ شوي درمل دي.

په دې ټاپو کې ۳۰۰ یا له دې هم زیات بوټي پیدا کېږي او د مختلفو درملو او درملنې لپاره کارول کېږي.

دا ټاپو له دې کبله هم زیات بوټي لري چې له پخوا زمانې راهیسې د علاج همدا ډول دلته دود دی.

کوډې او د ټاپو شهرت

اسپانوی څېړونکی خوان اګویر او ایسټیبان روډریګیز لومړني اروپایان وو، چې په ۱۵۶۵ کال کې د سیکوجور ټاپو ته ورغلل.

ټاپو یې له لرې ولید او د اور ټاپو نوم یې پرې کېښود.

بورنګن وايي، حقیقت کې هغه رڼا چې اسپانویانو لیدلې وه هغه د ونو د هغو چینجیانو رڼاه وه چې د شپې لخوا ځلېږي.

خو اوس دا طبیعي منظرې ډېرې نادرې دي.

شاید همدا یې لامل و، چې سیکویجور په لومړي ځل د جادوټاپو په نوم مشهور شو.

له همدې کبله هغه مهال ان د ګاونډيو ټاپو ګانو خلک هم وېرېدل او له ورتګ څخه یې ډډه کوله.

هغه ځای کې چې جادو او کاتولیک مذهب سره یو ځای کېږي

حزب الله

د عکس سرچینه، SIMON URWIN

کاتولیک مذهب په ۱۵۲۱ کال کې فیلیپین ته ورسېد خو تر ۱۷۰۰ کاله پورې سیکیجور ته مبلغین نه وو رسېدلي کېدای شي لامل هم همدا د کوډو ګونګوسې وي.

بورنګن وايي، "په دې وخت کې، د جادوګرۍ دودونه د ټاپو په کلتور کې دومره ژورې ریښې درلودې چې بدلولی مو نه شوی."

"خو د وخت په تېرېدو سره دواړه عقیدې یو له بل سره ګډې شوې. درملنه کوونکي تسلیم نه شول او په دې باور وو، چې د دوی وړتیاوې له یوه پیاوړې ځواک یعنی د خدای له قدرتونو سرچینه اخلي"

دوی مذهبي سمبولونه غوره کړل او ډیرو یې د سان انتونیو په کلي کې ژوند کول غوره کړل.

د مینې، هوس او بریا لپاره څښاک

بوټي په ټاپو کې په پراخه کچه کارول کېږي او په اسانۍ سره د سړک غاړې پلورنځیو شاوخوا په دوه ډالره په اسانۍ پلورل کېږي.

ترټولو مشهور د مینې درمل دي، چې له ۲۰ طبیعي ټوکو څخه جوړېږي.

لیلیا ایلوم چې له دېرشو کلونو راهیسې دا څښاک جوړوي وايي، " 'ما ته راشه' دا نښه ده هغه که مینه وي یا هسې خوښي."

ایلوم زیاتوي، چې څښاک ابدي مینه نه رامنځ ته کوي دا یوازې د لنډ مهاله احساساتو لپاره ښه دی خو دا واقعیا په سوداګرۍ کې د بریا لپاره خورا مناسب دی.

"دا کولی شي تاسو ته اعتماد او مثبت فکر درکړي کله چې تاسې غواړئ شتمن شئ."

د روحاني ځواک لپاره 'توره شنبه' رسمونه

حزب الله

د عکس سرچینه، SIMON URWIN

له ۲۰۰ زیاتو توکو څخه د موم په بڼه جوړېږي او بیا سوځول کېږي دا چاره د کوډو او روح اغېز کموي.

د دې توکي جوړولو لپاره کوډګر د جمعې په ورځ بېلابېل چینجي، د ونو رېښې، ځنګلي عسل او له هدیرو د اړتیا وړ توکي را ټولوي او یاده ماده ورنه جوړوي.

دا ورځ په کال کې یوه ورځ راځي توره شنبې دا هغه ورځ ده چې ښې جمعې (ګوډ فریاډي) څخه وروسته راځي.

په فیلیپین کې دا ورځ د ماتم ورځ ګڼل کېږي، نو د دې لپاره د تور کلمه (توره شنبې) کارول کېږي.