د لبنان سویل کې د نبطیه ښاروال او ۱۵ نور کسان د اسرائيل هوايي برید کې وژل شوي

د عکس سرچینه، AFP
لبنان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي د دغه هېواد سویل کې د نبطیه ښار د ښاروالۍ پر ودانۍ د اسرائیل هوايي بریدونه غندلي، چې ښاروال او ۱۵ نور کسان پکې وژل شوي دي.
ژاینین هانېس-پلاسچارت د ښاروال 'احمد کاهل' وژنه "هېښوونکې" بللې او ویلي یې دي، له نړیوال بشردوستانه قانونه هر ډول سرغړونه "هېڅ د منلو نه ده".
د نبطیه والي 'هویدا ترک' بيبيسي ته ویلي، د چارشنبې د هوايي بریدونو په وژل شویو کې لږترلږه پنځه د ښاروالۍ کارکوونکي وو چې په سیمه کې یې پاتې ملکي خلکو ته د بشري مرستو په رسولو کې همکاري کوله.
د لبنان سرپرست لومړي وزیر 'نجیب میقاتي' دغه برید غندلی او ویلي یې دي، چې په لوی لاس د شورا غونډه پکې په نښه شوې ده.
دا دوه اوونۍ مخکې د اسرائيل او حزبالله ترمنځ د نښتو له ډېرېدو راهیسې د لبنان پر یوه حکومتي ودانۍ تر ټولو پاموړ برید دی او د حکومتي تاسیساتو د خوندیتابه په اړه یې اندېښنې راولاړې کړې دي.
د اسرائیل د پوځ یوه ویاند ویلي، چې ځواکونو یې په سیمه کې د حزبالله اړوند لسګونه اهداف په نښه کړي او دا چې د ایران له ملاتړه د دې برخمنې ډلې یو اړوند تونل یې ویجاړ کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل سفیر داني دانون چارشنبه نیویارک کې د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته وویل، "موږ پوهېږو چې حزبالله په بیا بیا له ملکي تاسیساتو ګټه اخلي".
خو د نبطیه ګورنره بیا وايي، که څه هم د اسرائیلو د درنو هوايي بریدونو له کبله د دغه ښار ډېر اوسېدونکي وار له مخه وتلي، خو ښاروال او د ښاروالۍ کاروونکي د دې لپاره پایې وو چې له پاتو خلکو سره مرسته وکړي.
هغې ویلي "دا د لبنان لروبر د نورو بریدونو په څېر و".
اغلې ترک زیاته کړې، "هغوی [اسرائيلو] ملکيان، سور صلیب او مدني دفاع په نښه کړي. اوس یې یو دولتي ودانۍ هدف ګرځولې. دا د منلو نه ده. دا ډلهییزه وژنه ده."

د عکس سرچینه، Reuters
تېرې څو ورځې نبطیه ښار کې په نورو بریدونو کې په ۱۹۱۰ کال د عثماني اپراتورۍ له مهاله د یوه راپاتې یوه مارکېټ په ګډون ګڼې تاریخي ودانۍ ویجاړې شوې وې.
اسرائیلي ځواکونو چارشنبه پلازمېنه بیروت کې هم لږترلږه یو هوايي برید کړی. دا په تېرو پنځو ورځو د بیروت د سویل ضاحیه سیمه کې لومړی برید و.
دا بریدا داسې مهال شوی چې رپوټونه وايي، د امریکا متحدو ایالتونو پر اسرائیل بیروت کې د بریدونو نه کولو لپاره فشار زیات کړی دی.
د ضاحیه ډېر اوسېدونکې د اسرائيل لخوا پر دې سیمه د هوایي بریدونو د درېدو له فرصته په ګټه اخیستو سره د دې لپاره ورګرځېدلي چې خپل کورونه وګوري او کالي او نور اړتیا وړ توکي ورسره واخلي.
څو کسانو چارشنبه بيبيسي ته ویلي چې دا سیمه بیخي تشه شوې او لارې سړکونه په بریدونو کې د نړیدلو ودانیو ویجاړیو لاندې کړي دي.





















