د تورخم دروازې تړل کېدو خلاف پېښور کې لاریون؛ ځینو پاکستاني سیاستوالو د افغانستان په اړه د اسلام اباد پالیسي ننګولې

د خپرېدو وخت

نن چارشنبه اتمه پر لپسې ورځ ده، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ تر ټولو بوخته لار تورخم تړلې ده.

په سیمه کې د د دواړو خواوو د ځواکونو تر منځ له وساله والې نښتې وروسته، د روان وضعیت تر ټولو ډېر زیان عامو خلکو او سوداګرو ته رسېږي چې په اړه یې دواړو خواوو ته اندیښنې او غبرګونونه په ډېریدو دي.

په دې لړ کې د پښتونخوا له مرکز پېښوره نن لاریون کونکي د اعتراض په بڼه تورخم ته نږدې تر لواړګي پورې لاړل او له پاکستانه یې د لارې د خلاصېدو غوښتنه کوله.

په دې لاریون کې د پاکستان له اړخه لسګونو سوداګرو، د ګاډو چلونکو او کاروباریانو ګډون کړی وو.

بلخوا، پاکستان کې یو شمېر پښتنو سیاستوالو د افغانستان په اړه د پاکستان تګلاره ننګولې او په وینا یې د دواړو هېوادونو تر منځ ناسمو اړیکو په سیمه په ځانګړي ډول د پاکستان په امنیت او اقتصاد سیوری غوړولی.

له دې ډلې د پښتونخوا پخواني والي یا ګورنر چې وخت نا وخت د پاکستان مرکزي وزیر هم پاتې شوی ویلي، "پاکستان کې ځینې ادارې د افغانستان سره د ښو اړیکو جوړولو پر وړاندې خنډ دي."

افتاب احمد خان شیرپاو پر خپله فېسبوکپاڼه یوه ویډيويي مرکه خپره کړي چې په کې وايي، "افغانستان کې حکومتونو په بېلابېلو وختونو کې د اړیکو جوړولو او ښې کولو هڅې کړي خو پاکستان کې په دې اړه شکونه دي او دلته ان د کابل او ډهلي اړیکو په اړه ناسمو معلوماتو دا ا ړیکې خړې پړې ساتلي."

هغه ادعا کړې چې پاکستان د پښتونخوا او بلوچستان خلکو ته چې له افغانستان سره نږدې اړیکي لري هم د افغانستان سره د راشې درشې او سوداګرۍ خلاص لاس او ذهنیت نه دی ورکړی. او نه یې هم د دې سیمو مشرانو رایه پوښتلي ده.

په همدې لړ کې مذهب پاله سیاستول مولانا فضل الرحمان له یوه پاکستاني تلویزیون سره په تازه مرکه کې د افغانستان او پاکستان په اړیکو غږیدلی.

هغه ویلي، "کله چې پاکستان له افغانستان سره سلګونه کیلومتره اغزن تاز غزولی، نو څنګه امکان لري چې وسله وال دې له افغانستان څخه پاکستان ته واوړي؟"

نوموړي سپارښتنه کړي چې کابل او اسلام اباد دې د اړیکو لا خرابېدو څخه دمخنیوي په موخه عملا له یوه بل سره د معلوماتو شریکولو چاینل فعال او همکاري ډېره کړي.

د افغانستان خوا څه وايي؟

د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد نن (چارشنبه) بي بي سي ته ویلي، "حکومت یې په بدیلو لارو سوداګري شروع کړي خو وايي د لارې په بندیدو سره پاکستان یو ځل بیا خپله ژمنه ماته کړې."

د ده په وینا پاکستان بیا بیا ژمنه کړي چې جنجالي موضوعات به له اقتصادي موضوعاتو سره نه تړي او په وینا یې دا ټینګار شوی و چې د تګ راتګ سوداګري به په هیڅ صورت نه بندیږي.

ښاغلي مجاهد وویل د دې موضوع د حل لپاره خبرې رواندې دي او دا چې زیان پاکستان ته هم متوجې دی افغان لوری فکر نه کوي چې روان وضعیت به ډېر دوام وکړي.

په همدې مهال د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي بي بي سي ته ویلي "داسې ښکاري چې د تورخم له دروازې سره سیاسي چلند کېږي او پاکستان د چترال موضوع جدي نیولي."

اونۍ وړاندې په چترال کې د پاکستاني طالبانو په لاس د ځينو پوستو د لاس په لاس کیدو ادعاوې شوې وې.

خان جان الکوزی وايي د تورخم دروازې بندېدو له کبله دواړو هېوادونو ته زیان رسېږي او په وینا یي د پاکستان خصوصي سکتور او ولس هم په دې اړه جدي اندیښمن دی.

د هغه په وینا د تورخم په لار هره ورځ له یوې بلې خوا تر ۶۰۰ کانتینر موټر اوړي چې له بندښت سره یې دواړو خواوو سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان رسېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې دغه چارواکی وايي، افغان سوداګرو طالبانو ته د بدیلو لارو پیدا کولو وړاندیز هم کړی او په وینا یې دا مهال د افغانستان ۶۰ سلنه سوداګري د شمال له لوري تر سره کېږي.