طالبان: معلومه نه ده چې تورخم دروازه به کله پرانېستل کېږي

د خپرېدو وخت

د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ تورخم لار په پنځمه پرلپسې ورځ هم بنده ده چې په ښکاره یې دواړو غاړو ته ګڼې ستونزې پیدا کړې دي.

په دې لړ کې د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس ویلي افغان او پاکستاني مسولین تورخم کې د تورخم خلاصېدو په موخه لاس په کار شوي او له نښتې وروسته یې په لومړي ځل له یوه بل سره له نژدې کتلي دي.

په دې خبرو کې د طالبانو په حکومت کې د تورخم کمیسار مولوي عصمت الله یعقوب په مشرۍ یوه پلاوي ګډون کړی و.

طالبان وايي د دغې لیدنې موخه دا وه چې " دواړو خواوو ته د مسافرو او ټرانزيټ پر مخ لار پرانیستل شي."

د تورخم کمیسار د باختر دولتي اژانس ته ویلي "پاکستاني مسؤلینو له موږ سره د خبرو کولو وروسته وخت وغوښت، چې موږ د خپلو مشرانو سره تاسو اړونده خبرې شریکوو تر څو لار زر تر زره خلاصه او رامنځته شوې ستونزې ته پای ټکی کېږدو."

د خبرو څرنګوالی

ویل کیږي دواړه غاړه تر نیم ساعته له یوه بل سره جرګه و که څه هم دواړه لوري سملاسي کومې پایلې ته نه دي رسېدلي، خو د تورخم کمیسار عصمت الله یعقوب دا ناسته هیله بخښونکې بللې.

د باختر اژانس د تورخم ښاروال له قوله لیکلي "پاکستاني لوري دا هم ومنله، چې لاره دوی بنده کړې او برید هم زموږ له لوري په افغان خاوره شوی."

پاکستان په خپلواکه توګه د طالبانو دې ادعا په اړه چې رښتیا هم اول نښته چا پیل کړې لا رسمي څه نه دي ویلي.

په داسې حال کې چې په کابل کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت او د طالبانو نورو چارواکو د پاکستان په دې چاره اندېښنه ښودلې، خو له ټولو هڅو سره سره دا لا نه ده معلومه چې لار به څه وخت د مسافرو او ټرانزیټ پر مخ خلاصه شي.

په دې اړه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي،‌ "د تورخم دروازه وروسته له هغې د پاکستان حکومت وتړله چې د تېرې چهارشنبې پر ورځ د پاکستاني ځواکونو له خوا پر افغان سرحدي ځواکونو داسې مهال ډزې وشوې چې افغان ځواکونه د یوې پخوانۍ امنیتي پوستې چې کلونه وړاندې جوړه شوې وه، پر ترميم بوخت وو."

له دغه وزارته په یوه خپاره شوي بیان کې د خبرو اترو له لارې له پاکستان سره د روانې کشالې پر حل ټینګار شوی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي،‌ دا ډول کړنې نه یوازې د افغانستان او سیمې سوداګري زیانمنوي، بلکې د پاکستان ملي اقتصاد ته هم چې په صادراتو ولاړ دی زیان رسوي.