د فوټبال نړیوال جام: انګلنډ نیمهپایلوبو ته لار ومونده

د عکس سرچینه، Getty Images
انګلنډ د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام په منځلوبو کې ناروې ته ۲-۱ ماته ورکړه او نیمه پایلو ته یې لار ومونده.
د انګلنډ لپاره دواړه ګولونه جود بلېنګم ووهل. هغه تېره سیالۍ کې هم دوه ګولونه کړي وو.
دغه سیالي د امریکا متحدو ایالتونو په میامي لوبغالي کې کېده.
د لوبې لومړی ګول په ۳۶مه دقیقه کې ناروې وکړ. دغه هېواد لپاره اندریاس شیلډروپ ګول ووهه.
خو د لومړۍ نیمايي تر پای ته رسېدو لږ مخکې اضافي وخت کې بېلنګم د انتوني ګوردن پر پاس ګول وکړ او سیالي یې ۱-۱ مساوي کړه.
دا چې لوبه تر وروستیو همداسې برابره وه، نو اضافي وخت ته ولاړه.
د اضافي وخت پیل (۹۳مه دقېقه) کې بلېنګم بل ګول هم وواهه.
له دې سره تر دې دمه په روان نړیوال جام کې د بلېنګم د ګولونو شمېر ۶ ته لوړ شو.
انګلنډ لپاره په سږني نړیوال جام کې تر دې دمه له ټولو ۱۳ ګولونو ۱۲ یوازې جود بلېنګم او کپتان هرې کېن وهلي دي.
دا د فوټبال د نړیوال جام په تاریخ کې څلورم ځل دی، چې انګلنډ نیمه پایلوبو ته لار مومي. خو ناروې تر دې مخکې منځلوبو ته هم نه وه وتلې.

د عکس سرچینه، Getty Images
انګلنډ په ۱۹۶۶ کال کې د فوټبال نړیوال جام هم ګټلې و.
د دغه هېواد د فوټبال ملي لوبډله نیمه پایلو کې چې راتلونکې چارشنبه (د جولای ۱۵مه) کېږي، د ارجنټاین او سویس د سیالۍ له ګټونکي سره مخامخېږي.
د ارجنټاین او سویس لوبه لږ وروسته د کېنزاس لوبغالي کې پیلېږي.
تر دې مخکې فرانسې د مراکش او اسپانیا د بلجیم په ماتولو سره منځلوبو ته لار ایستلې وه.






















