د جرمني هغه ډاکتر چې ۱۵ ناروغان یې وژلي: "فکر مې کاوه له هغوی سره ښه کوم"

Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

جرمني کې یو ډاکتر د خپلو ۱۵ ناروغانو د وژلو په جرم په عمري بند محکوم شوی دی.

د برلین یوې محکمې د دې قضیې په تړاو د پرېکړې اورولو پر مهال ویلي چې "۴۱ کلن جوهانس ایم (مستعار نوم) د ۲۰۲۱ کال له سپتمبر د ۲۰۲۴ کال تر جولای پورې په لوی لاس ۱۲ ښځینه او درې نارینه ناروغان وژلي دي."

چارواکو زیاته کړې چې دا وژنې ښايي‌ د یوې لویې دسیسې یوازې یوه کوچنۍ برخه وي.

د دې قضیې څارنوال ویلي، په لسګونو نورو مشکوکو پېښو کې هم د جوهانس اېم د احتمالي ښکېلتیا په تړاو څېړنې روانې دي.

محکمې ته ویل شوي، د مړو شویو ناروغانو عمرونه د ۲۵ او ۹۴ کلونو ترمنځ وو.

دوی که څه هم شدید ناروغان وو، خو د ډاکترانو په وینا د دومره ژر مړینې امکان یې نه و.

د جوهانس اېم په دوسیه کې راغلي چې هغه به کورونو ته د ناروغانو کتلو لپاره د ورتګ پر مهال هغوی ته له اجازې پرته د بېلابېلو درملو داسې ګډوله پیچکارۍ کوله، چې وژونکې اغېزه یې لرله.

د چارواکو په وینا، نوموړي په ځینو مواردو کې د ترسره کړي جرم د شواهدو لمنځه وړلو لپاره د ناروغانو کورونو ته اور هم اچولی دی.

محکمې ته د وړاندې شویو اسنادو له مخې جوهانس اېم د ۲۰۲۴ کال جولای کې تر نیول کېدو لږ ورمخکې پر یوه ورځ درې ناروغان هم وژلي دي.‌

ویل کېږي په دوی کې یو د برلین د مرکزي سیمې ۷۵ کلن سړی او ورپسې څو ساعته وروسته د یوې نږدې پرتې سیمې ۷۶ کلنه ښځینه ناروغه وه.

جوهانس اېم تر شاخوا یوه کاله پورې د دې دوسیې د قضايي بهیر پر مهال تر ډېره غلی و او خبرې یې نه کولې.

خو هغه تېره میاشت ومنله، چې خپل ۱۲ ډېر شدید ناروغان یې وژلي دي.

نوموړي محکمې ته ویلي وو، دی پر دې باور و چې څه کوي سم دي ځکه په دې توګه مریضان له ناروغۍ او کړاو ژغوري.

جوهانس اېم زیاته کړې وه، "ما ته په دې موده کې داسې ښکارېده، چې د هغوی خدمت کوم."

نوموړی ویلي، پر دې خواشینی دی چې دغه کړنو یې ستونزې جوړې کړې دي.

زنځېري وژنې

Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

چارواکي شکمن دي چې کېدای شي جوهانس اېم د ګڼو نورو ناروغانو په وژلو کې هم ښکیل وي.

له همدې کبله اوس د ۷۶ نورو مشکوکو مړینو په تړاو څېړنې روانې دي.

د جرمني رسنیو په وینا که په دغو نورو قضیو کې د هغه ښکېلتیا ثابته شي، نو دا به د دغه هېواد په تاریخ کې د زنځېري وژنو تر ټولو لویه قضیه شي.

د جوهانس اېم محکمې ته ویلي، چې دی به راتلونکې کې هم له څېړونو او قضايي بهیر سره بشپړه همکاري وکړي.

د وژل شویو کسانو د کورنیو غړو د محاکمې لومړنیو ناستو کې ویلي وو، تر اوسه پر دې باور نه شي کولی چې عزیزان دې یې وژل شوي وي.

په ۲۰۲۱ کال کې د وژل شوې ۲۵ کلنې ناروغې مور په داسې حال کې چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې، محکمه کې ویلي، "لور مې کله هم داسې نه و ویلي، چې نه غواړي ژوند وکړي."

دا په هغو ناروغانو کې تر ټولو ځوانه وه، چې جوهانېس اېم یې د وژلو منښته کړې.

په ۲۰۲۴ کال کې د یوې مړې شوې ۷۲ کلنې ناروغې زوی ویلي، مور یې غوښتل له خپلې خور سره د بالتیک بحیرې چکر ووهي.

هغه زیاته کړې "مور مې غوښتل ژوند وکړي."