تومانچه له شپږو مرمیو سره؛ د ناټو مشرانو ته د اردوغان ناڅاپي ډالۍ

د عکس سرچینه، Reuters
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په انقره کې د ناټو د سرمشریزې پای کې، په دې غونډه کې هر حاضر ناټو مشر ته یوه تومانچه له شپږو جګړهییزو مرمیو سره د ډالۍ په توګه ورکړه.
د دغو وسلو پر هرې یوې د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو نومونه کښل شوي وو او په بکس کې یې یو پاکټ هم اېښودل شوی و، خو د بریتانیا د لومړي وزیر کېیر سټارمر په ګډون د ناټو ځینې مشران ، ونه توانېدل چې خپله ډالۍ خپل هېواد ته یوسي.
د ښاغلي سټارمر تومانچه لا هم په ترکیه کې له برېتانوي چارواکو سره پاتې ده، ځکه چې بریتانیا ته د جګړهییزو ګرمو وسلو راوړل ناقانونه دي.
د جرمني صدراعظم فریدریش مرتس او د هالند لومړي وزیر راب یتن هم خپله ډالۍ تر اوسه په انقره کې پرېښې ده او له ځان سره یې خپل هېواد ته نه ده وړې.
کله چې له د کاناډا له لومړي وزیر مارک کارني یوه خبریال وپوښتل: "د ولسمشر اردوغان ډالۍ مو پرانیسته، څه مو ذهن ته راغلل؟"
هغه په خندا وویل: "ما هېڅکله هغه ونه لیده. غواړم کاناډایانو ته ډاډ ورکړم چې وسلې له ما لرې ساتل کېږي."
هغه زیاته کړه، دا هغه څه نه وو چې "ما یې تمه لرله. زما په اند، د افرا شربت چې ما ډالۍ کړی و، د هغې پرتله... هر څه چې وو، یوه د ۳۵۷ کالیبر تومانچه یا ورته څه، ورسره نه سمون درلود او مناسب نه و."
د افرا شربت، چې د افرا د ونو له شېرې جوړېږي، یو طبیعي خوږوونکی دی.
ښاغلي کارني زیاته کړه: "بل فکر چې زما ذهن ته راغی، دا و چې ښه، دا داسې څه دي چې د جګړې په موزیم، یا د کاناډا د وسلهوالو ځواکونو (CAF) په موزیم، یا ورته کوم بل ځای کې ساتل کېدای شي؛ داسې ځای چې هم په زړه پورې وي او هم له ناټو او د هغې له پراخ انځور سره تړاو ولري."
هغه وروسته وویل: "نو اوس څه شوي دي، دا دي چې دغه وسله د کاناډا د شاهي سپرو پولیسو (RCMP) په واک کې ده. ځکه چې دا وسله په کاناډا کې قانوني ګرمه وسله نه ګڼل کېږي، نو له کاره ایستل شوې ده او طبیعي خبره ده چې زه هم د هغې د ساتلو جواز نه لرم."
د کاناډا لومړي وزیر زیاته کړه: "رښتیا هم دا هغه څه نه وو چې ما یې تمه لرله."
د ناټو ځینې نور مشران هم وروسته د دې ډالۍ له ماهیت خبر شول.
د بلجیم لومړی وزیر هغه مهال د دې ډالۍ له ماهیت خبر شو چې الوتکه یې په بروکسل کې ښکته شوه.
د بلجیم یوه چارواکي فرانسې خبري اژانس ته وویل چې لومړی وزیر له دې ډالۍ حیران شو او سملاسي یې د هوايي ډګر پولیسو ته وسپارله.
د ناټو د مشرانو غونډه، چې په تېرو ورځو کې د ترکیې په انقره کې جوړه شوې وه، لکه څنګه یې چې سیاسي او خبري اهمیت درلود، همداراز ځینې څنګزنې پېښې هم ورسره مل وې چې د خلکو پام یې ځان ته اړولی دی.


















