تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د فوټبال نړیوال جام: انګلنډ او ارجنټاین نیمه پایلوبو ته لار ومونده
تر انګلنډ وروسته ارجنټاین هم د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام د منځلوبو یا کوارټرفاینلز په یوه ډراماتیکه او اضافي وخت ته غځېدلې سیالۍ کې سویس ته درې – یو ماته ورکړه او نیمه پایلوبو ته یې لار ومونده.
ارجنټاین لپاره لومړی ګول په لسمه دقیقه کې الکسیس مک الیسټر وواهه، خو د سویس دان اېندویه د دویمې نیمايي په ۶۷مه دقیقه کې د رودریګویز پاس ګول کړ او سیالي یې ۱-۱ مساوي کړه.
که څه هم دې پسې ژر د سویس یو لوبغاړی (بریل اېمبولو) د سور کارت له ترلاسه کولو وروسته له سیالۍ وایستل شو، خو لوبډلې یې کلکې دفاع ته دوام ورکړ او لوبه یې تر پایه ۱-۱ برابره وساتله.
په پیل کې داسې ښکارېده چې د اېمبولو پر وړاندې د منځ کرښې ته نږدې د ارجنټاین د لیاندرو پاردېس لخوا خطا شوې او رېفري لیاندرو ته د زېړ کارت په ښولو سره دغه خطا ونیوه.
خو وروسته د ناسم قضاوت د پرېکړې له مخې د ویډیو بیاکتنه کې ولیدل شول، سویسي لوبغاړي له پادرېس سره له لګېدو پرته ځان غورځولی دی.
ارجنټاین لپاره دویم ګول په ۱۱۲مه دقیقه کې جولیان لوپز وواهه او خپله لوبډله یې یو ګول مخکې کړه.
خو لایوتارو خاویر مارتینز په وروستیو شیبو کې د درېیم ګول په وهلو سره د ارجنټاین بریا قطعي کړه.
مشهور ارجنټایني ستوري لیونل مېسي که څه هم پخپله په دې سیالۍ کې کوم ګول ونه کړ، خو الیسټر ته یې د لومړي ګول یو اسانه پاس ورکړ.
د درېیو نړیوالو جامونو ګټونکی ارجنټاین به راتلونکې چارشنبه (د جولای ۱۵مه) په نیمهپایلو کې له انګلنډ سره مخامخ شي.
د دوی ترمنځ سیالي د افغانستان پر وخت د شپې ۱۱:۳۰ بجې د متحدو ایالتونو د اتلانتا لوبغالي کې کېږي.
د یادونې ده چې انګلنډ د ارجنټاین له سیالۍ څو ساعته ورمخکې په منځلوبو کې ناروې ته ۲-۱ ماته ورکړه او نیمه پایلو ته یې لار ومونده.
د انګلنډ او ناروې لوبه هم اضافي وخت ته غځېدلې وه.
د انګلنډ لپاره دواړه ګولونه جود بلېنګم ووهل. هغه تېره سیالۍ کې هم دوه ګولونه کړي وو.
دغه سیالي د امریکا متحدو ایالتونو په میامي لوبغالي کې کېده.
د لوبې لومړی ګول په ۳۶مه دقیقه کې ناروې وکړ. دغه هېواد لپاره اندریاس شیلډروپ ګول ووهه.
خو د لومړۍ نیمايي تر پای ته رسېدو لږ مخکې اضافي وخت کې بېلنګم د انتوني ګوردن پر پاس ګول وکړ او سیالي یې ۱-۱ مساوي کړه.
دا چې لوبه تر وروستیو همداسې برابره وه، نو اضافي وخت ته ولاړه.
د اضافي وخت پیل (۹۳مه دقېقه) کې بلېنګم بل ګول هم وواهه.
له دې سره تر دې دمه په روان نړیوال جام کې د بلېنګم د ګولونو شمېر ۶ ته لوړ شو.
انګلنډ لپاره په سږني نړیوال جام کې تر دې دمه له ټولو ۱۳ ګولونو ۱۲ یوازې جود بلېنګم او کپتان هرې کېن وهلي دي.
دا د فوټبال د نړیوال جام په تاریخ کې څلورم ځل دی، چې انګلنډ نیمه پایلوبو ته لار مومي. خو ناروې تر دې مخکې منځلوبو ته هم نه وه وتلې.
انګلنډ په ۱۹۶۶ کال کې د فوټبال نړیوال جام هم ګټلې و.
د دغه هېواد د فوټبال ملي لوبډله نیمه پایلو کې چې راتلونکې چارشنبه (د جولای ۱۵مه) کېږي، د ارجنټاین او سویس د سیالۍ له ګټونکي سره مخامخېږي.
د یادونې ده چې فرانسې لا مخکې د مراکش او اسپانیا د بلجیم په ماتولو سره منځلوبو ته لار ایستلې وه.
د دوی ترمنځ نیمهپایلوبه راتلونکې سېشنبه د جولای ۱۴مه د افغانستان په وخت د شپې ۱۱:۳۰ بجې په د دالاس لوبغالي کې کېږي.