د هرمز تنګي د پرانیستلو پر سر د ایران او امریکا شرطونه او جنجالونه

ایران

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محمد باقر ذولقدر وايي،‌ هرمز تنګی به تر هغې تړلی وي چې امریکا د تهران د شپږو غوښتنو منلو ته غاړه نه وي ایښې.

د بندیزونو کمول، جګړه کې د اوښتو زیانونو د غرامت ورکړه، د ایران د سمندري کلابندۍ سملاسي پای ته رسول، د تهران له ګواښلو لاس اخیستل او د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول هغه غوښتنې دي، چې ښاغلي ذولقدر د هرمز تنګي پرانیستل کېدو لپاره د شرط په توګه وړاندې کړې دي.‌

د شنونکو په وینا،‌ که څه هم د ایران د ملي امنیت عالي ‌شورا منشي تر ډېره د دغه هېواد پخوانۍ غوښتنې تکرار کړي، خو دا څرګندونې د هرمز تنګي په تړاو مذاکراتو کې د تهران د دریځ د سختېدو ښودنه کوي.

که څه هم د ټرمپ حکومت تر اوسه د تهران دغو شرطونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو امریکایۍ رسنۍ وايي‌ وضعیت یې ستونزمن کړی دی.‌

نیویارک ټایمز په یوه رپوټ کې لیکلي، چې د ایران دغو نوو شرطونو د هرمز تنګي‌ د بېرته پرانیستل کېدو د هوکړې لرلید پیچلی کړی او کېدای شي پر ولسمشر ټرمپ د تهران د ځینو غوښتنو منلو لپاره فشار ډېر کړي.

سي‌اېن‌اېن هم دغو شرطونو ته په شارې ویلي، داسې ښکاري چې ایران غواړي د هرمز تنګي له پرانیستل کېدو مخکې له امریکا یو څه امتیاز ترلاسه کړي.

ګارډین ورځپاڼې هم د ایران غوښتنې سختې بللې او لیکلي یې دي، چې د ایران د شرطونو له مخې د هرمز تنګي پرانیسته د لاسرسي وړ نه ښکاري.

ایران کې یوه ښځه پر دیوال د لګېدلي بنر مخکې تېرېږي

د عکس سرچینه، Getty Images

د یادونې ده چې د ایران لخوا دا غوښتنې داسې مهال مطرح کېږي، چې دغه هېواد او عمان تېرو ورځو کې له هرمز تنګي د تېرېدونکو بېړیو د مدیریت په اړه خپلمنځي خبرې "رغنده او مثبتې" بللې دي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، له عمان سره یې مذاکرات وروستي پړاو کې دي.

خو نوموړي دا یادونه هم کړې، چې یوې هوکړې ته رسېدل به په دې معنا نه وي چې هرمز تنګی سملاسي‌ پرانیستل شي.

عراقچي ویلي، چې د دغې سمندري‌ لارې بېرته پرانیستل کېدل "له نورو شرایطو" سره تړلي دي.

د اکسیوس خبري اژانس خبریال باراک راوید تېره ورځ د یوه منځګړي هېواد د یوه دیپلومات په حواله ویلي وو، چې ایراني مرکچیان‌ له عمان او امریکا سره د هرمز تنګي په تړاو هوکړې لپاره د ایران د ملي امنیت عالي شورا تایید ته په تمه دي او دا چې ښايي ژر د "هو" ځواب ترلاسه کړي.‌

رویټرز خبري‌ اژانس هم د یوه امریکايي چارواکي په حواله رپوټ ورکړی و، چې د ایران او عمان ترمنځ مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی.

دغه امریکايي چارواکي‌ ویلي و، چې دا هوکړه له ستونزو پرته له هرمز تنګي د سوداګریزو بېړیو تېرېدل تضمین کړي، نو امریکا به د ایران د بندرونو کلابندي پای ته ورسوي.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا د منشي محمد باقر ذولقدر د استعفا رپوټونه هم خپرېږي‌

د عکس سرچینه، Jamaran News

د عکس تشریح، د ایران د ملي امنیت عالي شورا د منشي محمد باقر ذولقدر د استعفا رپوټونه هم خپرېږي‌

د ایران د ملي امنیت عالي شورا د منشي دا څرګندونې ځکه مهمې ګڼل کېږي، چې ویل کېږي د ایران له اړخه د هرمز تنګي په تړاو د وروستۍ پرېکړې واک همدا شورا لري.

هممهاله داسې رپوټونه هم خپاره شوي، چې ګوندې محمد باقر ذولقدر استعفاء کړې، خو ولسمشر مسعود پزشکیان نه ده منلې او له نوموړي یې غوښتي چې خپل کار ته دوام ورکړي.

ایران دا غوښتنې داسې مهال رامخې ته کړې، چې د امریکا مرستیال ولسمشر جی‌دي‌ وېنس تېره ورځ فاکس نیوز خبري‌ شبکې سره خبرو کې ګواښ وکړ چې که تهران په خپلو تګلارو کې اوږدمهاله بدلونونو ته حاضر نه شي، نو واشنګټن به پرې خپلو فشارونو ته دوام ورکړي.

ښاغلي وېنس وویل، منځني ختیځ کې به د نفت او ګاز تولید ډېر شي.

نوموړي په دې مرکه کې دا هم وویل، چې دوی د ایران اټومي پروګرام "له منځه وړی" او د دغه هېواد نامتقارنې پوځي وړتیاوې یې هم کمزورې کړې دي.