په ۲۰۲۳ کال کې د استوګنې غوره ښارونه کوم دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, لنډزي ګیلووې
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
له کورونا وبا وروسته د نړۍ په هر ځای کې ژوند یو ځل بیا عادي حالت ته ګرځېدلی او د یوه اقتصادي څېړنیز رپوټ له مخې د نړۍ په ۱۷۳ ښارونو کې د ژوند کچه په وروستیو ۱۵ کالونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.
د اکانومېسټ انټېلېجنس په کلني رپوټ کې د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې د روغتیا، چاپیریال، ښوونیزو استانتیاوو، زېربېناوو، ثبات او کلتوري برخو ارزونه شوې او له مخې یې د نړۍ غوره ښارونه اعلان شوې دي.
په رپوټ کې راغلي، که څه هم د اوکرایین کړکېچ په ځينو هېوادونو او اقتصاد خپل سیوری غوړولی، خو په ټوله کې د کورونا وبا را وروسته د محدودیتونو ختمېدو په عمومي ډول د ژوند کچه ښه لوري ته بېولې ده.
په دغه تفصیلي او اوږده رپوټ کې د نړۍ لسګونه ښارونه د بېلابېلو امکاناتو او اوسېدونکو تجربو ته په کتو لېست شوي خو موږ دلته د سر لس ښارونه یادوو چې څنګه د استوګنې غوره ښارونه اعلان شوې؟
ویانا، اتریش

د عکس سرچینه، Getty Images
د اتریش پلازمېنه ویانا یو ځل بیا پخپل لومړي مقام پاتې شوې، د دغه ښار درجه یوازې په ۲۰۲۱ کال کې د کورونا وبا له کبله هغه مهال غورځېدلې وه چې هلته هوټلونه، موزیمونه بند او کاروبار په ټپه درېدلی و.
خو د ویانا اوسېدونکي لا هم په دې باور دي چې ښار یې د ثبات، روغتیايي نظام، زدکړو او زېربنایي کارونو له کبله تر ټولو غوره ځای دی.
ینویلا فیلیپو په ویانا کې دوه ډېر مشهور هوټلونه لري چې د خپل مېړه پر مټ یې چلوي.
د نوموړې په وینا د ویانا تاریخي حیثیت، د حمل او نقل سیستم، چای او کافي خونې، تیاتر او تفریح ځایونو ته اسانه تګ راتګ ځينې هغه دلایل دي چې ویانا یې په یوه دایمي تفریحي مقام بدله کړې.
په دغې رپوټ کې خلکو د ویانا کلتور، خوراکونه او تفریحي ځایونه کم مثاله بللي دي.
مېلبورن، آسټرالیا

د عکس سرچینه، Getty Images
د آسټرالیا مېلبورن او سېډني ښارونه په ترتیب سره له ویانا وروسته د غوره ښارونو مقامونه خپل کړي دي.
د کورونا وبا پر مهال دغو دواړو ښارونو هم د غوره ښارونو په جدول کې د درېیم او څلورم مقامونه بایللي وو او هغه مهال د آسټرالیا روغتیايي سکتور تر سخت فشار لاندې بلل کېده.
خو د کورونا وبا را وروسته مېلبورن او سېډني یو ځل بیا د خوراکونو، کلتوري مېلو، غټو غونډو ور ها خوا د نړیوالو لوبو کوربه توب له کبله ښه نومونه خپل کړي دي.
د آسټرالیا مېلبورن د نړۍ غوره سمندرغاړو ته هم په نژدې واټن پروت ښار دی چې ګڼ سیلانیان لري.
د دغه ښار اوسېدونکي هم ډېر دوستانه او ښه طبیعته یاد شوي دي.
د کاناډا وېنکوور ښار
په دغه نوې نوملړ کې د کاناډا درې ښارونه د نړۍ د سر په لسو غوره ښارونو کې راغلي دي.
په دغو ښارونو کې وېنکوور، کیلګري او ټورنټو په ښه درجه راغلي ښارونه دي.
د دوی له منځه بیا وېنکوور د غوره ښارونو په نوملړ کې پنځم ځای نیولی.
د دغه ښار کلتوري بډاینې او چاپېریال ښې نمبرې اخیستې دي.
د دغه ښار یو اوسیدونکی ټوني په دې باور دی "وېنکوور ځنګله، بحر او فضا ته د تګ تر ټولو اسانه امکانات لري.
د ده په وینا که څوک له هوارې غره یا له غره کوم ساحل ته ځي دا ښار په بس، سایکل او یا هم کښتیو کې د تګ زمینې ورته برابروي.
د کډوالۍ او کاروبار د اسانه ویزو له کبله هم د نړۍ ګڼ خلک دغې ښار ته تګ راتګ لري او ډېر پکې خپل راتلونکی ویني.
د جاپان اوساکا

د عکس سرچینه، Getty Images
اوسکا د آسیا یواځینی ښار دی چې د نړۍ په لسو غوره ښارونو کې یې نوم راغلی دا ښار د ښو ښارونو په نوملړ کې پر لسم مقام دی.
د جاپان اوساکا د ثبات، روغتیايي نظام او ښوونیز سکتور کې له سلو پوره سل نمبرې وړي دي.
بلخوا په داسې حال کې چې د نړۍ ډېری خلک له ګرانۍ اندیښمن دي اوساکا داسې یو ښار بلل شوی چې ډېر شیان پکې ارزانه او ژوند پکې اسانه تېرېدی شی، د اوسکا اوسېدونکي له دې کبله ځانونه بختور ګڼي.
شرلي زېنګ د کاناډا له وېنکوور ښار څخه جاپان ته تللی او اوس په اوساکا کې اوسېږي.
نوموړی وایي په اوساکا کې کرایه لکه د جاپان د ډېرو نورو ښارونو هومره لوړه نده" زما د کور میاشتنۍ کرایه نږدې ۴۱۰ ایرو ده چې ۷۰۰ کاناډايي ډالره کیږي چې پکې د اوبو، انټرنېټ بېلونه او ځينې نور سهولتونه هم دي خو که زه همدې ته ورته ځای په کاناډا کې نیسم کرایه به یې له ۱۲۰۰ کاناډايي ډالرو کمه نه وي."
په رپوټ کې د خلکو له قوله د دغه ښار هوټلونه، امنیت او ترافیکي نظام نورې ښیګڼې بلل شوې دي.
اکلنډ، نیوزلنډ

د عکس سرچینه، Getty Images
له اوساکا وروسته د نیوزلنډ اکلنډ ښار د نړۍ د غوره ښارونو په نوملړ کې د تېر کال پرتله ۲۵ لوړې نمبرې اخیستې دي.
په دغه ښار کې د ۲۰۲۲کال د سپتمبر تر میاشتې د کورونا وبا محدودیتونه لګیدلي وو خو اوس پکې ژوند عادي شوی دی.
په نوې رپوټ کې کلتوري او چاپېریالي فکتورونو اکلنډ ته ښې نمبرې ورکړي او دا چې هلته خلک په ښه باور او اعتماد له یوه بل سره ژوند کوي.
د اکلنډ اوسېدونکو ته سمندر غاړی او تفریحي ځایونه په نږدې واټن پراته دي تر دې چې خلک کولای شي یوه ښایسته ساحل ته په شلو دقیقو کې ورسېږي.
خلکو ویلي " دا ښار هرې خوا ښایسته زرغون دی او په اسانۍ پکې هرې خوا ته تګ کېږي."
دا د نیوزلنډ تر ټولو لوی ښار هم دی چې پکې سترې نړیوالې ناستې کېږي او د فېفا ۲۰۲۳م سیالۍ (د ښځو د فوټبال نړیوال جام) هم دلته روان دی.
نیوزلنډ له تنوع ډک یو هېواد بلل کېږي او خلک یې په ډېر ښه چلند مشهور دي.
"د نیوزلنډ ډيری خلک تل مرستې ته چمتو وي او کله چې څوک پلي تګ کوي ډېر خلک به درته 'هېلو' وايي."
یو به بل سیلاني اکانومسټ مجلې ته ویلي "زما د اکلنډ د اوسیدونکو دا چلند ډېر خوښ دی چې له مسکا په ډکه خوله درته 'هېلو' وايي.





















