له مرګوني حالته د وتلو کسانو له خولې د خوشحاله ژوند اووه لارې

د عکس سرچینه، MARK GARLICK/SCIENCE PHOTO LIBRARY
دا رپوټ ممکن د ځينو لپاره خواشینونکی وي.
که یو ناڅاپه مو خپل ټول تېر ژوند بیا په سترګو لیدلی شوای، څه احساس به مو کاوه؟
ایا خوشحاله که نه پېښمانه کېږئ؟
بي بي سي له دوه داسې کسانو سره چې په اصطلاح خپل مرګ یې په سترګو لیدلی، خو ژوندي پاتي شوي د دوی په تجربو او د ژوندانه اړوند مسایلو په اړه خبرې کړي دي.
دوی د وخت په تېریدو توانیدلي چې د خپل ځان په اړه نوی فکر وکړي او دا یې زده کړي چې "پخپل نوي ژوندانه کې" خوشحاله وخت تېر کړي.
د مرګ پېښمانیو په نامه کتاب لېکوالې جورجینا اسکال او د مرګ شفا په نوم کتاب لیکوالې تانیا شادریک له مرګوني حالت څخه د تېریدو او نوي ژوندانه په اړه خپلې تجربې له مونږ سره شریکې کړي او راته وایي چې څنګه خپل ژوند بدل او له پخوا یي ښه تېر کړو؟
د جورجینا د مرګوني حالت قیصه

جورجینا په ۳۷ کلنۍ کې مېندواره شوه، داسې چې حمل یې له رحم څخه بیرون و، له معاینو وروسته ورته ډاکټرانو ویلي وو چې ژوند یې په ګواښ کې دی او شاید له دې کبله ومري.
نوموړې له دې بد خبر وروسته له داسې کسانو سره لیدو کتو ته وخت جلا کړ چې د مرګ نږدې تجربې یې لرلې تر څو معلومه کړي ژوند یې څنګه دی؟
جورجینا وايي "ما داسې احساس کاوه لکه د تېر او راتلونکي په منځ کې چې ګیره یم او باید په ژوندانه کې بدلون راولم، دې حالت سخته سرګردانه کړې وم او دې بد وضعیت څو کاله دوام وکړ."
نوموړې زیاته کړه "نه مې غوښتل خپل میړه پرېږدم خو احساس مې داسې وه چې باید دا کار حتما وکړم او غوښتل مې د ګډ ژوند پر ځای دندې ته مخه کړم."
د جورجینا په وینا د هغې لپاره ډېر داسې کارونه وه چې نوموړې یې په اړه فکر کاوه خو وایي کله چې به مې اراده وکړه، ډاریدم به او په نورو فکرو کې به لاړم.
هغه وایي دې کش مکش څو کاله وخت ونیو او بالاخره وتوانیده چې تېر هېر کړي او په ټولو هغو کارونو فکري تمرکز وکړي چې په راتلونکي کې يي تر سره کول غوښتل.
د تانیا د مرګوني حالت داستان

د عکس سرچینه، Getty Images
۳۳ کلنه تانیا له زېږون وروسته له ډېرې وینې بهېدنې مرګ ته رسیدلي وه او له مصنوعي کوما وروسته چې کله بیا هوښ شوه، داسې پرېکړه وکړه چې "په نوې ژوندانه کې به په بله بڼه" ژوند وکړي.
نوموړې وايي "هر څه یو ناڅاپه پېښ شول، په هغې ورځ چې له زېږون وروسته زه له روغتونه رخصتیدم، سخته وینه مې ضایع کړه او داسې مې انګېرله چې نوره مرم."
دې وخت کې په ټولو هغو شیانو پېښمانه وم چې ما په مخکیني ژوند کې لرل.
د کوما له حالت څخه له وتلو وروسته چې کله مې بیا د ژوند احساس وکړ اول فکر مې دا وه چې له دې وروسته به "خپل ژوند په بل ډول تېروم"
تانیا او جورجینا د ژوندانه د دې سختو پړاونو له تېرولو وروسته د هوسا ژوند تېرولو لپاره خپلې تجربې له بي بي سي سره شریکې کړي دي.
۱: رښتیني واوسئ

د عکس سرچینه، Getty Images
جورجینا وايي "زمونږ ژوند له مختلفو برخو جوړ دی: کورنۍ، کار، مینه، ملګري او ډېر نور څه، خو دا چې څه یې او څه غواړې د وخت په تېریدو ادلون بدلون مومي. خو مهمه دا ده چې د هغه څه قدر ډېر وکړو چې زمونږ د خوښۍ سبب ګرځي."
۲: د نن کار سبا ته مه پرېږدئ
د دوی سپارښتنه دا ده چې "مونږ ټول باید د راتلونکي لپاره یوه نقشه ولرو خو دا کار باید مونږ دومره بوخت نه کړي چې له نورو کارو مو غافله کړي، په سفر ولاړ شئ، له دوستانو سره ووینئ، نوی کار روزګار پیل کړئ"
جورجینا وايي، ښه وخت بله مانا نه لري مګر دا چې له هر فرصت او موقعیت څخه سمه استفاده وکړو او په اسانه یې له لاسه ورنکړو.
تانیا وايي "نوی ژوند پیل کړی خو ارامه او مستحکم پر مخ ولاړ شئ، بېلابېل مسیرونه تجربه کړئ او هر یو یې په ادلون بدلون ارزي.
۳: لازمه نده چې ټوله نړئ بدله کړئ
په دې اړه د دوی د نظر لنډیز دا دی چې هڅه وکړئ هماغې ژوندانه ته ځان ورسوئ، چې تاسې یې د خپل ځان لپاره هیله لرئ.
۴: خپل ځانته وخت او فرصت ورکړئ

د عکس سرچینه، Getty Images
تانیا وايي "زمونږ ژوند په بېلابېلو طریقو چلېږي، له ځانه پوښتنه وکړئ چې په کوم کار کې مهارت تر لاسه کولی شئ هماغه پیل کړئ او تر هغې ورپسې شئ چې یې تر لاسه کړی."
۴: له نویو تجربو مه غافله کېږئ
جورجینا وايي "د تکراري کارونو او سفرونو کول اسانه دي خو زما سپارښتنه دا ده چې له نویو تجربو ځانونه مه غافله کوئ، نویو ځایونو ته ولاړ شئ، له نویو خلکو سره اشنا شئ او که داسې نه کوئ دا په دې مانا چې خپله نړۍ پخپله کوچنۍ کوی.
۶: عشق ومومئ

د عکس سرچینه، Getty Images
جورجینا وايي: "له دې موخه یوازې عاشقانه اړیکه نه بلکې له دوستانو سره مینه، له کورنۍ او کار سره مینه او ورته د زړه له تله کار کول خپلې ښيګڼې لري."
۷: فکر مه کوئ چې نور به ستاسې په اړه څه وايي
تانیا وايي "په دې اړه ډېر فکر مه کوئ چې څو کسان مو په ټولنیزو رسنیو مطالب او تصویرونه خوښوي یا څومره درسره ملګري دي."
هغه کارونه چې تاسې یې د کولو جرائت نه لری، تر ټولو ډېر فشارونه له ځانه سره لري نو تاسې ورته تازه لارې چارې وګورئ او هغه څه په انلاین یا د خلکو تر منځ مخامخ مطرح کړی چې تاسې ته مهم دي.





















