تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نتنیاهو وايي د غزې مذاکرات د اسرائیلي یرغملو "یو واري" خلاصون سره تړلي دي
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، د غزې اوربند خبرې اوس پر داسې یوې هوکړې ور ټولې دي چې ټول پاتې یرغمل کسان باید په "یو وار" خوشې شي.
تر دې وړاندې طرحه دا وه چې لومړی به ۶۰ ورځنی اوربند او یوازې د ژوندیو یرغمل شویو یوه برخه خوشې کېږي.
حماس ویلي، د دې ډلې مشرتابه یو پلاوی د مصر له چارواکو سره د "لومړنیو خبرو" لپاره قاهرې ته تللی دی.
راپورنه وايي، منځګړي په راتلونکو اونیو کې د هوکړې لپاره د موکې په لټه کې دي او د حل موندلو هڅه کوي.
وروسته له هغه چې د تېرې میاشتې په اوږدو کې د اسرائیلو او حماس غیر مستقیمې خبرې ودرېدې، اسرائیلو یوه لانجمنه طرحه اعلان کړه چې د پوځي بریدونو د پراخولو او د ټولې غزې د نیولو پلان په کې و.
ان د هغه سیمو نیول یې هم یاد کړل چې د غزې دوه میلیونه وګړو په کې پناه اخيستې ده خو د اسرائیلي رسنیو په وینا، تمه نه کېږي چې دا نوي پوځي عملیات د اکتوبر تر میاشتې پیل شي ځکه پوځي تیاری یو څه ډېر وخت غواړي.
ورسره په سیمه کې د اسرائیلو سخت هوايي بریدونه روان دي. د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۲۳ فلسطینیان وژل شوي دي.
عیني شاهدان وايي، په غزه ښار کې بریدونه زیات شوي او هوايي بمباریو ګڼ کورونه ویجاړ کړي دي.
له سیمې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د غزې ښار ختیځ لور ته په زیتون سیمه کې لویې چاودنې شوې او له امله یې ودانۍ نړېدلې دي.
نن، الشفا روغتون ویلي، له "تل الحوا" سیمې اووه جسدونه ور وړل شوي چې د یوې کورنۍ غړي دي او پنځه یې ماشومان دي.
روغتون همدا راز ویلي، په زیتون سیمه کې هم پر یوه کور برید شوی چې لس کسان په کې وژل شوي دي. د اسرائیلو پوځ په وینا، په زیتون سیمه کې یې نوي عملیات پیل کړي دي.
اسرائیلي پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پوځ مشر جنرال ایال ضمیر هم "د غزې په تړانګه کې د پوځ د عملیاتو پلان منظور کړی دی."
له ۱۲ نیوز په نوم اسرائیلي تلویزیون سره په مرکه کې چې پرون خپره شوې، له نتنیاهو وپوښتل شول چې لا هم د یوه محدود اوربند امکان شته؟
هغه ځواب ورکړ: "زما په فکر دا موضوع نوره خلاصه ده. موږ هڅه وکړه، ډېرې لارې مو و ازمایلې، ډېر څه مو وکړل خو هغوی موږ تېر ایستلو."
د یرغمل شویو په اړه یې وویل: "زه ټول غواړم، که ژوندي وي او که مړه."
فلسطینۍ وسلهوالې ډلې لا هم هغه ۵۰ کسان یرغمل ساتلي دي چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر اوومه د حماس په مشرۍ برید کې وتښتول شول او جګړه پیل شوه.
د اسرائیلو په باور له دغو کسانو شاوخوا ۲۰ لا هم ژوندي دي.
نتنیاهو په کور دننه تر زیات فشار لاندې دی چې د یرغمل شویو د خوشې کولو ترڅنګ د جګړې د پراخولو پلان هم روښانه کړي.
تېرې اونۍ ځینو عرب چارواکو چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، ویلي وو، سیمهییز منځګړي مصر او قطر د یوې نوې طرحې پر جوړولو کار کوي چې له مخې به یې ټول پاتې یرغمل شوي کسان په یو وار خوشې کېږي او په بدل کې به یې جګړه ختمېږي او د اسرائیلو پوځ به له غزې وځي.
خو په لنډ وخت کې به د دې عملي کول ستونزمن وي ځکه اسرائیل وايي حماس دې له واکه لاس واخلي او وسلې دې کېږدي.
کېدای شي همدې ستونزې ته په کتو د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطی په یوه خبري غونډه کې ویلي "اصلي هدف دا دی چې بېرته لومړني وړاندیز (۶۰ورځني اوربند) ته ستانه شوو. د ځینو یرغمل شویو او ځینو فلسطیني بندیانو خوشې کېدل او غزې ته بې له شرطه د انساني او طبي مرستو داخلېدل په کې دي."
خو اسرائیل لا هم پر خپله خبره ټېنګار کوي. وايي، د جګړې هدفونه بدل شوي نه دي او جګړه هغه وخت پای ته رسېدلی شي چې حماس تسلیم شي او یرغمل شوي کسان بېرته ور وګرځوي.
نتنیاهو دا هم ویلي چې په پای کې باید اسرائیل په غزه کې د امنیتي کنټرول لپاره پراخ او نامحدود واک ولري.
حماس له ډېر وخت راهیسې غوښتنه کړې چې اسرائیلي او فلسطیني زندانیان دې د یوه "پراخ تړون" له مخې تبادله شي. دا ډله د اسرائیلي ځواکونو بشپړ وتل او د جګړې پای ته رسېدل هم غواړي.
د حماس په خبره، تر هغه به خپلې وسلې کښېنږدي څو چې یو خپلواک فلسطینی دولت نه وي جوړ شوی.
لومړي وزیر نتنیاهو په دغه وروستۍ تلویزوني مرکه کې یو وار بیا خپله طرحه تکرار کړه چې فلسطینیان دې په خپله خوښه له غزې ووځي.
"هېڅوک له دې ځایه نه شړل کېږي، دوی ته به د وتلو اجازه ورکړل شي."
هغه زیاته کړه: "ټول هغه کسان چې وايي د فلسطینیانو لپاره اندېښمن دي او له هغوی سره مرسته کوي، باید خپلې دروازې ورته پرانېزي او موږ ته دې له نصیحت کولو ډډه وکړي."
فلسطینیانو، د بشري حقونو ډلو او د نړۍ ګڼو هېوادونو خبرداری ورکړی چې له غزې د خلکو جبري ایستل له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
ډېری فلسطینیان له هماغه پخوانۍ پېښې ډارېږي چې په ۱۹۴۸ کال کې د جګړو پر مهال سلګونه زره له خپلو سیمو وتښتېدل او یا هم وشړل شول.
د غزې ډېری اوسني اوسېدونکي د هماغو کډوالو اولادونه دي او اوس هم د کډوالو رسمي حیثیت لري.
د ملګرو ملتونو ملاتړ لرونکې د کارپوهانو یوې ډلې له وړاندې په غزه کې د لوږې د پراخ ناورین خبرداری ورکړی دی، په خبره یې اسرائیلو لا له وړاندې د انساني مرستو اندازه کمه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړېوال پروګرام ویلي، په غزه کې د جګړې له امله د خوراکي موادو کمښت تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.
د حماس په مشرۍ د ۲۰۲۳ کال د برید له امله په اسرائیلو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي وو او ۲۵۱ کسان غزې ته د یرغملو په توګه بېول شوي وو.
د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت وايي، د اسرائیلو د بریدونو له پیله تر اوسه لږ تر لږه ۶۱ زره ۷۲۲ فلسطینیان وژل شوي دي.
د دوی د معلوماتو له مخې د جګړې په دې موده کې د لوږې له امله ۲۳۵ کسان مړه شو دي چې ۱۰۶ یې ماشومان دي.