بایډن په غزه کې د جګړې ختمولو لپاره د اسرائیل نوی پلان وړاندې کړ

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن له حماس غوښتي په غزه کې د بحران ختمولو لپاره د اسرائیل وړاندیز ومني. نوموړی وايي: ''اوس وخت راغلی چې دا جګړه ختمه شي.''
دغه وړاندیز چې درې پړاونه لري له شپږ اونیو اوربند سره پیلېږي او په دې ترڅ کې به د اسرائیل دفاعي ځواکونه (ای ډي ایف) په غزه کې له ګڼ مېشتو سیمو په شا شي.
دې سره به د مرستو رسېدو لړۍ چټکه شي او د یو شمېر یرغمل کسانو بدل کې به فلسطیني زندانیان خوشي شي. دغه جوړ جاړی به بالاخره ''د تاوتریخوالي ختمېدو'' او د غزې بیا رغاونې پلان پړاو ته ورسېږي.
حماس ویلي، دوی دې وړاندیز ته په ''مثبت'' نظر ګوري.
د جمعې پر ورځ سپینه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال جو بایډن وویل، د وړاندیز شوي پلان لومړي پړاو کې ''بشپړ اوربند'' له ګڼ مېشتو سیمو د ای ډي ایف ځواکونو په شا کېدل او د فلسطیني بندیانو بدل کې د یرغمل کسانو خوشي کېدل شامل دي.
نوموړي وویل: "اوس حماس نور د دې وړتیا نه لري چې د اکتوبر د اوومې په څېر بل برید وکړي. دا په روانه جګړه کې د اسرائیل یوه اصلي موخه ده او دا پر ځای او سمه هم ده. زه پوهیږم چې په اسرائیل کې داسې کسان هم شته چې له دې پلان سره موافق نه دي او تر پایه د جګړې دوام غواړي؛ ځینې يې حتی په حکومتي ټلواله کې هم شته او دوی دا په ډاګه ویلي چې دوی غواړي غزه اشغال کړي. دوی غواړي جګړه کلونه وغځېږي او یرغمل شوي هم ورته لومړيتوب نه لري. ما د اسرائیل له مشرتابه وغوښتل چې له هر ډول فشار سره، سره د دې هوکړې ملاتړ وکړي".
ولسمشر بایډن پر حماس هم غږ وکړ چې دا هوکړه ومني او وښئي چې دوی رښتیا اوربند غواړي:
"دا رښتیا برخلیک ټاکونکې شېبه ده. اسرائیل خپل وړاندیز کړی. حماس وايي چې اوربند غواړي. دا هوکړه یو فرصت دی چې ثابته کړي که دوی واقعاً رښتيني دي. حماس اړ دی چې دا هوکړه ومني. له میاشتو راهیسې د نړۍ له لروبره خلک د اوربند غوښتنه کوي. اوس د دې وخت دی چې غږ پورته کړئ چې حماس دې د خبرو میز ته راشي او دا هوکړه ومني او دا جګړه چې دوی پیل کړې پای ته ورسوي".
نوموړي زیاته کړي له اوربند سره به داسې فرصت چمتو شي، چې لا ډېره مرسته غزې ته ورسېږي، چې ''هره ورځ به (په مرستو د بار توکو) لاریو شمېر ۶۰۰ ته ورسېږي.''

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي بایډن په خپله وینا کې زیاته کړه، چې د لومړي او دویم پړاو تر منځ مذاکرات به سخت وي. د یادونې ده، چې یوازې یو څو ورځې مخکې اسرائیلي لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو ویلي و، چې باید داسې وبلل شي، چې دی د جګړې له ختمولو سره سخت مخالف دی او له همدې کبله د جګړې پای ته رسېدو په هکله د ښاغلي بایډن څرګندونې خورا مهمې بلل کېږي.
ښاغلي بایډن په خپلو خبرو کې وویل، حماس ډله اوس دومره کمزورې شوې چې وسله وال یې داسې بل برید نه شي کولای لکه د اکتوبر پر ۷مه یې چې وکړ. د ښاغلي بایډن دا څرګندونې اسرائیلیانو ته داسې یوه احتمالي اشاره ښکاري چې ګواکې واشنګټن نور دا جګړه ختمه بولي.
بل لور د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی، چې د یرغمل کسانو ستنېدو او حماس د حکومت کولو او پوځي وړتیاوو له منځه وړلو په ګډون به د هدفونو ترلاسه کولو تر مهاله جګړه پای ته و نه رسېږي.
نوموړی وايي، وروستی پلان به اسرائیل ته فرصت په لاس ورکړي، چې دا شرطونه پوره کړي. حماس بیا ویلي، د مستقل اوربند، له غزې د اسرائیلي ځواکونو وتلو، بیا رغاونې او بندیانو تبادلې موضوعاتو له کبله دې وړاندیز ته په (مثبت) نظر ګوري.
په داسې حال کې چې په دې پلان کې داسې ډېر جزیات شته، چې د مخکینو ناکامو خبرو برخه وو، د امریکا له لوري د تلپاتې اوربند خبره داسې ښکاري چې حماس ته د هغو شرطونو په بڼه یو امتیاز ورکول دي، چې دوی له مخکي ویلي، مني یې. د بېلګې په توګه د مستقل اوربند غوښتنه د حماس له مهمو غوښتنو یوه وه.
د دې پلان درېیم پړاو کې به د مړو شویو اسرائیلي یرغمل شویو کسانو مړي ستنول او د ''بیا رغاونې یو ستر پلان'' شامل وي، چې د امریکا او نړیوالې ټولنې په مرسته به کورونه، ښوونځي او روغتونونه بېرته رغول کېږي.
دې ډلې ویلي، دوی د هر هغه جوړجاړي په هکله ''رغنده او مثبت جوړجاړي'' ته چمتو دي، چې تلپاتي اوربند پکې مرکزیت ولري او ''اسرائیل ورته ژمن پاتې شي.''
له مذاکراتو یوه بل خبر فلسطیني چارواکي چې نوی اسرائیلی وړاندیز یې لیدلی وویل، دا سند داسې تضمین نه کوي، چې جګړه به ختمېږي او نه هم پکې داسې څه راغلي، چې اسرائیلي ځواکونه به په بشپړ ډول له غزې په شا کېږي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش یوه ویاند په دې هکله ویلي، ښاغلی ګوتېرش هیله من دی، چې د ښاغلي بایډن څرګندونې او د اسرائیل وړاندیز به ''د ټولو اړخونو تر منځ د تلپاتې سولې لپاره د هوکړې لامل شي.''






















