تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نیکي هیلي ټاکنیزه سیالۍ پرېښوده او ډونالډ ټرمپ د جمهوري پال ګوند یواځینی نوماند پاتې شو
د امریکا د متحدو ایالتونو د ټاکنیزو سیالیو په لړکې د جمهورې پالي ګوند دننه د ولسمشرۍ د نوماندۍ لپاره د ډونالډ ټرمپ یواځینۍ سیالې نیکي هیلي د ټرمپ پروړاندې له سیالۍ لاس واخیست.
پدې توګه به کله چې ډونالډ ټرمپ د جمهوري پالي ګوند لخوا وروستی تایید ترلاسه کړي یواځینی کاندید به وي چې د ولسمشر جوی بایډن سره به سیالي کوي.
نیکي هیلي وویل " افسوس نه کوي" او ټرمپ ته یې مبارکي وویله- خو دا یې هم وویل چې هغه باید اوس د هغو خلکو" رایې وګټي" چې دده ملاتړ یې نه دی کړی.
دا پداسې حال کې ده چې ولسمشر جوی بایډن او ټرمپ په ایالتي لومړنیو ټاکنوکې چې د سې شنبې پرورځ په ۱۴ ایالتونو کې ترسره شوې، دې ته چمتو شوي چې د نومبر په ټاکنو کې یوله بله سره سیالي وکړي.
بایډن په ۱۴ ایالتونو او ایووا ایالت کې د دموکرات ګوند نوماندۍ وګټله- په ایووا کې خلکو د پوستې له لارې رایې ورکړې- خو په امریکايی سیمې سامووا کې یې په ۱۱ کمو رایو بایلوده.
پرهمدې مهال، ټرمپ په ۱۴ ایالتونوکې د جمهوري پالي ګوند خپل منځي سیالي وګټله- خو په ویرمانټ ایالت کې نیکي هیلي بریالۍ وه.
د هغوی له دغو بریالیتوبونو وروسته، ټرمپ وویل که بایډن د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي امریکا به نور یو هېواد ونه لري، او بایډن پر ټرمپ تورولګاوه چې د امریکانو د ښیګڼې په فکر کې نه دی بلکې " نارضایتیو پسې ګرځي".
د سي بي اس لخوا شوې نظرسنجۍ او سروې ګانې وايي چې د جمهوري پالو رایې ورکونکو لپاره د مهاجرت او اقتصاد مسلې مهمې وې.
له دې مخکې نیکي هیلي چې د جمهوري غوښتونکو ګوند په لومړنیو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ یوازینۍ پاتې سیاله وه، په دې وتوانېدله چې د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې د ګوند رایې وګټي او په لومړي ځل ډونالډ ټرمپ ته ماته ورکړي.
د یکشنبې په ورځ د امریکا په پلازمینې کې جمهوري غوښتونکو د خپل ګوند په ټاکنو کې ګډون وکړ او په پایله کې نیکي هیلي د ډونالډ ټرمپ د ۳۳ سلنې پر وړاندې ۶۳ سلنه رایو په ګټلو سره وکولای شول، د دې ښار او سیمې ټول ۱۹ ټاکنیزې استازولۍ خپلې کړي.
خو وړاندې تر دې نیکي هیلي په نیواډا ایالت کې د جمهوري غوښتونکو په لومړنیو ټاکنو کې له سختې ماتې سره مخ شوې وه، سره له دې چې د رایو په ورکولو کې د ډونالډ ټرمپ موجود هم نه و.