د جمهوري غوښتونکو لومړنۍ ټاکنې؛ نیکي هیلي د امریکا په پلازمېنه کې ټرمپ ته ماتې ورکړه

د خپرېدو وخت

نیکي هیلي چې د جمهوري غوښتونکو ګوند په لومړنیو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ یوازینۍ پاتې سیاله ده، توانېدلې، د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې د ګوند رایې وګټي او په لومړي ځل ډونالډ ټرمپ ته ماته ورکړي.

خو د دواړو نوماندانو د رایو توپیر دومره ستر دی چې د جمهوري غوښتونکي ګوند د نوماندۍ سیالۍ په ګټلو کې، د ښاغلي ټرمپ وروستۍ بریا کره ښکاري.

د یکشنبې په ورځ د امریکا په پلازمینې کې جمهوري غوښتونکو د خپل ګوند په ټاکنو کې ګډون وکړ او په پایله کې نیکي هیلي د ډونالډ ټرمپ د ۳۳ سلنې پر وړاندې ۶۳ سلنه رایو په ګټلو سره وکولای شول، د دې ښار او سیمې ټول ۱۹ ټاکنیزې استازولۍ خپلې کړي.

د پلازمینې په رایو سره، په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ سفیره نیکي هیلي اوس ۴۳ ټاکنیزې نمایندګۍ لري، چې د ښاغلي ټرمپ له خوا د ګټل شویو ۲۴۷ ټاکنیزو استازولیو پرتله ډېرې لږ دي.

اغلې هیلي د امریکا د جمهوري غوښتونکو ګوند په تاریخ کې لومړنۍ ښځه شوه چې په پلازمینه کې د ګوند لومړنۍ سیالۍ یې وګټلې.

ډونالډ ټرمپ تر دې دمه ټولې ایالتي ټاکنې ګټلي دي او تمه کیږي چې سبا سه شنبې، د مارچ په پنځمه په ډېری ایالتونو کې ټاکنې ترسره شي او له همدې امله د "سترې سه شنبې" نوم ورکول شوی دی او اټکل دی چې مېرمن هیلي ته بیا ماتې ورکړي او مطلقې بریا ته به د هغه نژدې کېدل " رسمي" کړي.

وړاندې تر دې نیکي هیلي په نیواډا ایالت کې د جمهوري غوښتونکو په لومړنیو ټاکنو کې له سختې ماتې سره مخ شوې وه، سره له دې چې د رایو په ورکولو کې د ډونالډ ټرمپ موجود هم نه و.